«بریالۍ څېرې» خپرونه کې مو دغه ځل د جرمني د بن پوهنتون د فوق دوکتورا څېړونکی انجینر فضل الله اختر مېلمه دی.
اختر په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د پاکستان د فیصلاباد پوهنتون د کرنې انجینري او ټکنالوجي له پوهنځي د لیسانس په کچه فارغ دی؛ په ۲۰۱۱ کال کې یې د بن پوهنتون د کرنې او منابعو مدیریت برخه کې ماسټري او ۲۰۱۷ کال کې یې په همدغه پوهنتون کې د اوبو مدیرت څانګه کې دوکتورا اخیستې دي.
نوموړی اوس په یاد پوهنتون کې د فوق دوکتورا څېړونکي په توګه دنده ترسره کوي.
دغه راز، افغانستان کې یې د جمهوریت پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د بنسټيزو پراختیایي چارو د متخصص په توګه دنده کړې، د لوړو زدهکړو وزارت د بورسونو د مشاور په توګه هم پاتې شوی او د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت کې یې د USAID اړوند یوه پروژه کې هم کار کړی دی.
Views: 128