د کاناډا په اوټاوا ښار کې د کاناډا – افغانستان بنسټ له خوا د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۵ کالیزې په مناسبت د اګسټ په ۱۹مه غونډه جوړه شوه چې د دغه بنسټ د غړو ترڅنګ په کې لسګونو ځوانانو برخه اخیستې وه.
د کاناډا – افغانستان بنسټ اجرائیوي مشر ډاکټر محمدابراهیم شینواري په خپله وینا کې وویل، د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري ۲۸مه افغانانو له انګریزانو خپله خپلواکي واخیسته چې دغه کار نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښتمن و، بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته یې هم د خپلواکۍ الهام ورکړ.
هغه زیاته کړه چې افغانانو هیڅکله هم د چا تر توغ لاندې ژوند نه دی کړی او هر یرغلګر ته یې په ډېره مېړانه غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.
د نوموړي په خبره، افغانانو خپله دغه خپلواکي له داسې یو چا اخیستې چې هماغه مهال یې نیمه افریقا، د هند د نیمې وچې په ګډون نیمه اسیا، اسټرالیا، امریکا او کاناډ ټول نیولي وو، عصري وسلې او وسایل یې درلودل او مستعمره یې دومره لویه وه چې لمر نه په کې ډوبېده.
شینواری وايي: «له دغسې یو فاتح او پیاوړي زبرځواک سره په دوو تېرو او د خپلواکۍ په دې جګړه کې مقابله استثنایي قرباني او اتلولي غواړي چې یوازې افغان ملت دا کار کولی شي او کړی یې دی.»
هغه دغه راز په خپل پیغام کې وویل، افغان ځوانان که په هېواد کې وي یا له هېواده بهر، باید له خپلې خاورې، هویت او ویاړونو سره اشنا وي، له خپل تاریخ او فرهنګه ځان خبر کړي، د ۲۱مې پېړۍ معیارونو په کتو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې خپلواګۍ اخیستو ته ځانونه چمتو کړي او خپل هېواد ځان بسیاینې او علمي پرمختګ ته ورسوي.
شینواري دغه راز په بهر کې له مېشتو افغان ځوانانو وغوښتل څو د هغو هېوادونو قوانین، اصول او ارزښتونه په پام کې ولري او رعایت یې کړي چې په کې اوسېږي او د بشریت لپاره خدمت وکړي، دغه کار هغه وخت ښه کېدای شي چې علم وکړي او کسب زده کړي.
دغه راز د یاد بنسټ د بورډ غړي عبدالقیوم احمدزي وویل چې خپلواکي د يوه ملت د هوسا، ارام او پرمختللي ژوند لپاره مهم شرط دی، همدا لامل دی چې يو با درکه او ويښ ملتونه خپلواکي ته تر بل هر شي لومړيتوب ورکوي.
هغه زیاته کړه، هغه خلک خپلواک ګڼل کېږي چې په خپله اراده او خوښه د يوه کار ترسره کولو په اړه تصميم نيولی شي او د عملي کولو لپاره یې بشپړ واک ولري او خپلې ګټې او ارزښتونه په خپله ترسيم کړای شي.
ورته مهال، د ځوانانو په استازیتوب عبدالباسط کړوخېل وايي چې ځوانان باید د خپلواکۍ ساتنه او یادونه وکړي او دا د هغوی مسوولیت دی.
د یادونې ده، د یادې غونډې په پای کې ځینو شاعرانو خپل شعرونه وویل او د خپلواکۍ ورځې په ویاړ کېک پرې شو او د کرکټ دوستانه لوبه هم وشوه.
Views: 5