کاناډا کې مېشتو افغانانو د ښځو نړیواله ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځله. دا نمانځغونډه، چې د کاناډا بشردوستانه نوښتونو ((CHI)) د ټولنې په کوربهتوب جوړه شوې وه، پر د ښځو د حقونو محدودیتونو، د زده کړو بندیز او د نړیوال ملاتړ اړتیا متمرکزه وه.
ویناوالو ټینګار وکړ، چې د ښځو د حقونو مبارزه باید دوامداره وي، ترڅو افغان میرمنې خپل اساسي حقوق ترلاسه کړي.
د ګډونوالو په وینا، د ښځو پر زده کړو بندیز نه یوازې د دوی راتلونکی محدودوي، بلکې د ټول افغانستان پرمختګ ته هم زیان رسوي. هغوی له نړیوالو بنسټونو او رسنیو وغوښتل، چې د افغان ښځو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی غږ نړیوالو ته ورسوي.
بشپړ راپور د وصال تلویزیون له یوتیوب چینل څخه وګورئ.
Views: 3