د کاناډا پلازمینې د اوټاوا په ښار کې مېشتو افغانانو د لوی اختر ورځ د خپلو کلتوري او دیني ارزښتونو په ښکاره کولو سره ونمانځله. په دې مراسمو کې لسګونه افغانانو له خپلو کورنیو سره یو ځای ګډون کړی وو.
ګډونوالو د خپلو کورنیو او دوستانو سره یوځای د مینې او خوشالۍ فضا رامنځته کړې وه.
د مراسمو په لمړیو کې د اختر مبارکیانې ورکړل شوي.
د دې مراسمو په یوه څنډه کې د افغاني دود له مخې د هګیو جنګولو دود هم ترسره شو.
د مراسمو په پای کې ګډونوالو، د کرکټ نړبوال جام د افغانستان څلورمه لوبه چې وېسټ انډیز سره ترسره شوه یو ځای ولیدله.
ګډونولو داسې ناستې د افغانانو د یوالی لپاره ګټورې وبللې او هیله یې وښوده چې داسې ورځې باید تل ولمانځل شي.
مسلمانان په یوه کال کې دوه اختره (کوچنۍ اختر او لوی اختر) لري چې درې ورځې یې لمانځي، په دې ورځو کې د یو بل کورونو ته ځي او خوښي کوي.
Views: 7