په اوټاوا ښار کې افغانانو د روژې د مبارکې میاشت په پار د نړۍ د مختلفو هېوادونو مسلمانانو ته د روژې په ۱۲مه (مارچ ۲۲) روژه ماتی برابر کړی و، چې د هغوی تر څنګ ګڼ شمېر افغانانو هم په کې ګډون کړی و.
په اوتاوا کې د افغانانو یو مخور مشر حاجي عبدالرحیم اقبال ځاځي، له افغانانو مننه وکړه چې د افغانانو ترمنځ یې د خپل هېواد د میلمه پالنې دود او له یو بل سره یې د مینې یادونه تازه کړل.
استاد نجیب الله محمدپور چې ډېر وخت په کاناډا کې اوسي، وویل: «زه نن ډېر خوښ یم چې زموږ افغانانو، د نړۍ نورو مسلمانانو ته روژه ماتی برابر کړی وو، دا د افغانانو فرهنګ او کلتور نورو خلکو ته ښیي او هیله لرم چې په راتلونکي کې دا برنامې ډېرې شي.»
په اوټاوا کې د افغانانو د جومات امام سامې محمد متولي له افغانانو مننه وکړه چې د نړۍ د نورو مسلمانانو سره یو ځای ديني مناسک لمانځي. متولي وویل په دغه ډول فعالیتونو سره مسلمانان سره نږدې کېږي او تر مینځ یې مینه زیاتېږي.
عزیز احمدزي له ټولو هغو دوستانو چې خواړه یې راوړي و او په دې روژه ماتي کې یې برخه اخستې وه، د زړه له کومي مننه وکړه او د الله جل جلاله له دربار څخه یې ورته د اجر او ثواب غوښتنه وکړه.
په پاې کې عزیز احمدزي له حاجي عبدالرحیم اقبال ځاځي څخه مننه وکړه چې تل یې د افغانانو د یووالي په لارکې څو لسیزې، نه ستړي کېدونکو هلي ځلي کړي، ډېر زیات خدمتونه یې کړي او په اوټاوا ښار کې یې د افغانانو د جومات سرپرستي کړې ده.
Views: 9