په دې خپرونه کې د افغان محمد خان کیسه درسره شریکوو؛ هغه افغان چې شاوخوا ۱۶۵ کاله وړاندې، د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال، د اتحادیې د پوځ په لیکو کې د امریکایي ځواکونو تر څنګ وجنګېد او د متحدو ایالتونو په ټینګښت کې یې ونډه واخیسته.
دا خپرونه د هغه د ژوند مهم پړاوونه رانغاړي، له افغانستان څخه تر امریکا پورې د هغه د سفر کیسه بیانوي او ښيي چې هغه څنګه د اتحادیې په پوځ کې شامل شو.
په خپرونه کې د محمد خان پوځي خدمت، د جګړو تجربې، د ټپي کېدو کیسې او هغه ستونزې څېړل شوي چې د نژادي توپیر او تعصب له امله ورسره مخ شوی و.
همدارنګه د امریکا د ملي ارشیف د مستندو اسنادو پر بنسټ د هغه د ۲۰۰ مخیزې تقاعد دوسیې په اړه معلومات هم وړاندې کېږي چې د هغه د ژوند او خدمت تر ټولو کره او بشپړ ریکارډ بلل کېږي.
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!
#افغان_سرتېری #امریکا_کورنۍ_جګړه #افغان_تاریخ #سرباز_افغان #جنگ_داخلی_آمریکا #تاریخ_افغان
Views: 2