د نننۍ ذروي جګړې اغېزې:
په فضا کې د مصنوعي برمودا مثلث جوړښت او د مسافر وړونکیو الوتکو ناڅاپي سقوط
په وروستیو کلونو کې د نړیوالو او کورنیو مسافر وړونکیو الوتکو سقوطونه په ناڅاپي ډول ډېر شوي، چې د نړیوالو هوايي چلندونو د ادارو، دولتونو او ساېنسپوهانو پام یې ځانته رااړولی دی. که څه هم ډېرې پېښې تخنیکي ستونزو یا انساني تېروتنو ته منسوبېږي، خو په دې وروستیو کې یو نوی احتمال هم راڅرګند شوی چې د جګړو، بارودو او فضا کې د الکترونیکي طبقاتو د ګډوډۍ له امله رامنځته کېدونکی فزیکي اغېز ښيي.
فضايي فزیکپوهان په دې اند دي، چې ښايي دا ګډوډي د فضايي مقناطیسي زونونو د غلظت له امله د تخنیکي سیسټمونو د ناکامۍ لامل شي او په پای کې د الوتکو سقوط ته لاره هواره کړي.
د جګړې پر مهال د زهري نایتروجني او سلفوري بارودو کارول چې لوړه فریکونسي لري په فضا کې د نورو کیمیاوي ذراتو، لکه: سوډیم سلفیت سلفر ډایاکساید او نایتروجن آکسایدونو سره تعامل کوي او یو ډول مصنوعي اتوموسفري زونونه جوړوي. دغه مصنوعي زونونه یا طبقات چې په فضا کې د مقناطیسي او دینامیکي ساحو د پراخیدو لامل کیږي، د ناسا د راپور له مخې دا حالت د(غڼي جال) په نوم یاد شوی، ځکه چې سیګنالونه پکې یا انعکاس مومي یا انحراف. دا عمل د رادار GPS او نورو مخابراتي سیستمونو کارونه ګډوډوي چې د ازون طبقې د تخریب یا شدید غلظت لامل هم کېږي.
د ازون طبقه چې په فضا کې یو طبیعي الکترومقناطیسي حفاظتي زون جوړوي، که له خپل طبیعي حالت څخه ووځي یا زیات غلیظ او سخت شي، نو ښايي لاندې اغېزې رامنځته کړي:
موجوده الکترومقناطیسي مسیرونه بند شي یا منحرف شي. د الوتکو د موقعیت معلومولو سیستمونه ګډوډ شي او الوتکه له خپل مسیر څخه واوړي یا د ناڅاپي اتوماتیک فعالیت د خاموشېدو له امله سقوط وکړي. دا ډول اختلالات د انجنونو ناڅاپي بندېدل، د خلبان د کنټرول له لاسه وتل او د پروازونو په سیستمونو کې ګډوډي رامنځته کوي.
فضایي فزیک هم دا وایي چې ټول غږونه چې موږ یې وایو فضا ته خپرېږي او هلته دایمي پاتې کېږي، ځکه فضا دا غږونه د شدیدو اهتزازي فریکونسیو له لارې ذخیره کوي. د دې اهتزازي څپو شدت دومره قوي وي چې د فضا مقناطیسي توازن ګډوډوي. جنګي طیارې یا الوتکې چې پرلهپسې فضا ته غږیز شاکونه، فریکونسيلرونکي بارود او کیمیاوي ګازونه خپروي، د فضا د اتموسفیر ثبات له منځه وړي. دا شوکونه یا اهتزازت د فضا سلفیتي زون زیاتوي کوم چې د تجارتي یا مسافر وړونکیو الوتکو د ساده انجنونو د تخنیکي سیستمونو لپاره زښت زیات خطرناک بلل کېږي.
مسافر وړونکې الوتکې عموماً عادي جېټ انجنونو لري، چې د غلیظ سلفیتي اتومسفیر له لارې په اسانه تېرېدلی نشي. د کوانتمي فزیک له مخې دا اهتزازی زونونه دومره شدید او قوي برقي فشارونه رامنځته کوي چې کولای شي د الوتکو انجنونه اتومات بند کړي، چې دا عمل سقوط ته مستقیمه لاره پرانیزي. د ناسا د وروستیو راپورونو له مخې له جګړه ییزو سیمو څخه د جنګي وسایلو او چاودېدونکیو کیمیاوي موادو څخه فضا ته د سلفر ډایاکسایډ، نایټروجن آکسایډونو، او سوډیم سلفیتو خپرېدل د ازون له طبیعي طبقې سره تعامل کوي. له دې سره د فضا طبیعي ګازونه لکه ارګون نایټروجن او نور نجیبه ګازونه په یوه نوي کوانتمي تعامل کې داخلیږي، چې پایله یې یو نوی غلیظه برقي کوانتمي زون دی.
دا زون بیا په فضا کې د یوه مثلثي جوړښت بڼه اخلي، چې له دریو خواوو یې فضايي قوه محدودوي، کټ مټ د برمودا مثلث په څېر. دا زون هم د برقي چارجونو څپو فریکونسو او سلفیتي ذراتو د غلظت له امله رامنځته کېږي. دا زون د فضا یوه خطرناکه ساحه جوړوي چې له امله یې د الوتکو رادارونه کار نه کوي، سیګنالونه قطع کېږي
او د الوتکو سیسټمونه له کاره لوېږي. دا حالت په ځانګړي ډول د مسافر وړونکیو الوتکو او د تجارتي الوتکو لپاره مرګونی بلل کېږي، ځکه چې دا الوتکې د سوپر سونیک څپو او شدید برقي اهتزازتو پر وړاندې لږ مقاومت لري.
د نویو څیړنو له مخې داسې اټکل شته، چې په فضا کې مصنوعي برمودا مثلث ته ورته اغېز لرونکې ساحه جوړوي. دا فضا چې د اهتزازي برقي څپو مثلث وي، په فضا کې د تندو طوفانونو یا بادونو له لارې، چې یوه اهتزازي چارج شوی څپه ده، له یو ځایه بل ته په فضا کې په سونو کلیومتره لار وهي او کولای شي په هره ساحه هر ځای کې د مسافر وړونکیو الوتکو سیستمونه ګډوډ کړي او د لوړ فشار له امله یې انجن یو دم خاموشه کړي.
د مسافر وړونکیو الوتکو لپاره د اهتزازي برقي څپو دا زون ولې خطرناکه دی؟
کله چې یوه مسافر وړونکې الوتکه دې زون ته ننوځي انجنونه یې د برقي او په هوا کې د جوړو شویو الکترو مقناطسي فشار له امله چې شدیده اهتزازی ټکانونه لري، خاموشېږي، سیګنالونه یې ورکېږي او پیلوټ د کنټرول له وسایلو بېبرخې کېږي. دا معضله له هغه الکترومقناطسي مثلثې څپې چې په فضا کې په مصنوعي ډول رامېنځته شوې او دغلته یې سلګونه کیلومټره لار وهلې، را مینځ ته کیږي. د همدغه اټکل له مخې اکثرا هېوادونه د جګړې په جریان کې سره له دې چې له جګړی ډېر لرې هم وي، د خپلو مسافر وړونکیو الوتکو تګ راتګ تر یو وخته ځندوي ترڅو ددغې خطر ناکې کوانتمي چارج شوې څپې سره چې په فضا کې یې یو مثلث جوړ کړی، مخ نشي.
ولې د خطر زیات احتمال شتون لري:
دا عمل او حالت برمودا مثلث ته ورته ښکاري چیرې چې د څېړنو له مخې د شدیدو کوانتمي چارج شویو څپو ساحو له امله طیارې یا الوتکې او بېړۍ په ناڅاپه ډول تباه شوي او ورکې شوې دي. دغه اټکل دا احتمال مطرح کوي، چې دغه ډول زونونه یوازې طبیعي نه بلکې د جګړو او مصنوعي کیمیاوي تعاملاتو او په فضا کې د لمر او نورو توپاني بریښنایي څپو دفشار له امله هم رامنځته کېدلی شي.
په پای کې د جګړو له امله فضا ته د کیمیاوي ذراتو خپرېدل، د ازون طبقې غلظت کې بدلون، د GPS او رادار د سیګنالونو قطع کېدل او د فضایي فشار غلیظ کېدل ټول د مسافر وړونکیو الوتکو لپاره احتمالي سقوط ته زمینه برابروي. د ځمکپوهنې علم برمودا مثلث ته اړوندې پخوانۍ پېښې (چې دلته نه دي یادې شوي) د سمندري بدو هواګانو ګازي سرچینو او مقناطيسي څپو د ډېرېدو په توګه تشرېح کړي دي.
د جګړې اغېزې، هغه څه چې پوهان یې وایي:
د اټومي وسلو د جګړې احتمالي اغېزې په الوتکو کې د الکترونیکي سیسټمونو د تخریب (EMP) او د ارتباطي شبکو د ړنګېدا لامل کېږي، خو دا د سقوطونو په مستقیم علت باندې شک کوي خو بیا هم د هوايي چلند نړیوال صنعت د دې لپاره د څپو څ جذبوونکې ټکنالوژۍ کاروي، نو ځکه یې د فضایي علم فزیکپو هان سخت وارخطا کړی دي، ځکه دغه جوړې شوې شدیدي اهتزازي کوانتمي چارج شوې څپې په فضا کې حتی که الوتکه د تخنیکي پلوه روغه هم وي، له سقوط دخطر سره مخ کوي.
که څه هم دا اټکل لا هم بشپړ علمي ثبوت ته اړتیا لري، خو د ناسا د Atmospheric Chemistry Program وروستي معلومات ښيي چې په فضا کې د ځمکې د جوړو شویو جګړو زیاتوالی کولای شي د فزیکي او تخنیکي سیستمونو لپاره خطرناک حالتونه رامنځته کړي. دا یو نوی څېړنیز لوری دی چې باید د نړیوالو هوایي امنیتي ادارو له خوا په جدي ډول وڅېړل شي. دغه سازمانونه باید دا ډول احتمالي خطرونه وڅېړي، څېړنې پیاوړې کړي او د مسافر وړونکو الوتکیو د مسیرونو لپاره بدیله حللاره ولټوي.
د لیکوال په اړه:
انجینر امین ظریف د ننګرهار پوهنتون له علمي کدر څخه دی، هغه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت کې د لوړ رتبه مامور په توګه کلونه خدمت کړی او اوس مهال په کانادا کې د افغان ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی دی. نوموړی د کانونو، اقلیم، ابو مدیریت او ټولنیزو مسایلو په اړه ژورې څېړنې، تحلیلي لیکنې او عامه بحثونه پر مخ وړي، څو د افغان ټولنې غږ نړیوالو ته ورسوي
Views: 963