د تېر حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي مشر وایي، د افغانستان سرپرست حکومت دې د نړۍ نه، بلکې د افغانانو غوښتنې واروي او که خنډونه لرې نه شي او له نړۍ او په کور دننه له خپلو خلکو سره یو ښه تعامل رامنځته نه شي، د افغانستان ستونزې به ورځ تر بلې نورې هم زیاتې شي. د تېر حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي په وینا، په ۲۰۰۱ کال کې د سولې لپاره ډېر فرصت رامنځته شوی و او که طالبانو ته د بن په ناسته کې ونډه ورکړل شوې وای، نو کړکیچ به نه رامنځته کېده. د تېر حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د وصال ټلوېزیون د سرنوښت په خپرونه کې په دې اړه چې ایا فکر یې کاوه جمهوریت به په دې ډول سقوط وکړي؟ وایي، دا ډول اندېښنې هغه مهال رامنځته شوې کله چې په ۲۰۱۸ کال کې امریکا او طالبانو د افغانستان د تېر حکومت له حضور پرته مستقیمې خبرې پیل کړې. د هغه په وینا، دغه اندېښنې د مجاهدینو او ډاکټر نجیبالله حکومت ترمنځ د خبرو د ناکامۍ په پایله کې د نظام د سقوط تجربې ته په پام رامنځته شوې.
Views: 2