د نږدې نیمې پېړۍ له تېرېدو وروسته هم مهاجرت او ورسره تړلي کړاوونه د افغانانو د ژوند برخه جوړوي؛ په وروستیو درېیو کلونو کې له هېواده تازه شاوخوا دوه میلیونه نور افغانان کډوال شول، خو پاکستان او ایران همدومره نور په تېر یونیم کال کې په زور بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل.
د افغانانو د کډوالۍ او جبري ستنولو مسئله بیا توده شوې او تازه پاکستان هلته له لسیزو راهیسې د مېشتو شاوخوا درې میلیونه افغانانو د جبري ایستلو عملیات پیل کړي دي.
له یادو ایستل کېدونکو کډوالو سره نه یوازې په افغانستان کې د خپل راتلونکي په اړه اندېښنې دي، بلکې په پاکستان کې یې بیا ټوله پانګونه له تالا کېدو سره مخ ده.
د غیر رسمي ارقامو له مخې، په پاکستان کې افغانان د شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه او کاروبار لري چې برخلیک یې نامعلوم دی.
نننۍ خپرونه کې مو په پېښور کې له پخواني افغان ډیپلومات او د کډوالو چارو له مسوول عبدالحمید جلیلي سره په پاکستان کې د افغانانو د پانګې د څرنګوالي، د هغوی د راتلونکي، د ملګرو ملتونو له خوا د مرستو درېدو، په افغانستان کې د دغو ستنېدونکو کډوالو له امله د رامنځته کېدونکې ټولنیزې او اقتصادي بېثباتۍ او تړلو نورو موضوعاتو په اړه بحث کړی چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 0