د امریکا د متحده ايالاتو د پنسلوانیا یالت په ایري سیمه کې د لومړي ځل لپاره د افغانانو ټولنیز دفتر پرانیستل شو.
د افغانانو د ټولنیز دفتر مشر سعید الله تره کي وصال ټلوېزیون ته وویل، چې په دې مراسمو کې د ایري ښاروال، د پولیسو مشر، مختلفو ارګانونو او په ایري ښار کې د مېشتو ټولنو استازو ګډون درلود.
هغه زیاته کړه، د دغه دفتر پرانیست غونډې ته وویل چې موخه یې یوازې په ایري ښار کې مېشتو افغانانو ته د خدمتونو وړاندې کول دي.
تره کی وایي: “دلته مېشت ډېری افغانان له انګلیسي ژبې او د امریکا متحده ایالاتو له کلتور سره بلدتیا نه لري. زموږ هڅه به دا وي چې افغانانو ته په مختلفو برخو کې فرصتونه ایجاد کړو. “
نوموړي د بېلګې په توګه وویل، چې افغان مېرمنو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه او د کار زمینه مساعدول تر څو د خپلو کورنیو په اقتصاد کې فعاله ونډه واخلي.
هغه وایي، د پنسلوانیا په ایري ښار کې مېشتو افغانانو ته د کوچنیو تجارتونو زمینه مساعدول یې اصلي او اساسي هدف دی؛ تر څو دوی دلته پر خپلو کورنیو سربېره په افغانستان کې له خپلوانو او دوستانو سره په اقتصادې برخه کې مرسته وشي.
ده زیاته کړه، د افغانستان کلتور، مېلمه پالنه او خواړه نندارې ته وړاندې کول یې بله موخه ده.
د افغانانو د ټولنیز دفتر مشر سعید الله تره کي وویل، په ایري کې له مېشتو افغانانو سره په حقوقي برخو کې مرسته کوي تر څو هغه افغانان چې د افغانستان د حکومت تر سقوط وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شوي، په قانونې بڼه خپل استاد تکمیل کړي.
د هغه په وینا، دغه راز دوی هڅه کوي، چې په ایري ښار مېشت افغان ځوانانو ته په مختلفو کالجونو او پوهنتونو کې سکالرشیپونه برابر کړي.
تره کی وایي چې د دې دفتر دپرانستې مراسمو کې راغلیو ځایي چارواکو دوی ته په هره برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.
Views: 10