د افغانستان د تاریخ ټولنې اتم علمي سیمینار د «ولې فدرالیزم د افغانستان د ستونزو حل نه دی؟» تر سرلیک لاندې د ناهید علومي په کوربهتوب ترسره شو.
په دې سیمینار کې چې د پروفیسور ډاکټر زمان ستانېزي لخوا وړاندې شو، د فدرالیزم ټول اړخونه د افغانستان له شرایطو سره په تړاو وڅېړل او ورباندې هر اړخیز بحث وشو.
د افغانستان د تاریخ ټولنه، چې د ډاکټر نور احمد خالدي تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، د هیواد د تاریخ او بشري علومو په برخه کې د څېړنې او خپرونې یو مراجع بلل کېږي. دا ډول علمي سیمینارونه د نظریاتو د تبادلې او تخصصي پوهې د خپرولو لپاره جوړوي.
Views: 3