افغانستان له پېړیو راهیسې د ګاونډیو په ګډون د نړۍ له ډېرو هېوادونو، امپراتوریو او قدرتونو سره سیاسي، فرهنګي، ټولنیزې او اقتصادي اړیکې درلودې او لري.
له اروپا سره د افغانستان د رسمي سیاسي اړیکو مخینه شاوخوا ۱۵۰ کلونو ته رسېږي، له روسیې سره یې تر دې مخکې اړیکې وې، دغه راز له عربي نړۍ سره یې سیاسي اړیکې تر ټولو پخوانۍ او د اسلام له راتګ سره سمې پیل شوې دي.
وروسته چې کله په افغانستان کې معاصر دولت رامنځته شو، له نورې اسلامي نړۍ سره یې هم هر اړخیزه راشه درشه پیل شوه.
د امیر عبدالرحمان خان، امیر حبیبالله خان او غازي امانالله خان د واکمنیو پر مهال له سعودي، مصر او ترکیې سره د افغانستان د تودو اړیکو او راکړو ورکړو مستندات ثبت دي.
په شاهي دوره کې افغانستان په عربو کې له سعودي او مصر سره تودې اړیکې پاللې، خو اوس یې په منځني ختیځ کې له عربي هېوادونو سره سیاسي اړیکې لا پراخې شوې؛ له قطر، کویټ او متحده عربي اماراتو سره د نورو هېوادونو په څېر ښې اړیکې لري.
د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني په اعلان کړي بهرني سیاست کې عربي او اسلامي نړۍ دویم او درېیم ځای درلود او هغه په پرلهپسې ډول سعودي او متحده عربي اماراتو ته سفرونه وکړل او هڅه یې دا وه چې د هغوی پام او پانګه افغانستان ته ور واړوي.
پر همدې موضوع مو په متحده عربي اماراتو کې له پخواني ډیپلومات او سفیر احمد سیر داوودزي سره مرکه کړې چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 8