د «ثبات» په دې خپرونه کې زموږ مېلمه ډاکټر نور احمد خالدي دی، چې د افغانستان د معاصر فکري بهیر له مهمو لیکوالانو، تاریخپوهانو او د تاریخي هویت د بحثونو له مخکښانو څخه ګڼل کېږي.
تاریخپوه ډاکټر نور احمد خالدي په خپل نوي اثر «اریانا، خراسان، افغانستان» کې د دې خاورې د نوم، هویت او تاریخي تسلسل په اړه ژور او مستند تحلیل وړاندې کړی دی. دا کتاب یوازې د نومونو د بدلون کیسه نه ده، بلکې د یوې سیمې د تمدني حافظې، سیاسي بدلونونو او فرهنګي پیوستونونو د بیا لوستلو هڅه ده.
په داسې مهال چې د افغانستان د هویت او تاریخي روایتونو بحثونه یو ځل بیا تاوده شوي، د ډاکټر خالدي څېړنه د نوې پوهې، دقیقو سرچینو او تاریخي تسلسل له امله ځانګړی ارزښت لري.
ډاکټر خالدي تر دې وړاندې په خپل بل اثر «تاریخ مستند افغانستان» کې هم د همدې موضوعاتو په اړه څېړنې وړاندې کړې دي.
په دې مرکه کې د کتاب اصلي مفاهیم، د لیکوال لیدلوری او هغه پوښتنې څېړل شوې چې د افغانستان د تاریخي هویت په اړه د نوو څېړنو دروازې پرانیزي.
Views: 2