د «بریالۍ څېرې» خپرونه کې مو دا ځل په المان کې د افغانستان پخوانی کلتوري اتشه، د پښتو ژبې وتلی لیکوال، شاعر، ژورنالېست او ژباړونکی علمګل سحر مېلمه دی.
علمگل سحر په ۱۳۴۲ لمريز کال کې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې زېږېدلی؛ لومړنۍ زدهکړې يې د دې ولسوالۍ د زرملي په باتور ښوونځي کې، منځنۍ زدهکړې يې د غزني د شیخ عطار په لېسه او لوړې زدهکړې يې د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځي کې سرته رسولې دي.
سحر د پښتو ژبې لیکوال، شاعر، ژورنالېست، ژباړونکی او نوښتګر کیسه لیکوال دی چې له دېرش ډېر کتابونه يې لیکلي او ژباړلي دي.
د سپوږمۍ ښکالو، د لمر جنازه، د پاریال خوبونه، پاس سپوږمۍ ده لاندې ته یې او زه يم تږی ته اوبه يې د هغه شعري ټولګې دي.
مینه او وسواس د کیسو ټولګه، مینه او جگړه ناول، شیطانڅراغ د طنزیه کیسو ټولگه، د کابل لويه تراژيدي (د جنګي ډلو جنګي جنایتونو ورځني مستند يادښتونه)، ستوري او ستوري خاندې، د ماشومانو لپاره شعرونه، د ارګ نن او پرونی تاريخ، د عرفان مجلې تاریخچه او نیولیک تحقیقي اثر او د انار تر ونه لاندې د ټورنټو اوښکې (ژباړه) ناول د نوموړي مشهور کتابونه دي.
سحر په بېلابېلو دولتي ادارو لکه د پوهني وزارت د علمي غړي، د ولسمشر د ویناوو د لیکوال، د ولسمشر د دفتر د برنامو ریاست د مرستیال او له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۱ کاله په المان کې د افغانستان د کلتوري اتشې په توګه دندې ترسره کړې دي.
د دې ترڅنګ سحر له بېلابېلو رسنيو، لکه د عرفان مجلې د مرستیال او مسؤول، د بيبيسي راډیو لیکوال، د ازادي راډیو ویاند او پروډیوسر، د لمر او طلوع نيوز ټلوېزیون د عمومي ایډېټر او د قلم ادبي مجلې د مسؤول مدیر په توګه هم دندې ترسره کرې دي.
المان د مفکرانو او شاعرانو ټاټوبی، د ارګ مفصل تاريخ، سارک سازمان، په افغانستان کې د حکومت جوړونې بهير له امانالله خانه تر کرزي پورې، د ښاپېرۍ په لټه د کیسو ټولګه، خپل زړه ته مې پام نه و ۔ د شعرونو ټولګه، کاروانونه، د بکوا په دښت تېریږي د سندرو او نارو په اړه څېړنه، ژوند په شېبو کې تحقیقي اثر، د متلونو څېړنه او د ارګ د ديوالونو شا ته – يادښتونه او خاطرې د نوموړي ناچاپ اثار دي چی تر کار لاندې دي.
Views: 7