د کاناډا په اوتاوا ښار کې یو شمېر مېشتو افغانانو د کاناډا فدرالي دولت د پارلمان له غړي یاسر نقوي سره لیدلي او دغه هېواد ته د تازه راغلو افغانانو د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
دغه افغانان چې شمېر یې شاوخوا څلوېښتو کسانو ته رسېده، تازه راغلو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو او افغانستان کې د ښځو زده کړو، کار او د دغه هېواد اقتصادي وضعیت او کاناډا ته د پاتې افغانانو د راغوښتلو پروسې چټکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د کاناډا فدرالي دولت د پارلمان له غړي سره خبرې کړې دي.
د افغانانو په استازیتوب ډاکټر ابراهیم شینواري او شبنم صالحي خبرې وکړې او د نوو راغلو افغانانو د ستونزو او افغانستان کې د ښځو زدهکړو او کار او اقتصادي بحران په اړه یي معلومات وړاندې کړل.
ابراهیم شینواري په دغه لیدنه کې نوو راغلو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو او کاناډا ته د پاتې افغانانو د را غوښتلو پروسې چټکولو غوښتنه وکړه.
شینواري وویل چې د کاناډا دولت دې د تعلیم، روغتیا، له ښځو ملاتړ او بېړنیو مرستو رسولو په برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.
دغه راز شبنم صالحي د کاناډا له حکومته وغوښتل چې افغانستان پر حاکم نظام دې معقول فشار راوړي څو د افغانانو مشروع غوښتنو ته غاړه کېږدي.
صالحي زیاته کړه: «د کاناډا له حکومته هیله کوو چې په ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو فورمونو کې د افغان ولس پر ګټه او د اوسنیو انحصارګرو، پخوانیو جګړه مارو او مفسدینو غندنه وکړي او اوسني مسوولین خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړي څو د خلکو اساسي حقوق او ازادۍ ورکړي او په نظام او لویو پرېکړو کې د ملت ونډه په یو ډول یقیني کړي.»
د کاناډا فدرالي دولت د پارلمان غړي یاسر نقوي په دغه لیدنه کې وویل، خوښ دی چې نن له افغانانو سره په ازادانه توګه خبري کوي او د افغانانو ستونزې له نږدي اوري.
هغه وویل: «زه پوهېږم چې افغانان ډېر مشکلات لري او باید دا مشکلات په ګډه حل کړو او نوي فرصتونه له یو بل سره شرېک کړو.»
یاسر وویل چې د کاناډا حکومت روغتیا، ښوونې او ټولنیزو برخو ته خپله پاملرنه ډېروي او یادو درېیو برخو ته به لومړیتوب ورکوي.
نوموړي وویل: «افغانستان او افغانان دا مهال په ډېر بد وضعیت کې دي اما زه هیله لرم چې دا وضعیت به ښه شي.»
نقوي زیاته کړه، په کاناډا کې مېشت افغانان باید له خپلو تجربو کار واخلي، زیار وباسي تر څو ښه راتلونکی ولري.
نقوي وویل، هغه خلک چې په کاناډا کې اوسېږي، هغه که د هر هېواد وي، کاناډا د دوی کور دی او دلته ټول برابر حقوق لري. نقوي وویل د کاناډا حکومت هڅه کوي چې په دغه هېواد کې ۴۰ زره افغانانو ځای ورکړي.
Views: 19