د «اعتدال» دیني خپرونه کې دا ځل «په اسلام کې د حجاب حکم او د هغه څرنګوالي» په اړه بحث لرو.
دا چې د حجاب لپاره کوم شرایط او حدود دي، په ننني عصر کې ولې ځینې ښځې په حجاب کې ځانونه ارام احساسوي او ځینې یې محدودیت ګڼي او په هغو ټولنو کې چې حجاب جبري نه دی، څه لاملونه دي چې ښځې یې په خپله خوښه رعایتوي؟
په دې اړه نن د نړۍوالو چارو له شنونکي پروفیسر دوکتور عبیدالله برهاني، د دیني علومو له استادې دعا احمدزۍ او د افغانستان د حج او اوقافو له پخواني وزیر او دیني عالم مولوي محمدقاسم حلیمي سره بحث لرو چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 260