چین د نړۍ دویم اقتصادي ځواک دی چې نن سبا یې د ټولې نړۍ پام د اقتصادي تولیداتو له اړخه ور خپل کړی او د نړۍ پر بازارونو د ولکې ټینګولو په حال دی. دغه ستر زبرځواک د افغانستان په ګاونډ کې پروت دی او ډېر له دې کبله هم د افغانستان جیوپولټیک موقعیت د پام وړ ګڼي.
د افغانستان او چین اړیکې د احمدشاه بابا د واکمنۍ مهال ته ورګرځي، خو دغه هېواد هیڅکله له کابل سره منظمې سیاسي اړیکې نه دي پاللې، بلکې تر ډېره یې تاکتیکي بڼه درلودلې ده.
چین ته اوس په نړۍواله کچه د پانګونې او ټکنالوجیکي صنعت د ودې له اړخه ډېره لېوالتیا موجوده ده او ډېری هېوادونه په خپلو بهرنيو سیاستونو کې له بیجینګ سره اړیکو ته خاص ځای ورکوي.
امریکا او لوېدیځ متحدین یې د چین د بېساري نړۍوالې ودې د کنټرول پر ډیزاین بوخت دي او په زیاتېدونکي ډول یې په ختیځه اسیا کې ښکېل کېدل زیات کړي دي.
شل کاله مخکې چین پر افغانستان د امریکا یرغل ته د امنیت په شورا کې ممتنع رایه ورکړه او د ناټو لپاره یې د برید لاره پرانیسته، خو پر کابل واکمن شل کلن جمهوریت کې یې محتاطي سیاسي اړیکې پاللې او د امریکا، اروپا او هند په پرتله یې مرستې پر نشت حساب وې، خو د جمهوریت په سقوط سره میدان چین ته ورپاتې شو او په پراخه کچه یې له کابل سره راکړه ورکړه پیل کړه چې اقتصادي پروژې یې منځپانګه جوړوي.
پر دې موضوع د بحث لپاره مو نن پروفیسر عبیدالله برهاني میلمه دی؛ برهانی تازه د افغانستان او چین پر اوسنیو اړیکو یوه مقاله لیکلې او دا پوښتنه یې راپورته کړې چې د کابل او بیجینګ ترمنځ اړیکې د ثبات د پیاوړي کېدو او که د جیوپولټیکو اندېښنو د ژورېدو په معنا دی؟
Views: 4