د کاناډا په ټورنټو ښار کې د جولای په شلمه د افغانستان د وتلي انځورګر ومان نيازي د اثارو لس ورځنی نندارتون پرانستل شو؛ په دغه نندارتون کې نيازي خپل هغه ۷۰ اثره چې د غنمو له پلالې یا پروړې یې جوړ کړي، نندارتون ته وړاندې کړي دي.
ومان نیازي وصال ټلوېزیون ته وویل: له دغه نندارتونه یې موخه نړېوالو، په ځانګړي ډول کاناډایانو ته د افغانستان د هنر، فولکور او تاریخ پیژندګلوی ده.
نیازی له ۲۵ کلونو راهیسې انځورګري کوي او تر اوسه یې په دې برخه کې ۸۰۰ اثره جوړ کړي دي.
هغه وايي، انځورونه په بشپړ ډول د غنمو له پروړې یا پلالې جوړوي او له رنګ څخه هیڅ کار په کې نه اخلي، هره ټوټه یې په خورا ډېر احتیاط سره غوره کوي او تودوخه ورکوي ترڅو رنګ ترلاسه کړی.
نوموړي دغه راز وویل: «دا یوه سخته او پېچلی پروسه ده؛ د مینې په شان په دقت سره کېږي او دا په حقیقت کې د نباتاتو د دویمې مرحلې ښکلا ته درناوی دی.
Views: 11