د وطن څخه بهر ژوند ډېر سخت دی، خصوصاً د هغو کسانو لپاره چې نوي راغلي وي.
کله چې یو څوک له پلرني ټاټوبي، د کورنۍ له غړو عزیزانواو له خپل کلتور څخه جلا شي، دا یوازې د ځای پرېښودل نه دي بلکې د ژوند ماتول دي،هغوی ته هر څه پردي وي؛ ژبه، خلک، کلتور، چاپېریال، حتا لمر او هوا هم ورته بله رنګ لري.
موږ چې مخکې راغلي یو، دا ستونزې مو لیدلي، زړونه مو سوځېدلي او په خپلو سترګو مو د پردېسۍ د ژوند اوښکې لیدلې.
نو دا زموږ انساني، اسلامي او افغاني مسؤلیت دی چې نویو وروڼو او خویندو ته لاس ورکړو، هغوی ته لار وروښیو او هغوی ته دا احساس ورکړو چې “تاسې یوازې نه یاست!”
خو که څوک دا توان نه لري چې ملاتړ یې وکړي، لږ تر لږه دې یې تحقیر نه کړي، سپکه دې ورته نه وايي.
هر انسان عزت، غرور او غیرت لري افغانان بیا دا درې شیان له نورو ښه لري.
کله چې یو افغان درته لاس اوږد کړي، دا د هغه د بې وسۍ نښې نه وي بلکې دا د مجبورۍ چیغې دي.
هغه انسان، چې نن ستا مرستې ته اړتیا لري، ښايي سبا د ژوند په بل فصل کې ستا مرستندوی وي.
راځئ د یو بل ملاتړ وکړو او که مرسته نشو کولای، لږ تر لږه خو خوږې خبرې ورته وکړو زړه خو یې مات نه کړو،ځګه د یو چا زړه ماتول د کعبې نړولو سره برابر ګڼل کېږي.
نو دا به څومره لوی ظلم وي چې موږ د یوې خولې خندا، د یوې مینې، یا د یوې ساده مرستې پر ځای، د چا زړه ماتوو؟
هیله ده چې هر افغان، هر انسان، هر ورور او هر خور، چې چیرته د ژوند فرصت ویني، له نورو سره یې شریک کړي ځکه ښايي هغه فرصت د بل انسان ژوند بدل کړي.
هغه ته به په کې وطن ماشومان په تمه وي، یوه مور یو پلار، ورونه او خویندې.
راځئ دا درک کړو چې پردېس کې موږ ټول په یوې کښتۍ کې یو، که یو بل ته لاس ورنکړو، دا کښتۍ به ډوبه شي.
راځئ دا ژمنه وکړو چې:
که مرسته کولی شو، حتما به یې کوو.
که نه شو یې کولی، بد به نه وایو.
او که دا هم نه شو کولای لږ تر لږه به ښه دعا ورته کوو.
په یاد ولرئ: یو مهربان نظر، یوه خوږه مسکا او یوه ساده مشوره کولای شي د یو مایوسه زړه امید شي.
راځئ یو بل ته سیوری شو او نړۍ د افغانانو د مینې او انسانیت له کبله ښکلې کړو.