وینز د نړۍ یو له ډېرو لرغونو ښارونو دی چې د خپلې جادويي ښکلا له امله یې د نړۍ د ګرځندویانو پام ځان ته ور اړولی دی.
دغه ښار چې د ایټالیا په شمال کې موقعیت لري، د «اوبو ښار» په نوم هم پېژندل کېږي.
وینز د دې ترڅنګ چې ښکلی دی، داسې ښار دی چې په هره برخه کې یې د هنر، تاریخ او کلتور نښې نښانې لیدل کېږي، له همدې امله یې د شهرت اوازې د نړۍ تر هر ګوټه رسېدلې دي او هر کال میلیونونه سیلانیان ورځي او لیدنه ترې کوي.
دا چې دغه ښکلی ښار د اوبو په منځ کې څرنګه جوړ شو، څومره تاریخي مخینه لري، سیاحتي او اقتصادي ارزښت یې څومره دی؟ د دې ټولو په اړه به «نړۍ د وصال له کړکۍ» خپرونه کې پوه شئ.
Views: 114