نړۍوالتوب (Globalization)مخ پر ودې هېوادونه له جدي ننګونو او هر اړخیزې بېثباتۍ سره مخ کړي دي؛ افغانستان د څلورنیمو لسیزو جګړو له امله په دې ډله کې له ډېرو اغېزمنېدونکو هېوادونو دی چې د سیاسي او اقتصادي بدلونونو له کبله یې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات د نړۍ په بل کونج کې نېغ په نېغه له کړکېچ سره مخ کېږي.
ښکاره او تازه بېلګه یې سپینې مانۍ ته د ټرمپ بیاورتګ دی چې د کابل پر سیاسي او اقتصادي فضا یې د سیاستوالو او عامو خلکو ترمنځ د سیاست او ډالر بحثونه پراخ کړي دي.
نړۍوالتوب نه یوازې سیاسي، امنیتي او اقتصادي پولې له منځه وړې، بلکې رواني، فرهنګي او ټولنیزې پولې یې هم ورانې کړې او لرې او نږدې ټولنې یې له پراخې ذهني ګډوډۍ او هر اړخیز یرغل سره مخ کړې دي.
خو اصلي پوښتنه دا ده چې د ګلوبلایزېشن په دغه پېر کې افغانستان څرنګه ثبات ته رسېدلی او یا له بېثباتۍ ځان یو څه ژغورلی شي؟ پر همدې موضوع مو د
Views: 8