افغانستان د طبیعي زیرمو له اړخه یو له بډایه هیوادونو څخه بلل کېږي. د ډېرو افغانانو په باور، که له دې شتو څخه سمه، شفافه او مسلکي ګټه پورته شي، دا هېواد کولی شي په څو کلونو کې د سیمې یو پرمختللی او شتمن هېواد شي.
د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) یوې ابتدایی څېړنې وښوده چې افغانستان شاوخوا ۳ ټریلیون ډالرو په ارزښت کانونه لري. ځینې نورې منابع بیا دا ارزښت تر ۲۵ ټریلیونه ډالرو پورته یادوي.
په اوسني وخت کې، د طالبانو تر مشرۍ لاندې واکمن حکومت د کانونو پر استخراج تمرکز ډېر کړی دی. دا تمرکز د یو شمېر کسانو له خوا د اقتصادي فرصت په سترګه لیدل کېږي، خو ډېر نور د کانونو د غیرفني، غیرمسلکي او غیرشفاف استخراج له امله اندېښمن دي، ځکه چې د تړونونو جزئیات تر ډېره د خلکو له لاسرسي پټ ساتل کېږي.
خو اصلي پوښتنه دا ده:
ایا کاني زیرمې افغانستان ته ثبات راوړي، که لا ډېرې سیاسي، ټولنیزې او امنیتي ستونزې؟ د سیمې او نړۍ تجربې موږ ته څه درس راکوي؟ او افغانستان څنګه کولای شي له دې بډایو شتو څخه د ملت په ګټه استفاده وکړي؟
په دې اړه مو د پرنسټن پوهنتون د نړۍوال امنیت د مطالعاتو برخې له استاد ارین شریفي سره چې د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې یې نده سره کړې ده، مرکه کړې چې پام مو ورته رااړوو.
Views: 3