(د ګیله من وزیر شهادت: د افغان یووالي انګیزه( په نوم علمي سیمینار د بهرمیشتو هیوادوالو له خوا د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر۲۸ مه د شنبې ورځ د زوم له لارې دایر شو.د دې سیمینار هدفونه په لاندې ډول وو:
- د پښتنو افغانانو د تېر، اوسني او راتلونکي حالت څېړنه، د ستونزو علتونه او حل لارې مشخصول
- د پښتون ژغورنې غورځنګ راتلونکي قومي عدالت غونډې ته د وړاندیزونو برابرول
- د پښتنو په حق غوښتونکو هڅو کې تحرک رامنځ ته کول.
سیمینار د میرویس محمد عابد هاشمي له خوا د عظیم الشان قرآن کریم د څو ایتونو په تلاوت پیل شو، چې ورپسې په کاناډا کې پخوانۍ افغان سفیرې او د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخیل ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه.
غونډه چې موضوعات یې د مفاهیمو د تسلسل له مخې ترتیب شوي وو، د ولسي جرګې د بلې محترمې پخوانۍ غړې صفیه صدیقي له خوا پر مخ وړل کېده
د سیمینار لومړی ویناوال استاد شهسوار سنګروال وو چې (د افغانانو د بیلتون تاریخي شالید) تر عنوان لاندې یې په دې مسایلو رڼا واچوله:
له لوی افغانستان د کوزې پښتونخوا په بیلتون کې د انگلیس او روس دوه اړخیز فشار او پرمخ تلونکي سیاستونه، د فارس او پنجاب بې مروتي، د افغان امیرانو او ورونو اختلافات او ځان غوښتنې، له فرصتونو سمه استفاده نه کول، د افغان مشرانو او انګلیسانو تر منځ بېلابېل تړونونه، د افغانستان او سیمې په باب د روسانو او انګریزانو خپل منځي تړونونه، د ایران او پنجاب سره د انګریزانو تړونونه، چې زیاترو د افغانانو خاورې او حاکمیته په یو ډول زیان اړولی دی. او له ټولو تړونونو سره سره د ولس د مبارزو دوام او له خپل کوره د یرغلکرو شړل، او په لویو جرګو کې د افغانانو له خوا د دغو تړونونو ردول.
ډاکتر سیدعالم محسود د سیمینار دوهم ویناوال وو چې د پیښور سقوط یې د پښتون وژنې پیل او د ګیله من وزیر پورې شهیدانو شهادتونه یې د هغې کرغړنې پېښې تسلسل وګڼل. ډاکتر محسود د پېښور له لاسه تللو راهیسې د پاکستان تر جوړېدو، بیا تر ۱۳۵۷ کال پورې، تر هغه وروسته د زبرځواکونو د جګړو تر منځ د افغان خاورې واقع کېدلو، د تروریزم سره د تش په نامه جګړې په جریان کې او اوس مهال د پښتنو په سیستماتیکه نسل وژنه رڼا واچوله. نوموړي دا هم روښانه کړه، چې افغانانو تل جګړې ګتلې او مذاکرې یې بایللې دي. ده وویل چې موږ د پښتنو پر خلاف د تشدد پېښې نه دي مستندې کړي او خپله دعوه مو د نړیوالو غوږونو ته پوره نه رسولې، چې باید دا کار وکړو.
درېیم ویناودل د هیواد لوی او فاضل عالم پوهنوال ډاکتر محمد عثمان تره کی وو چې د دیورند د داعیې په اړه د نوي سیاسي بحث عمومي چوکات یې په ډېر ښه ډول وړاندې کړ. ډاکتر تره کي د موضوع په دې مهمو جزییاتو تمرکز وکړ:
د شل کلن امریکایی اشغال یا حضور په موده کې د ډیورند کرښې په اړه د نړیوال نظامي ائتلاف دریځ څنګه ارزولي شو؟، په واکمني کې د طالبانو په راتګ سره د ډیورند داعیه له کومو ستونزو سره مخ ده؟ څنګه د ډیورند کرښې حذف د تروریزم او بنسټ پالنې سره په تړاو مطرح کولی شو؟ له کومې لارې ډیورند داعیه د سیمې او تر سیمې د باندې هیوادونو په ژیوپولتیکې ساجندأ کې شاملیداي شي؟
څلورم ویناوال ډاکتر محمد ابراهیم شینواری وو چې خپلې خبرې یې د (بېل شوي هیوادونه او محکوم قومونه څنګه یوځای کیږي؟) تر عنوان لاندې وړاندې کړه.
نوموړي پخپلو خبرو کې د لر او بر افغانانو – پښتنو پر مشترکاتو ټینګار وکړ او ویې ویل چې پښتانه د نړۍ یو تر ټولو متجانس ملت دی او ډېر زیات مشترکات لري، ځکه: له امو تر مارګلې په واحده او سره تړلې جغرافیه کې اوسیږي، مشترک تاریخ لري، یو دین او یو مذهب لري. ټول په یوه ـ خوږه پښتو ژبه خبرې کوي، شریک کلتور او د پښتونولۍ کوډ لري او پالي او د خپلولۍ او ورورۍ په مزو ټینګ سره تړلي دي. ډاکتر شینواری د نړۍ په نورو هیوادونو کې د بیلو شوو خاورو او قومونو بېلګې وړاندې کړې او تشریح یې کړه چې کوم بیل شوي قومونه بېرته له کومو لارو یو ځای شوي او کوم لا تر اوسه بېل پاتې دي. او د لوی افغانستان او ټولو پښتنو د یووالي لپاره یې مفصلې سوله ایزې لارې چارې، د مجبوریت په صورت کې محتملې نظامي لارې چارې او ګډې لارې چارې بیان کړې.
نوموړي د نورو ملتونو او هیوادونو د دغه شان بریالیو تجربو او د افغانستان او سیمې شرایطو ته په کتو د پښتون قامي عدالت راتلونکې غوندې او پښتون ژغورنې غورځنګ ته مشخص او مشرح وړاندیزونه وکړل.
پنځمه موضوع (د شهيد ګيله من د مبارزې کلتوري اړخونه او ځوان نسل ته يې يو څو پيغامونه) تر عنوان لاندې وه چې محترم لیکوال ډاکتر زرین انځور وړاندې کړه. د محترم انځور په وینا کې لاندې مهم جزییات ګدون والو ته بیان شول:
د ګیله من وزیر کلتوري او ادبي فعالیتونه د ده په ژوند څنګه د ځوان نسل د بېدارۍ سبب شول؟ اوس د ده له شعرونو او ترانو څنګه د ځوان نسل په بیدارۍ او انسجام کې استفاده وشي؟ او د ده د ویناوو، شعرونو او کلتوري فعالیتونو له سازمان ورکولو څخه ځوانان څه زده کولی شي؟
شپږمه موضوع (د ګیله من له شهادت څخه افغان ولس ته د روښانه لید لوري او انګیزې جوړول: تګلارې او ګامونه) تر عنوان لاندې وه چې وړاندې کوونکی یې ښاغلی ایمل خان خټک وو، چې د وینا مهم جزییات یې دا وو:
په تاریخ کې دا ډول شهادتونه څنګه د انګیزې د ایجاد او د ملي او سیاسي حرکتونو د تقویې او بري سبب شوي دي؟ کوم ګامونه واخیستل شي چې د ګیله من شهادت د پښتون ژغورنې غورځنګ او ټول افغان ملت لپاره د انګیزې، تحرک او انسجام د پیاوړتیا سبب شي، او دا ستر کاروان د بري پر لاره برابر کړي؟ رسنیز فعالیتونه څنګه د انګیزې د خپرولو لپاره توحید، منسجم او پر یو لوري برابر شي؟ او بهرمیشتي پښتانه ـ افغانان پدې کوم مسؤولیتونه لري؟
اوومه موضوع د (لوی متحد افغانستان: د افغانانو د ستونزو یوازنۍ لار) تر عنوان وه چې وړاندې کوونکی یې محترم ډاکتر تاج الدین ملت مل و، چې په وینا کې یې په لاندې مهمو جزییاتو بحث وشو:
د لوی افغانستان ایډیال او د پښتنو اوسنی حالت. پښتانه چې د استعمار له زمانې او زبرځواکونو د جیوپولیتیکو اجنداوو د تاریخي جبر له مخې له خپل لوی کوره بېل شوي دي، اوس څه وکړي؟ ۱). په پاکستان کې د پښتونخوا ولایتي/ فډرالي حقوق وغواړي؟ ۲). مستقل پښتونستان وغواړي؟ او که ۳). له لوی افغانستان سره د یو کېدو مبارزه بریالیتوب ته ورسوي؟ ډاکتر ملت مل د هر بدیل مثبت ټکي او پر مخ یې پراته خنډونه او تهدیدونه وڅیړل. همدا راز ممکن فرصتونه او ننګونې یې هم تشریح کړې. په پآی کې یې دا نتیجه وړاندې کړه چې د حل اصلي او کلیدي لار د لوی افغانستان بېرته د یو کېدلو ستر هدف ته رسېدل دي.
د سیمینار په پای کې دانش کړوخیل له ګډون کوونکو مننه وکړه او د راتلونکو ګامونو په باب یې وویل چې د سیمینار د تدارک کمېټه به د سیمینار وړاندیزونه په منظم ډول راټول او ترتیب کړي، او پښتون قامي عدالت جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ ته به یې وړاندې کړي. ښاغلي کړوخېل دا هم زیاته کړه چې دغسې علمي او تحلیلي ـ مشورتي غونډې به دوام وکړي او د پښتنو ـ افغانانو او افغانستان په ستراتیژیکو مسلو په باب به د نظر له خاوندانو او ټولنیزو ـ سیاسي فعالانو سره ګډ کار ته دوام ورکړل شي. دانش له ټولو ګډون والو وغوښتل چې خپل وړاندیزونه او سپارښتنې له تنظیمونکي ټیم سره شریکې کړي، چې په نهایي متن کې شاملې شي.
غونډه د میرویس محمد عابد هاشمي له خوا د دعا په کولو پای ته ورسېده.
وړاندیزونه او سپارښتنې:
د پښتنو قامي عدالت جرګې ته وړاندیز :
پښتانه باید پدې جرګه کې ښکاره اعلان وکړي چې لر او بر پښتانه/ افغانان یو دي او وطن یې له آمو تر مارګلې لوی متحد افغانستان دی. دا لوی وطن د لویو قدرتونو د ظلم او ګاونډیانو د بې مروتۍ له امله بیل شوی دی، خو پښتون افغان قام هېڅکله د خپلې خاورې، وطن او ملت د یووالي له داعیې نه دی شوی او نه تېریږ ي او د سوله ایزو او قانوني لارو د دغه هدف لپاره مبارزه کوي.
که په پاکستان کې له پښتنو سره روان ظلم نه ودریږي، پښتانه به د نورو لارو په باب فکر کولو ته مجبور کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ته څو وړاندیزونه
موږ ډاډه یوو چې غورځنګ به منظم پلان او ستراتیژي لري، خو څو لنډ وړاندیزونه ورته د لا تاکید لپاره وړاندې کوو چې په پنځه و ګروپونو ویشل شوي دي:
-په پښتنو کې رامنځ ته شوی احساس په ژور فکر او داعیه بدل او واقعبینانه هدفونه ورته مشخص شي.
-د پښتون ژغورنې غورځنګ تشکل او تنظیم ټینګ شي.
-غورځنګ د ټول ملت د رهبرۍ د سر لاري په توګه دوامدارې او ستراتیژیکې مبارزې ته دوام ورکړي.
-له لوی کور افغانستان سره اړیکي او همغږۍ ټینګې شي.
د مبارزې تر وروستۍ نتیجې یعنې خپلواکۍ او یووال ي ثبات او صبر وکړي او مناسبو فرصتونو څخه معقوله استفاده وکړي.
لومړی. داعیه، روایت او هدفونه:
د متحد افغانستان داعیه او روایت : دا چې د پاکستان لویه برخه د افغانستان د طبیعي جغرافیې پر یوه مهمه برخه جوړ شوی دی، د پښتون ژغورنې غورځنګ او ټول پښتانه افغانان دې د متحد افغانستان داعیه نه هېروي او په نسلونو کې دې له (امو تر مارګلې) پورې د لوی افغانستان د جوړیدو انګېزه او داعیه ژوندۍ وساتي.
هدفونه: د داعیې د لاس ته راوړلو لپاره باید لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله هدفونه وټاکل شي، چې د واقعیتونو په رڼا کې په منظم ډول دغو هدفونو ته ورورسېږو.
د یووالي روحیه او دمبارزې انګېز ه: د لر او بر افغان د ګډ تاریخ، خاورې، قوم، ژبې او دین د پنځه بنسټونو له مخې دې د یووالي روحیه تل لوړه او ژوندۍ وساتي . لر او بر – یو افغان(، )له امو تر مارګلې – د افغان قام قبیلې ( شعارونه باید باید تاوده وساتل شي. د دې برعکس )له کابله تر اټکه( یا )له کندهاره تر اټکه(، او حتی )له امو تر اباسینه – یوه خاوره یوه وینه(، زموږ د ټولې تاریخي خاورې د متحدولو منعکسونکي نه دي.
د انګیزې او روایت جوړولو، پیاوړې کولو او ساتلو لپاره د ګډ تاریخ څیړل، متبارز کول، نوي نسل ته رسول، او تبلیغول هم مهم دي. تر ټولو مخکې باید د علمي میتود له مخې د پښتنو د مظلومیت او محکومیت په باب کافي شواهد راټول شي، مستند شي، او ټولو ملي او نړیوالو ادارو، او مهمو اشخاصو ته ورسول شي . c . د پښتنو / افغانانو ملي اتلان، مبارزین، مشران، عالمان او پوهان یاد وساتل شي، او د زده کړې لپاره ځوان نسل ته معرفي شي.
د پښتو ن/ افغان فرهنګ، رواجونو او مثبتو عنعنو پر پیژندلو، خپرولو او ځوان نسل په خبرولو هم تمرکز وشي.
ترانې، فلکلور او ادب ته وده ورکړل شي، او د سیاسي مبارزې د ممدې وسیلې په توګه ترې هم کار واخیستل شي .
پښتو ژبه ساتل : د لرو او برو افغانانو د یووالي تر ټوله پیاوړې وسیله پښتو ژبه ده. د دې ژبې ویلو، لیکلو او په تعلیم، کار، لوړو زده کړو، ادارو او عامه چارو کې یې د کارولو او په خپله ژبه د زده کړو او کار د حقو ق و غوښتل باید د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه اساسي اجندا وي. په تعلیمي نصاب او رسنیو کې د پښتو ژبې د کارولو د پراختیا لپاره دې جدي مبارزه دوام وکړي. پښتو ژبه د پښتون افغان ملت د اتحاد د سریښو حیثیت لر ي.
د خیبر پښتونخوا ولایت نوم: د خیبر پښتونخوا نوم دې افغانیه او یا یوازې پښتونخو ا شي. دا نوم پنجاب ځکه اوږد کړی دی چې مخفف یې (کی پی کی) ووایي او د پښتونخوا کلیمه ترې پټه او ورکه کړي.
تجارت او اړیکي:
د لر و بر پښتنو تر منځ عنعنوي تجارتي اړیکي ټینګول، د ترانزیټ او کرښې یو او بل خوا سوداګرۍ کې سرحدي پښتنو ته ځانګړی حق او سهم ورکول، همداراز د خلکو تر منځ د راشه درشې او تګ راتګ فرصتونه برابرول باید زموږ د دوامدارو هڅو یو لوری وي.
د ظلم، حق تلفۍ او تشدد مستند کول: د پاکستان د ظلم، حق تلفۍ او قانون شکنۍ د قضیو مستند کولو ته دې یو سیستم جوړ شي. د ظلم او حق تلفۍ ټولې پخوانۍ او نوې قضیې راټولې، تنظیم او مستندې او مربوطو نړیوالو او ملي بنسټونو او اغیزناکو اشخاصو ته ورسول شي. د هغوی پر بنسټ دې د پالیسیو د بدلون او سمون لپاره آډوکسي وشي.
د شهیدانو آرمان ته وفاداري او د هغه پالل:
د بشریت په تاریخ کې ډېر ستر تغیرات د شهادتونو په تعقیب منځ ته راغلي دي. پښتانه باید د شهید ګیله من وزیر او نورو شهیدانو د ارمان د ژوندي ساتلو لپاره هر کال یوه ورځ یا یوه اونۍ د شهید ور ځ یا اونۍ په نوم وټاکي او منظم او اغیزناک پروګرامونه په کې تطبیق کړي چې د شهداو حق اداء او نوي نسل ته انګیزه او جذبه ورکړل شي. همدا راز باید د شهداوو د کورنیو د ملاتړ په خاطر یو مالي صندوق جوړ شي، چې د هغوی د کورنیو پالنه او د ماشومانو د تعلیم برخو ته ټینګه او مسؤولانه توجه وشي. پدې برخه کې بهرمیشتي افغانان ځانګړی مسؤولیت لري چې د دې نوښت انسجام او دوام مدیریت کړي او د خپلو کړنو کلنی راپور ملت ته وړاندې کړي.
دویم. د تنظیم، انسجام او روزنې تقویه کول:
د پښتون ژغورنې غورځنګ دې د خپل تنظیم انسجام ټینګ کړي او د مبارزې اوږدمهال ستراتیژی جوړه کړي.
د رهبرۍ او مدیریت یو کاري سیستم دې جوړ شي، چې هر کار د ستراتیژیک پلان، پالیسیو او ستراتیژیو په چوکاټ کې تر سره شي.
د کادرونو او ځوانو رهبرانو په روزلو باید کار وشي، د میراثي مشرتابه رواج دې پر ولسي مشرتابه بد ل شي،خو په یوه تحریک کې دې د همزمانه څو سرونو د موجودیت او د مشرۍ لپاره د داخلي رقابت مخنیوي ته متوجه اوسي.
د غورځنک د واک د انحصار او د واک پر سر د داخلي سیالۍ د مخنیوي لپاره دې د کار داسې تقسیمات وکړي چې منظور پښتون دې هیڅکله د حکومتي چوکۍ غوښتنه نه کوي، او که یې د غورځنګ داعیه نه کمزورې کوله، او په راتلونکي کې دولتي لوړ فرصتونه برابریدل، نور ملګري دې ورته اماده او معرفي کړي.
پښتون ژغورنې غورځنګ دې د ملي ګرا او اسلام ګرا، پخوانیو او نوو ګوندونو له پام کې نېولو پرته د لر و بر له ټولو سیاسي او مدني قوتونو، ګوندونو او اغیزناکو ټولنو او شخصیتونو سره د هماهنګۍ او همکارۍ میکانیزمونه جوړ ا عملي کړي.
د پښتنو پر سیمه د ملا او ملک د اتحاد له لارې دې د دیرې او جومات یووالی خپل شعار کړي، تر څو ټول قام پر ملي داعیه چې د اسلامي حق غوښتنې سره په تطابق کې عمل دی، تقویه کړي. که په ښکاره اسلام ګرا او ملي ګرا ډلې خپل شعار ساتي، په عمل کې دې د جومات او دېرې تر منځ لومړی ټینګ تفاهم او په تدریج سره اتحاد ته لاره جوړ ه شي. د پښتنو د هر قوم د خپلو روایاتو سره د مطرحو دیني او قومي مشرانو سره ځانګړې اړیکي به د پښتون ژغورنې غورځنګ د بریالیتو ب کېلي وي. د جومات او دیرې اتحاد هغه دوه سره توره ده چې انګریز یې دا یو سر له پښتنو اخیستې او پنجاب ته ورکړې و، چې اوس د پنجاب له لاسه لویدلی، او بېرته باید پښتانه خپل امانت په خپل لاس کې واخلي.
پښتون ژغورنې غورځنګ دې د لر و بر افغان له ټولو سیاسي ډلو او مطرح شخصیتونو سره اړیکي وپالي. که د ځینو له خوا مثبت ځواب موجود هم نه وو. غورځنګ دې دغه جاده په یو اړخیز ډول خلاصه وساتي. د پیغور او توهین سیاست له غورځنګ او د هغه له فقیرمزاجه مشر سره ښه نه ښکاري او تر اوسه ترې محفوظ پاتې شوي دي، باید داسې سپیڅلی پاتې شي.
درېیم. د حق غوښتلو مبارزې ته دوام ورکول:لوی هدف ته تر رسېدو پورې باید د پښتنو او بلوڅو د داخلي خودمختارۍ او رښتنیي فډرالي نظام غوښتنې ته کلک پام وشي.
پر خپلو منابعو د خپل واک غوښتلو داعیه باید تل ژوندۍ وساتل شي . نور باید اجازه ورنکړل شي، چې د پښتنو منابع او وسایل د غاصب پنجابي استبلشمنټ له خوا وتروړل شي.
د پښتنو په سیمه د نیابتي او پروژه یي جنګونو د مخنیوي مبارزه دې جاري وساتل شي.
د ملګرو ملتونو د منشور او د مدني او سیاسي حقوقو د نړیوال تړون له مخې دې د متحد افغانستان او د پښتنو د خودارادیت د حق داعیه په ټولو مربوطو بنسټونو او نړیوالو محکمو کې ثبت او تعقیب شي.
ملګرو ملتونو، د بشري حقوقو د څار او ملاتړ ادارو، انسان دوسته بنسټونو او شخصیتونو ته دې بیا بیا د پښتنو د ژون د، حقوقو، ازادۍ او منابعو د تحفظ غوښتنې وشي او په کلکه دې ورسره تعقیب شي.
لر و بر افغانان دې په سیمه او نړۍ کې د پراخ ملاتړ او اتحادونو لارې چارې ولټوي.
د تبلیغاتو او خپرونو یوه جامع ستراتیژي دې جوړه او عملي شي.
چاپي او الکترونیکي نشراتو، فرهنګي اثارو او د خپلو مبارزو د ستونزو، بریاوو او قربانیو تاریخ لیکلو ته دې هم په منظم شکل توجه وشي.
مطبوعاتي کنفرانسونه، ګردي میزونه، په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه، خپرونې او نور بدیلونه باید وکارول شي.
د پښتنو د تعلیم، فرهنګ او نړیوالې پیژندنې لپاره باید پروګرامونه جوړ او پلي شي. )خدایي خدمتګار نهضت په لومړیو کې( پدې برخه کې لوی کار کړی دی. د ماسټر عبدالکریم، سید راحت شاه زاخیلي، قاضي عاءالله خان، غني خان، اجمل خټک، فضل رحیم ساقي، عبدالاکبرخان اکبر او نورو سترو عالمانو په شان هستۍ د همدغه غورځنګ د هڅو محصول وو . د دغه ډول علمي او فرهنګي حرکت بیا پیل او دوام باید د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په لا زیات قوت روان واوسي.
نړیوال او ملي فرهنګي مناسبتونه ولمانځل شي او د پښتنو د یووالي د داعیې پیاوړتیا ته سوق شي.
د احساساتو او امکاناتو رول وسنجول شي او تر منځ یې توازن برقرار شي، یعنې احساسات او جذبې راژوندۍ شي، راپارول شي او ژوندۍ وساتل شي، خو قام او غورځنګ بې وخته او بې ګودره په اوبو ګډ نه شي.
څلورم. له لوی کور (افغانستان) سره اړیکي او همغږي که څه هم په کابل کې اوسنی رژیم د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د اړیکو او همکارۍ څخه ځان لېرې ساتي، خو باید دواړه لوري دا ومني چې لکه نوک له ورۍ نه بېلیږي، دغسې ورور له ورور نه شي بیلیدای.
پښتون ژغورنې غورځنګ دې په یو اړخیز ډول د کابل اوسنیو چارواکو ته د خیر او مصلحت نصیحتونه کوي، له توندلارۍ د ډه کولو، د ښځو او نجونو د حقوقو د وروکول و او د ټولو افغانانو سره تفاهم ته دې یې رابولي. که دا غږونه بې ځوابه هم پاتې کېږي، د غورځنګ مسؤولیت رفع کوي او دوام دې ورکړي.
د کابل نظام دې خپل ورونه له ځانه جلا نه ګڼي، د مبارزې او حکومتولۍ د مسؤولیتونو تفاوت دې وکړي، د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو ټولو ملي پښتنې ګوندونو، د عمران خان تحریک انصاف او اغیزناکو شخصیتونو سره دې مثبتې اړیکي جوړې کړي او ودې پالي. په عین حال کې دې خپلې مشروع او سوله ایزې اړیکي له خپلو فکري ملګرو لکه جماعت علماء، جمعیت اسلامي، او نورو سره هم وساتي. د کابل اداره باید د افغانستان د خلکو حقوق هم ورکړي، چې داخلي مشروعیت ته، ا و له بهرنیانو سره متوازنې اړیکي او د نړیوالو قوانینو او تړونونو درناوي ته توجه وکړي چې بهرني مشروعیت ته یې لار هواره شي.
نتیجې ته تیاری:
د پورته ستراتیژیو سره سم دې اوس محکوم پښتانه قانوني حقوقو او داخلي ازادۍ اخستلو ته لومړیتوب ورکړي.
په عین حال کې دې د لوی او متحد افغانستان د یو کېدو لپاره لاندې ټولو فرصتونه ته تیاری ونیول شي چې ورسره سم ترې استفاده وشي: په مناسب وخت کې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې بې پلوه او شفاف رفرنډم.
د افغان دولت له خواد د داسې مالي او سیاسي بدیلون و په بدل کې د لر او بر افغان د یووالي فرصت رامنځ ته کول، چې زموږ د ملي او تاریخي ګټو او نړیوالو حقوقي معیارونو سره سمون ولري.
که نظامي مبارز ه د یوازني بدیل په توګه پاتې کېږي، نو د دغسې اړتیا په صورت کې باید ورته د ستراتیژیکې اساسي کرښې موجودې او غور پرې شوی و ي. البته په دې برخه کې باید ډېر دقیق تحلیل وشي، تر څو پښتانه په داسې جګړه کې ښکېل نه شي، چې د نورو په نیابت قرباني ورکړي خو ګټه یې بل او تاوان یې موږ ته ورسېږي.
له نورو محکومو قومونو په ځانګړي ډول بلوڅو سره دې ټینګه هماهنګي او اړیکي جوړې او وپالل شي . له سندیانو، سرایکانو، کشمیریانو، مهاجرو او د پنجاب په منځ کې محکومو او مظلومو قومونو سره دې هم د ښه نیت اړیکي وپالل شي.
په سیمه کې د قومونو او ملتونو پرمختګ او د نړیوال سیاست په توازن کې د محتمل بدلون په نتیجه کې که د اروپا اتحادیې ته ورته جوړښتونه ممکنیږي، بای د د لر او بر افغان یووالي لپاره ترې استفاده وشي.
د نړیوالو زبرځواکونو په لومړیتوب کې که داسې بدلون راځي چې خپل جوړ کړی مصنوعي ملک یې نور په کار نه وي، نو باید پښتانه افغانان ورته تیار وي، او د خپل هیواد او ملت د یووالي لپاره ترې استفاده وکړ ي . افغا ن
Views: 16