دا ځل د وصال ټلویزیون د کاروباري خپرونې تمرکز، په کاناډا کې د افغانستان، ایران او تاجکستان د خلکو په ګډه همکارۍ جوړ شوي “باتو” فرهنګي او هنري نندارتون ته ځانګړی شوی، چې په کې د کوچنيو سوداګریو او نوو کاروبارونو وده او ګډون نندارې ته وړاندې شوې ده.
په دغه نندارتون کې دودیز لباسونه، خوراکي توکي، غلې، لاسي ګاڼې، هنري تولیدات او ګڼ نور رنګین محصولات د لیدونکو او پېرودونکو لپاره نندارې ته وړاندې شوي وو.
د وصال ټلویزیون خبریاله شیرینه محمدي د نندارتون صحنې له نږدې پوښلې دي، له ګڼو کاروباري ګډونوالو سرهیې مرکې کړي او د بازار فضاء، د پېر او پلور وضعیت، او د خلکو تود هرکلییې مستند کړی دی.
د باتو نندارتون د روانې اګست میاشتې په ۱۵، ۱۶ او ۱۷مه نېټه د کاناډا د ریچمونډ هیل په ښار کې ترسره شو، چې موخهیې د فرهنګي همکارۍ، هنري تبادلې، او اقتصادي اړیکو پراختیا وه.
بشپړه خپرونه کولای شئ د وصال ټلویزیون له یوتیوب چینل څخه وګورئ.
Views: 5