سارا چې د فرانسې اوسېدونکې ده، د پښتو ژبې سره مینې اړ کړې چې په دغې ژبې کتاب ولیکي. په پاریس ښار کې میشت مدني فعال رومل صافي ورسره خبرې کړي دی.
سارا وايي چې لیکلی کتاب یې په دوو ژبو (فرانسوي او پښتو) لیکل شوی چې د فرانسوي ژبې ویونکي کولای شي پښتو زده کړي او پښتانه کولای شي چې فرانسوي ژبه ترې زده کړي. نوموړی په ۲۰۱۹ کې افغانستان ته تللې وه او هلته یې له څو ولایتونو لیدنه کړې، د هغې افغانی کلتور خوښیږي او له همدې امله افغانانو سره مینه لري.
Views: 4