د کاناډا په اجکس ښار کې د افغانانو د لوی اختر بازار پرانیستل شو
د کاناډا په اجکس ښار کې د افغانانو د اختر درې ورځنی بازار د لسګونو افغان غرفو او سوداګریزو بنسټونو په ګډون پرانیستل شو. دا فرهنګي او اقتصادي نوښت د لوی اختر په ویاړ جوړه شوې، موخه یې د افغاني توکو معرفي، شبکه جوړونه او د کاروبارونو پیاوړتیا ده.
د لوی اختر په نوم دغه بازار چې د مې په ۳۰مه پرانیستل شوی او د جون تر لومړۍ نېټې به دوام ولري، خوراکي او اختریز توکي، رنګینې جامې او لاسي صنایع پلور ته پهکې اېښودل شوي او د کورنیو لپاره ځانګړې فضا او تفریحي پروګرامونه هم لري.
Views: 5