افغان کاناډا ټولنه د مې میاشتې په ۲۸مه د لوړې (تحليف) مراسم ترسره او رسماً یې په کار پيل وکړ. دغه مدني او غير سياسي ټولنه چې د افغانانو ستونزو ته د رسېدو لپاره جوړه شوې، د ټاکنو د سېستم له لارې یې محمد احسان ضياء د ټولنې د رييس او ۱۴ تنه نور یې د رهبري بورډ په توګه وټاکل.
افغان کاناډا ټولنه په پياوړې ارادې سره د يووالي او ګټورې همکارۍ سره د يوه مثبت چاپېريال د برابرولو هڅه کوي چې په کاناډا کې مېشت افغانان په مینه او يووالي ژوند وکړي او د خپلو تجربو او امکاناتو په شریکولو سره یو د بل لاسنیوی وکړي ترڅو په راتلونکي کې د یوه فعال او پياوړي بنسټ په توګه په کاناډا کې خپلو ټولو افغانانو او راتلونکو نسلونو ته د خدمت مصدر وګرځي.
Views: 2