د نړيوالې روانې روغتیا ورځ د لومړي ځل لپاره د اکتوبر پر ۱۰مه په ۱۹۹۲ کال کې د روانې د روغتیا د نړیوال فدراسیون په نوښت ولمانځل شوه چي يوه خيريه موسيسه ده او د ۱۹۴۸ع کال راهيسي د ۱۵۰ څخه په ډېر هيوادونه کي فعاليت کوي. د نړيوالې رواني روغتیا د ورځې د لمانځنې اصلي هدف او موخه د نوموړې ناروغۍ د بيلابيلو ډولونو، د هغوي د اغېزو او د مخنیوي په اړه په ټوله نړۍ کې د عامه پوهاوي خپرول دي. هر کال په همدې ورځ د عامه پوهاوي لپاره د روانې روغتیا يوه موضوع هم غوره کېږې. د سږکال غوره کړه شوي موضوع د کار په ځاي کي د روانې روغتیا د اهمیت، د صحي کاري چاپیریال او د روانې روغتیا د محافظتي فکټورنو او عواملو په اړه په نړۍ کي د عامه پوهاوي خپرول دي.
د روغتیا د نړيوال سازمان د معلوماتو په اساس د نړۍ د ۸,۲ مليارده نفوس څخه څه ناڅه يو مليارډ کسان د روانې روغتيا د بيلابيلو ستونزو څخه زغم ګالي. په نړۍ کې تر ټولو ډېر خلک د ختځې مديترانې د سيمې په هېوادونو کي د روانې ستونزو څخه ډېر کړېږي. په نړۍ کې تر ټولو عام رواني اختلال د خپګان ناروغې ده، چي څه ناڅه ۳۰۰ ميلونه خلک ور څخه زغم ګالي او په عمومي ډول د نارینو په پرتله ډیرې مېرمنې اغیزمنه کوې.
همدارنګه په افغانستان کي د څلورو لسیزو د جګړو د امله ډېر افغانان د روانې ناروغيو څخه زغم ګالي. په داسې حال کي چي په افغانستان کي د روانې ناروغیو په اړه کره معلومات نشته، خو د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو اټکلونو د مخي هلته د یو میلون څخه ډېر افغانان د خپګان په ناروغې اخته دي او د ۱،۲ میلونو څخه زیات د اضطراب د ناروغې څخه کړېږي. خو دقیقې او ریښتینې شمېرې ښايې تر دې ډیرې لوړې وې.
د متحده ایالاتو د روغتیا ملي انسټیټیوټ په ۲۰۲۲ کال کي د افغانستان د روانې روغتیا په اړه د ټولنې پر بنسټ يوه سروې ترسره کړه. نوموړې سروې د پوښتنلیکونو او د ځان راپورو پراساس ترسره سوې وه. د سروې ۵۳٪ ګډونکونکو ويلي وه، چي دوي ډیري وختونه د دومره ناهيلۍ احساس کوي، چي دوي نه غواړي نور و خپل ژوند ته ادامه ورکړي. د سروې ۶۴٪ ګډون کونکو ويلي وه، چي دوي دومره د ډېرې غوسې احساس کوي، چي ډیري وختونه د خپلې غوسې د کابو کولو توان د لاسه ورکوي.
ضمناً د تېرو درېيو کلنو راهيسي په افغانستان کي د طالبانو بيا و واک ته د رسيدو له امله په ټولنېزو چارو کي د بيلابيلو بنديزونو د رامنځ ته کولو، سختو اقتصادي حالاتو او بيکارۍ له امله ډېر زښت افغانان، په تېره بيا نجونې او ميرمنې د بيلابيلو روانې ناروغيو څخه سخت زغم ګالي.
په دي اړه به نور معلومات ان شاء الله په دویمه برخه کې وړاندې کړه شې.
Views: 17