د وصال ټلوېزیون د خپرونو په لړ کې دا ځل په ټورنټو ښار کې د افغانانو هدیرې ته ورغلي یوو .یاده خپرونه له وطن لرې د مهاجرت ستونزو، د پردیسۍ په خاوره کې د عزیزانو د ښخېدو، او له دې سره تړلو شرعي او عملي مسایلو ته ځانګړې شوې ده.
په دې خپرونه کې د پیوستون ټولنې منشي قاري عبدالرحمن نظري، زموږ مېلمه دی. له نوموړي مو د قبرونو د اخیستو شرایط، د جنازې او دفن ترتیبونه، د نویو راغلو کډوالو د مړینې ستونزې او د کاناډا د جنازې او ښخولو د قوانینو او رواجونو په اړه تفصیلي معلومات ترلاسه کړي دي.
دا خپرونه په ټوله کې د کاناډا په مهاجره ټولنه کې د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره جوړه شوې ده.
Views: 3