د «بریالۍ څېرې» په دې خپرونه کې راسره د المان په پلازمېنه برلین کې د «هرات دربار» رسټورانټ مسوول محمد هاشمي مېلمه دی.
هاشمي په ۲۰۱۵ کال کې له خپلې کورنۍ سره د افغان کډوال په توګه المان ته ولاړ او له یو کال په کمه موده کې يې وکولای شول الماني ژبه تر B2 پورې زده کړي.
هاشمي د نورو ټولو افغان کډوالو په څېر په لومړیو کې ډېرې سختۍ ګاللې او د نوي ژوند د پیل لپاره یې د خوړو رسولو برخه کې د موټرچلوونکي په توګه کار پیل کړ او د ډېر وخت لپاره یې دغه دنده اجرا کړه.
هغه په دغه کار کې له کلونو تېرولو وروسته له خپلو درېیو وروڼو سره د شخصي کاروبار پیلولو پرېکړه وکړه او د المان په زړه، برلین کې یې په یوه له ګڼهګوڼې ډک بازار کې د «هرات دربار» په نوم افغاني رسټورانټ جوړ کړ.
هاشمي له خپلو دوو وروڼو مهدي او هادي سره هر ورځ په «هرات دربار» رسټورانټ کې افغاني، ایراني، الماني او عربي مېلمنو ته افغاني او ایراني خواړه چمتو کوي.
یادو درېیو وروڼو د دغه رسټورانټ جوړولو له لارې څه باندې لسو کسانو ته چې افغانان او نور دي، د کار زمینه هم برابره کړې ده.
Views: 106