یو شمیر اوتاوا میشتو افغانانو د کاناډا د پارلمان مخې ته اعتراضیه غونډه وکړه او د اګست ۱۵مه یې د تاریخ تور ورځ یاده کړه.
اعتراض کوونکو د کاناډا پر چارواکو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان اوسنی بحران ته پاملرنه وکړي او افغانستان اوسنی وضعیت د یوه بشری ناورین په توګه په رسمیت وپېژني.
دوی له نړیوالي ټولنې وغوښتل چې د نړیوالو حقوقی معیارونو او د ملګرو ملتونو د تړونونو او له هغو څخه د اړوندو مسئولیتونو په چوکاټ کې خپله انساني دنده ترسره کړی.
د اعتراض کوونکو په استازتیوب اجمل عالمزي اعتراضیه غونډې ته وویل: «موږ د کاناډا په اوتاوا کې میشت افغانان د اګست ۱۵مه د افغان ملت د تاریخ یوه تور پاڼه ګڼو او په کلکه د طالبانو غیر مشروع واکمني او هغه بهرني او داخلي عوامل غندو چې د دې وضعیت د رامنځته کېدو سبب شوي دي.»
د غوندې بل ګډونوال خان ولي عادل وايي د ښځو، تمدن او وطنپالنې ضد ډلې نامشروع حاکمیت نن درې کلن شو.
عادل وايي: « نن مو د کاناډا پارلمان مخې ته د اګست د ۱۵ مې انقلاب او د اوسنیو حاکمانو د استبداد غندنه وکړه.»
اعتراض کوونکو پر ټولو هغو افغان سیاسیونو چې پر ډموکراسۍ باور لري غږ وکړ چې یو موټی شي او د هېواد د اوسني بحران د حل لارې چارې ولټوي.
دوی وویل افغانستان یوازې د یو جامع او ټولمنلي نظام له لارې چې د ولس په خوښه او اراده رامنځته شوی وي، يوې داسې باثباته راتلونکی ته رسېدای شي چې هلته د ټولو افغانانو حقونه او ازادۍ تضمین شوې وي.
Views: 6