بهرنی سیاست په نړۍوال سټېج کې د ملي منافعو تعقیبولو ته وايي؛ افغانستان له نړۍ سره د دولت په توګه له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې منظمې اړیکې لري چې په ځینو وختونو کې په موقت ډول پرې شوې خو بېرته په لویه کچه پراخې شوې دي.
افغانستان په تېرو څه باندې سلو کلونو کې شاوخوا نیمه پېړۍ له نړۍ سره باثباته بهرنۍ اړیکې درلودې، ان د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال یې داسې بهرنی سیاست لوبولی چې د سترو قدرتونو په ګاونډ کې یې د دغه غریب افغانستان ثبات ساتلی و.
سره له دې چې د افغانستان د جیوستراتیژیک او جیوپولټیک موقعیت ته ډېر څېړونکي د یوه داسې فکټور په توګه اشاره کوي چې ثبات یې له کړکېچ سره مخ کړی او د بهرني سیاست له اړخه په تېره څه باندې یوه پېړۍ کې د افغانستان بهرنی سیاست دومره ډېر متزلزل او سل سل درجې یوه او بل اړخ ته اوښتی چې د ټول افغانستان سیاسي ټیکاو یې لړزولی دی.
یو مهال د افغانستان بهرني سیاست د انګرېزانو، بیا د روسانو او په وروستیو شلو کلونو کې د امریکا او لوېدیځ په سیاسي لیدلورو کې ترسیم شوی و خو اصلي پوښتنه داده چې ولې په افغانستان کې بهرنی سیاست دومره ډېر بدل را بدل شوی او یا یې ثبات نه دی درلودلی؟ دغو سیاستونو څومره د افغانستان سیاسي ثبات ته صدمه رسولې؟
له استاد ډاکټر محمدعثمان روستار ترهکي سره مو پر همدې موضوع بحث کړی چې پام مو ورته راړوو.
Views: 6