د کاناډا په ټورنټو ښار کې مېشتو افغانانو د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز (ANSS) په اوومې کلیزې او د پسرلي مېله کې ګډون وکړ.
دغه مېله د یکشنبې په ماښام جوړه شوې وه چې د افغان ټولنې ګڼ شمېر مخکښانو، فرهنګي فعالانو او مینه والو په کې ګډون کړی و.
د غونډې لومړۍ برخه د ویناو لپاره ځانګړې شوې وه چې په کې د ټولنې مهم غړو خپلې ارزښتناکې ویناوې وکړې چې د دې مرکز د کړنو د ستاینې او راتلونکو فعالیتونو په اړه د خبرو اترو لپاره ځانګړی شوی و.
د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د بورډ رییس انجنير سيداحمد ضيا مظهري د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د تېر اوو کلونو کړنې او لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه یې ګډونوالو ته بیان کړل.
د یادو مراسمو په دویمه برخه موسيقي ته ځانګړې شوې وه چې افغان سندرغاړو (شکیب سوزان، نور حیا او اېمل زاخېل سندرې وویلې او ګډونوالو د ملي اتڼ په کولو سره خپله خوښي څرګنده کړه.
Views: 13