دا ځل مو د «بریالۍ څېرې» خپرونه کې د جرمني په فرانکلفورت کې له یوه علمي شخصیت او د اکاډمیکو مسایلو له کارپوه ډاکټر شهیر نثاري سره مرکه کړې ده.
ډاکټر نثاري د لوګر ولایت په کلنګار ولسوالي کې زېږېدلی او له ۲۰۱۰ کال راهیسې په جرمني کې اوسېږي. هغه خپلې لومړنۍ زدهکړې په کابل او پاکستان او لوړې زدهکړې یې د طب برخه کې په کابل پوهنتون کې کړې دي؛ په وروستیو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې په بېلابېلو ادارو، نړۍوال بانک او اروپا کې یې هم له یو شمېر ادارو سره دندې ترسره کړې دي. په افغانستان کې د (ایسيجي) په دفتر کې د رئیس، د لوړو زدهکړو د وزیر د ستر سلاکار او د نړۍوال بانک د لوړو زدهکړو پروګرام د پیاوړتیا ریاست د نثاري له وروستیو دندو دي.
هغه لیکوال، د ټولنیزو مسایلو څېړونکی او مدني فعال هم دی.
نثاري د کډوالۍ له لومړیو تر اوسه د جرمني د فرانکفورت ښار په ډیاکني او نورو روغتونونو کې د التهابي ناروغیو د جراحۍ او بېړنیو یا جدي مراقبتونو برخو کې خدمت ترسره کړی دی.
په دې مرکه کې مو هڅه کړې چې د لوړو زدهکړو وزارت د رهبرۍ له شورا، د ځوانانو ظرفیت لوړونې له برخې بیا اروپا کې د التهابي ناروغیو جراحانو اتحادیې تر غړیتوبه د نثاري تجربې له تاسو سره شریکې کړو.
په دې خپرونه کې مو په تېرو، په ځانګړي ډول وروستیو درېیو کلونو کې د هېواد د لوړو زدهکړو پر وضعیت بحث کړی دی.
دغه راز، په دې مرکه کې د کډوالۍ د وضعیت او دا چې څرنګه کولای شو ستونزې پر فرصتونو بدلې کړو، هم غږېدلي یو.
Views: 115