په منځني ختیځ کې د نړېوالو لوبغاړو په مشرۍ او منځګړیتوب د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو د «عادي کولو» درې هڅې روانې دي: د امریکا تر مشرۍ لاندې د اسراییلو او عربي هېوادونو ترمنځ د سولې ابراهیمي پیمان، د چين تر مشرۍ د سترې عادي کېدنې، یانې سني سعودي عربستان او شیعه ایران او د روسیې په منځګړیتوب د تورکیې او سوریې او په خپل وار د سوریې او عربي نړۍ ترمنځ د اړیکو د بیا پېلېدنې لړۍ دوام لري. په دې لړ کې د چین او روسیې نوښتونه له بریالیتوب سره مله وو، خو د امریکا «ابراهیمي» طرحه له څو اړخیزو ننګونو او نوي خونړي کړکېچ سره مخ شوه. د امریکایي طرحې له مخې په پام کې وه چې د اسراییلو او عربانو ترمنځ اړیکي په داسې ماهرانه توګه «عادي» شي، چې د اسلامي هېوادونو (سعودي- ایران، تورکیې – سوريې او…) ترمنځ کړکېچ همداسې تود پاتې او د فلسطینیانو د خپلواک دولت د جوړېدلو حق هم په کې هېر شوې وي.
په دې لیکنه کې هڅه کېږي چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د اوږدمهاله شخړې پر ریښو رڼا واچول شي، د رواېتونو د جګړې جاج واخیستل او د «اکتوبر ۷مې» پېښې د راتلونکې پرمختیا او احتمالي پایلو وړاندوېینه وشي.
کلیدي کلمې: عثماني خلافت، سایکس-پیکو، بلفور، عربي لارنس، صهیونیزم، منځنی ختیځ
په۱۹۴۷ کال کې د فلسطین پر خاوره د اسراییلي ناقلینو د دولت جوړول ښایي د نړۍ په سیاسي تاریخ او جغرافیا کې یوه بې سارې پېښه وي. دا دولت د بریتانیا په نوښت او بلفور د اعلاميې په پایله کې رامنځته شو خو د بلفور له اعلامیې مخکې د سایکس-پیکو د تړون پراهمیت پوهېدنه ښایي له موږ سره مرسته وکړي چې د منځني ختیځ لپاره د ښکېلاکګرو ځواکونو – بریتانیا او فرانسې له پلانونو خبر او د عثماني خلافت پر خلاف د عربانو د راپاڅولو او ملاتړ پر مخینه پوه شوو. د بلفور اعلامیه او سایکس ـپیکو تړون داسې دي، لکه د ګندمک (۱۸۷۹) او ډیورنډ (۱۸۹۲) تړونونه چې ېو له بل سره تاریخي تړاو او اوږدمهاله اغېزې لري.
د نړېوالې لومړۍ جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸) پر مهال جرمني غوښتل چې د جګړې لمنه منځني ختیځ ته وغځوي او د خپلو تربورانو – بریتانیا او فرانسې ځواک او انرژي هلته بوخته وساتي. په دې جګړه کې جرمني او تورکیه سره ملګري وو. المانانو د تورکیې د اسلامي خلافت په ملتیا چې په سني نړۍ کې تر ټولو لوړه او مهمه دیني مرجع وه، عربان د بریتانیا پر خلاف جهاد ته وروبلل خو د مسلمانانو تر منځ د نفاق د ماهر استاد – بریتانیا پر خلاف دا هڅه ناکامه شوه.
په ۲۰۱۵ کال کې چې جګړه لا روانه وه، د جرمني او تورکیې مخالف اړخ – بریتانیا او فرانسې پرېکړه وکړه چې که جګړه یې وګټله، نو د عثماني تورکیې خاوره به په خپلو منځونو کې سره وېشي. د بریتانیا او فرانسې استازو په دې اړه له څه مودې راهیسې پټې خبرې اترې کولې او کله ناکله به یې روسيې ته هم د ځینو جزیاتو په باب مالومات ورکول. په پای کې بریتانیا او فرانسې په پټه د «کوچنۍ اسیا هوکړه لیک» په نامه یو سند لاسلیک کړ چې د ځینو تاریخپوهانو په وینا یې د منځني ختیځ په برخلیک کې ژور بدلونونه رامنځته کړل. دغه سند په نړېوالو اړیکو کې د سایکس –پیکو تړون په نامه شهرت موندلی خو سایکس او پیکو څوک وو؟
مارک سایکس (۱۸۷۹-۱۹۱۹) بریتانوي پوځي، لیکوال، دیپلومات او سیاستوال و. نوموړي په سویلي افریقا کې پر پوځي دندې سر بېره د عثماني تورکيې په پلازمېنه – استانبول کې د بریتانیا په سفارت کې هم د افتخاري اتشې په توګه دنده ترسره کړې ده. مارک سایکس د لومړۍ نړېوالې جګړې پر مهال د «جنګ په کابینه» دنده درلوده چې د بریتانیا حکومت ته یې د منځني ختیځ د پېښو او پرمختیاوو په باب سلامشورې ورکولې. د نوموړي په نوښت په ۱۹۱۶ کال کې په قاهره کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت عربي څانګه جوړه شوه چې په عربي نړۍ کې د تبلیغاتي او استخباراتي فعالیت مسوولیت یې په غاړه و او د عثماني تورکیې پر خلاف د عربانو په لمسون او پاڅون کې یې پرېکړنده رول درلود. سربېره پر دې هغه په فلسطین کې د صهیونیستانو له خوا د یوه یهودي دولت د جوړېدو لپاره هم هڅه او هاند کاوه. نوموړی پر ۱۹۱۹ کال د خپل فرانسوي سیال – فرانسوا پيکو د هیواد په پلازمېنه پاریس کې د «اسپانوي ګریپ» له امله مړ شو.
فرانسوا ژورژ پیکو (۱۸۷۰-۱۹۵۱) یو وتلی فرانسوي دیپلومات او پوځي و. نوموړی د نړېوالې لومړۍ جګړې تر پېل کېدو مخکې په بیروت کې د فرانسې جنرال قونسل و. د جګړې له پېل کېدو وروسته قاهرې ته واستول شو، خو په ۱۹۱۵ کال کې له مصرڅخه بېرته پاریس ته وروغوښتل شو. په پاریس کې د دندې پر مهال یې له بریتانوي مارک سایکس سره په پټه د عثماني تورکیې د وېشلو نقشه او پلان چمتو کاوه. د ۱۹۱۷ – ۱۹۱۹ کلونو په ترڅ کې په فلسطین او سوریه کې د فرانسې د عالي کمېشنر (سفیر) په توګه دنده ترسره کوله. وروسته بیا د خپل بریتانوي سیال – مارک پیکو په هېواد – بریتانیا کې د فرانسې د سفیر په توګه وګومارل شو.
سایکس او پیکو دوه بریتانوي او فرانسوي ديپلوماتان وو چې په پټه یې د عثماني خلافت د راپرځولو او په منځني ختیځ کې د تورکیې د اړونده سیمو د وېش پلان چمتو او د ۱۹۱۶ کال د می پر ۱۶مه لاسلیک کړ.
د نړېوالو اړیکو ګڼ شمېر څېړونکي د مدیترانې او فارس خلیج تر منځ د پرتو هېوادونو رامنځته شوې پولې له بهر څخه د ښکېلاکګرو ځواکونو – بریتانیا او فرانسې له خوا د ټاکل شویو پولو په نامه یادوي او بې له شکه د سایکس ـ پیکو د نفاق اچونې میراث ګڼل کېږي.
دغه پټ سند چې د روسیې امپراتورۍ ته هم په کې د ځينو سیمو د ورکول کېدو ژمنه شوې وه، پر ۱۹۱۷ کال په روسیه کې د اکتوبر له انقلاب څخه وروسته د نوي بلشویکي حکومت د مشرانو ولادیمیر لېنین او بهرنیو چارو وزیر لیو تروڅکي له خوا افشا شو. د لېنین د فرمان له مخې، د دغه سند بشپړ متن د یوې «امپریالیستي توطیې» په توګه د ۱۹۱۷ کال د نومبر پر ۲۳ مه د «ایزوېستیا» او «پراودا» په ورځپاڼو کې خپور شو. له هغې څو ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره د بریتانیا مطبوعاتو هم دغه متن خپور کړ.
د دې هوکړه لیک له مخې د عراق زیاته برخه (کرکوک، بغداد، بصره)، کویټ، د فلسطین ځینې برخې، اوسنی عربستان او اردن او ځينې نورې بریتانیا او د تورکیې دیار بکر، ادانا، سوریه (دمشق، حلب)، لبنان (بېروت) او د عراق ځينې سیمې لکه موصول او نورې د فرانسې برخه منل شوې وه. د فلسطین خاوره، یانې د اردن لوېدیځه تړانګه او شمالي سیمې د نړېوالو ځواکونو تر څارنې لاندې پاتې کېدې. البته په دې سند کې لا د یهودانو لپاره د جلا دولت د جوړېدو طرحه په پام کې نه وه نیول شوې.
که څه هم د سایکس – پیکو تړون ټولې مادې په بشپړه توګه پلې نه شوې، خو د «نړېوالې ټولنې» (جامعه ملل) له رامنځته کېدو وروسته، د دغې ټولنې له خوا استعمارګرې بریتانیا او فرانسې ته رسما ماموریت ورکړل شو چې د منځني ختیځ د ستراتیژیکي سیمې د کنترول مسوولیت په غاړه واخلي. «نړېواله ټولنه» د نړېوالې لومړۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته د ۱۹۲۲ کال په پیل کې جوړه شوه چې ۵۸ غړي یې درلودل. امریکا هیڅکله د دغې ټولنې غړې نه شوه. دغه ټولنه له نړېوالې دوېمې جګړې وروسته پر ۱۹۴۶ کال د ملګرو ملتونو سازمان په رامنځته کېدوه سره له منځه لاړه.
د عثماني خلافت پر خلاف د بریتانیا د پټ فعالیت په ترڅ کې انګلیسانو د مکې له شریف او حجاز له امیر – حسین بن علي سره هوکړه کړې وه چې که چېرې نوموړی عربان د تورکانو پر خلاف راوپاروي او عثماني تورکیه ړنګه شي، نو دوی به د حسین بن علي تر مشرۍ یو خپلواک عربي دولت رامنځته کړي چې پلازمېنه به یې دمشق وي. د تورکانو پر خلاف د عربانو د لمسون ډیزاېنر تر دېره ځایه نامتو توماس ادوارد لارنس (۱۸۸۸-۱۹۳۵) و. لارنس بریتانوي پوځي، دیپلومات، لرغونپوه او لیکوال و. هغه د لومړۍ نړېوالې جګړې په کلونو کې په حجاز (اوسني عربستان) کې چې حسین بن علي یې امیر و، د بریتانیا د پوځي سلاکار په توګه دنده درلوده. په حقیقت کې نوموړی د امیر په دربار کې د بریتانیا د دولت استازی و. لارنس پر عربي ژبې سربېره د بېلابېلو عربي قبیلو له دودونو او لهجو سره هم ښه بلد و. هغه به عربي کالي ډېر اغوستل او کټ مټ یې عربانو ته ورته ژوند کاوه. له همدې امله هغه د «عربي لارنس» په نوم شهرت موندلی دی. نوموړی پر ۱۹۳۵ کال په بریتانیا کې د موټر سایکل د ټکر په پېښه کې ټپي او له امله یې مړ شو.
خو د سایکس – پیکو تړون له رسواکېدو او د بریتانیا او فرانسې له خوا د عراق، سوریې او فسطین پر خاوره د قیمومیت له اعلام وروسته، حسین بن علي او عربانو د دغو پلانونو پر خلاف خپله کرکه او غوسه څرګنده کړه. حسین بن علي څوک و؟
حسین بن علي (۱۸۵۴-۱۹۳۱) چې د پرنس فیصل یا شریف حسین او حسین الهاشمي په نوم هم شهرت لري، په ۱۹۰۸ کال کې د عثماني تورکیې د سلطان – دویم عبدالحمید له خوا د مکې د شریف او حجاز د امیر په توګه وګومارل شو. هغه پر ۱۹۲۴ کال د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته، ځان د نړۍ د ټولو مسلمانانو خلیفه ونوماوه. تر خلافت مخکې د نوموړي دوه زامن – فیصل او عبدالله پر ۱۹۲۱ کال په ترتیب سره د عراق او اردن واکمنان شول. پر ۱۹۲۵ کال د سعودي کورنۍ له خوا د حجاز تر نیول کېدو وروسته حسین بن علي سعودیانو ته تسلیم شو او د هغوی له خوا قبرس ته تبعید شو. نوموړی هلته په حقیقت کې له خپلو پخوانیو متحدینو – بریتانویانو سره اسیر و. له مړینې څو ورځې مخکې بېرته اردن ته ستنېدو اجازه ورکړل شوه چې پر ۱۹۳۱ کال هملته ومړ او د الاقصی جومات په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.
د بریتانوي او فرانسوي ښکېلاک له خوا د عثماني تورکيې د خاورې وېش او پر هغې د نویو هېوادونو د جوړولو نقشه په داسې حال کې پلې شوه چې نه چا د دغو هېوادونو له وګړو په دې اړه پوښتنه وکړه، نه یې د هغوی د برخلیک د ټاکنې حق ته درناوې وکړ او نه هم د هېوادونو توکمیز او دیني – مذهبي جوړښت ته ارزښت ورکړل شو! ډېورنډ، کشمیر او د فسلطین او اسراییلو پر خونړي کړکېچ سربېره، د څلورو بېلابېلو هېوادونو (تورکیې، عراق، سوریې او ایران) پر خاوره د کوردانو وېش – د استعماري کرښو د اوږدمهاله ټپونو زړه بوګنوونکې بېلګې دي.
په هر حال، د ۱۹۱۷ کال په اکتوبر کې چې لا د بلفور اعلامیه نه وه صادره شوې، په نړېواله لومړۍ جګړه کې یو نوی لوبغاړی رامنځته شو چې د دغې جګړې پر مسیر او پاېلو یې مهم اغېز درلود. دا نوی ځواک په روسیه کې د اکتوبر له انقلاب څخه وروسته شوروي بلشویکان وو چې د عثماني امپراتورۍ له استعماري وېش او له بهر څخه د منځني ختیځ د ولسونو د برخلیک له ټاکلو سره مخالف وو.
کله چې اروپا مېشتو یهودانو ولیدل چې د سایکس –پیکو د تړون پر بنسټ په را منځته کېدونکو هېوادونو کې دوی ته کومه خاوره او دولت په پام کې نه دی نیول شوی، نو د بریتانیا او فرانسې پر دولتونو یې فشار زیات کړ. د بریتانيا جنګي کابینې چې د منځني ختیځ د وېش په باب د پټو مذاکراتو په بهیر کې یې هم د یهودانو لپاره د یوه جلا دولت د جوړولو مسالې ته پام و، اوس یې دا مساله تر جدي غور لاندې ونیوه. د فلسطین د برخلیک موضوع د لومړي ځل له پاره د ۱۹۱۴ کال د نومبر پر ۹مه، د عثماني تورکيې پر خلاف د دغه هېواد له خوا د جګړې تر اعلانه څلور ورځې وروسته په رسمي توګه د بریتانیا په کابینه کې مطرح شوه. د فلسطین سیمه هغه مهال لا رسما د تورکيې خاوره وه. دېوید لوید جورج (۱۸۶۳-۱۹۴۵) چې هغه وخت د بریتانیا د خزانې مسوول و، د کابینې په غونډه کې د فلسطین د برخلیک د بشپړ روښانولو موضوع وړاندې کړه. لوید جورج هممهاله د یوې حقوقي موسسې/دارالوکالې خاوند هم و چې له څو کلونو راهیسې یې په بریتانیا او او ایرلنډ کې د نړېوال صهیونیستي فدراسیون په سپارښتنه د یهودانو لپاره د «یوګندا» پر پروګرام کار کاوه. له یوګندا څخه موخه اوسنی افریقایي هېواد یوګندا نه، بلکې په کینیا کې د «یوګندا» په نامه يوه سیمه وه. کینیا هغه مهال د بریتانیا مستعمره وه او په پام کې وه چې هلته د یهودانو لپاره یو خپلواک دولت رامنځته شي. پر «یوګندا» سربېره ارجنټاین هم د یهودي دولت د جوړېدو لپاره په پام کې نیول شوی و، خو صهیونستان په فلسطین کې د «یهودانو ملي کور» جوړېدو ته زیات لېوال وو. لوید جورج له ۱۹۱۶تر۱۹۲۲ پورې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه دنده درلوده او «بلفور اعلامیه» هم د همده تر مشرۍ لاندې تصویب شوه.
بلفور څوک و؟
ارتور جیمز بلفور (۱۸۴۸-۱۹۳۰) د بریتانیا د محافظه کار ګوند غړی، د بهرنیو چارو وزیر او له ۱۹۰۲ تر ۱۹۰۵ پورې د دغه هېواد لومړی وزیر و. نوموړی د خپل سلف – دېوید لوید جورج تر څنګ د اسراییلو د دولت انجینر/معمار ګڼل کیږي. «بلفور اعلامیه» د ۱۹۱۷ کال د نومبر پر ۲ مه، هغه مهال چې ارتور بلفور د لوید جورج په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر و، لارد والټر روتشیلد ته وړاندې او د نومبر پر ۹ په مطبوعاتو کې خپره شوه. دغه اعلامیه د یوې وینا په بڼه د لارد روتشیلد په لاس په ستره بریتانیا او ایرلنډ کې د صهیونیستانو فېدراسیون ته د سپارنې په موخه صادره شوه. لېونېل والټر روتشیلد (۱۸۶۸-۱۹۳۷) بریتانوي یهودي سیاستوال، پانګوال، د پارلمان غړی، بانک لرونکی او د صهیونستانو د داعیې سرسخت پلوی و. نوموړی د بلفور اعلامیې د خپرېدو پر مهال د روتشیلد د نړېوالې کورنۍ مشر و چې د بل یهودي سیاستوال او بریتانیا د کابینې له غړي هربېرت ساموېیل (۱۸۷۰-۱۹۶۳) سره په ګډه یې د دغې اعلامیې په چمتو کولو کې مستقیمه او فعاله ونډه درلوده. هربېرت لوییس ساموېیل چې د صهیونیزم یو فعال غړی او مدافع و، په ۱۹۲۰ کال کې د بریتانیا تر قیمومیت لاندې فلسطین کې د بریتانیا د لومړني عالي کمېشنر په توګه وګومارل شو.
د بلفور اعلامیه په دې ډول وه:
بهرنیو چارو وزارت
۱۹۱۷ کال د نومبر ۲ ېمه
ګرانه لارد روتشیلده،
ډېر خوشاله یم چې د اعلیحضرت د دولت له خوا د صهیونیستو یهودانو له ارمانونو سره د خوالې دغه لاندې اعلامیه چې کابینې ته وړاندې او ورسره هوکړه وشوه، تاسې ته وړاندې کوم.
«د اعلیحضرا دولت په فلسطین کې د یهودانو لپاره د ېوه ملي کور د جوړېدو په اړه مساعد لید لري او دې موخې ته د رسېدو په اسانتیا کې به هر ډول هلې ځلې وکړي، باید په روښانه توګه پوه اوسو چې هیڅکله باید داسې کوم کار و نه شي چې کولی شي په فلسطین کې د شته غیریهودي ټولنو مدني او مذهبي حقوقو او یا په هر بل هېواد کې د یهودانو حقونو او سیاسي وضعیت ته زیان ورسوي.»
منندوی به وم که دا اعلامیه د صهیونیزم فېدراسیون د خبرتیا لپاره وړاندې کړئ.
ارتور بلفور
بلفور اعلامیه د فلسطین او اسراییلو د روان خونړي کړکېچ زړی او پېلامه ګڼل کیږي. دغه اعلامیه چې د بریتانیا له خوا چمتو، وړاندې او پلې شوه، په فلسطین کې د سلګونو زره یهودانو د میشتېدو او له خپلو کورونو د ميلیونونو فلسطیانانو د بې ځایه کېدو او کډوالۍ سبب شوه. خو بریتانیا ولې غوښتل چې د اسراییلو دولت «وکري»؟
۱ – بریتانیا ته د هند او په ټوله کې په سویل ختیځه اسیا کې د خپلو مستعمرو ساتنې ستراتیژیک ارزښت درلود. له هند او نورو اسیایي مستعمرو سره د سوداګرۍ او ستراتيژیکو اړیکو د خونديتابه لپاره د سویز کانال اهمیت خورا زیات و. د سویز کانال د خوندیتابه لپاره بریتانیا پر مصر ولکې ته اړتیا درلوده او پر مصر د ولکې د ټینګولو لپاره په فلسطین کې د یوه غیرعرب ستراتیژیک ملګري په توګه د یهودي دولت شتون اړین بلل کېده.
۲ – بریتانیا هڅه کوله چې د عربانو په مرسته او ملاتړ تورکان له منځني ختيځ څخه وباسي او عربان بیا د خپل نوي صهیونیست متحد – اسراییلو په مرسته مهار کړي. په دې کار سره هغوی غوښتل چې هم عثماني خلافت راوپرځوي، هم اروپا او په لومړي سر کې بریتاینا د یهودانو له شره خلاصه کړي او هم عربانو ته «په کور دننه» دایمي سرخوږی وکري.
۳ – د یهودي دولت جوړولو د نړۍ په بېلابېلو هېوداونو کې د یهودانو او صهیونیست پلوه عیسایانو تر منځ د بریتانیا محبوبیت زیاتاوه او د بریتانیا دې ستر «خدمت» ته په درنه سترګه کتل کېدل.
۴ –په فلسطین کې یهودي دولت به د لوېدیځ تمدن طبیعي ملګری وي او په منځني ختیځ کې د لوېديځ، په تېره بریتاینا له ګټو به دفاع کوي.
خو جرمني چې د اروپا په کچه په کې د یهودانو علمي او اقتصادي اغېز خورا زیات و، ولې د صهیونیستانو له داعیې څخه ملاتړ نه کاوه؟ ځکه چې المان د نړېوالې لومړۍ جګړې پر مهال د اسلامي تورکیې نږدې متحد و او محاسبه یې دا وه چې د عثماني پېاوړي خلافت په مټ او ملاتړ به په اسلامي نړۍ، په تېره منځني ختیځ کې خپل غلیم – بریتانیا ته ستونزې جوړې او ماتې ورکړي. خو تاریخ وښوده چې انګرېزان د دسیسو او شخړو په جوړولو کې د المانانو «استادان» دي.
له صهیونیستي مهاجرو او ناقلینو څخه جوړ شوی اسراییلي دولت ښايي په نړېوالو حقوقو او نړېواله سیاسي جغرافیا کې د دولت جوړونې ېوه بې مخینې او نادره بېلګه وي. خو صهیونیزم څه شی دی او څنګه رامنځته شو؟
صهیون په بیت المقدس کې د ېوې غونډۍ نوم دی. له سیاسي- معنوي پلوه، صهیون د بیت المقدس (د یهودانو په وینا یوروسلیم) او په ټوله کې د بني اسراییلو د خاورې په مانا دی. صهیونیزم یو یهودي سیاسي، ملي او ايډیالوژيک غورځنګ دی چې په ۱۹ مه پېړۍ کې په اروپا کې د یهودي ضد ملتپالنې او یهودبدګڼۍ (انتی سمیتیزم) پر خلاف د غبرګون په توګه رامنځته شو او موخه یې په فلسطین کې د یوه یهودي دولت د درلودو لپاره د ټولې نړۍ د یهودانو یووالی دی. په ځینو یهودانو کې د صهیون ارزښت ان تر دې پېاوړی دی چې خپله خاوره د صهیون لور او یهودان د هغه زامن ګڼي.
د صهیونیزم کلمه د لومړي ځل لپاره د ېوه اتریشي یهودي ژورنالیست، لیکوال او حقوقپوه – نتان بیرنباوم (۱۸۶۴-۱۹۳۷) له خوا وکارول شوه. یهودي لنډ دایرة المعارف لیکي چې «صهیونیزم» په سیاسي مفهوم د لومړي ځل لپاره د بیرنباوم له خوا د ۱۸۹۲ کال د جنوري پر ۲۳ مه د اتریش په پلازمېنه – ویانا کې د یوه بحث په ترڅ کې مطرح شو. صهیونیزم د خپل پېداېښت له هماغه پیله د اروپایي یهودانو له خوا په دوو مفهومونو کارېده: معنوي او سیاسي/ایډیالوژیک صهیونیزم. د معنوي صهیونیزم پلوی او مبلغ اوشیر ایسایویچ ګینڅبېرګ (۱۸۵۶-۱۹۲۷) و چې په «احد خآم» سره مشهور دی او د روسیې امپراتورۍ د کیف په ولایت کې زېږېدلی. هغه یو یهودي لیکوال، ادیب او فیلسوف و. د سیاسي او ایډیالوژیک صهیونیزم مشر او پېلامګر – تیودور هېرڅل (۱۸۶۰-۱۹۰۴) ګڼل کیږي چې د مجارستان په بوداپست کې زېږېدلی او د اتریش په ویانا کې یې ژوند کاوه. نوموړی یو نامتو یهودي لیکوال، ژورنالیست او حقوقپوه و. د صهیونیزم بنسټګران – بیرنباوم او هېرڅل دواړه له فکري پلوه سیکولر او ان خدای ناباوره وو او دا ایډيالوژي یې په اروپا کې د یهودځپنې او یهودبدګڼۍ په ځواب کې د یوه غبرګون په توګه وړاندې کوله. خو وروسته هېرڅل او په تېره دیوید بن ګوریون (۱۸۸۶-۱۹۷۳) صهیونیزم ته قومي او هویتي بنسټ ورکړ او په دې توګه یې د یهودیت مخه پر دین سربېره د ملت لوري ته واړاوله. بن ګوریون (زمري زوی/شیرزاد) چې اصلي نوم یې بن ګریون و، ېو پولنډي یهودی و. هغه پر ۱۹۰۶ کال له پولینډ څخه فلسطین ته ولاړ او هلته یې د صهیونیستي دولت د جوړولو لپاره منظم سیاسي فعالیت ته دوام ورکړ. نوموړی د «هه ګنه، هاګانا» په نامه د یهودي وسله سازمان (۱۹۲۰) او «یهودي اژانس» چې د فلسطین خاورې ته د یهودانو کوچ او مهاجرت یې هڅاوه، مهم مشر ګڼل کېږي. په فلسطین کې د یهودي ښارګوټو د امنیت د سمبالښت په موخه تر هګانه پخوا د «هاشومیر» په نامه یو بل پوځي صهیونیستي سازمان لا ان په ۱۹۰۹ کال کې جوړ شوی و.
خو تیودور هېرڅل تر ډېره ځایه په اروپا کې خپلې صهیونیستي ایډیالوژۍ ته دوام ورکړ. هغه پر ۱۸۹۶ د «یهودي دولت» تر نامه لاندې یو کتاب ولیکه چې د صهیونیزم مانیفیست بلل کېږي. ویل کېږي چې هېرڅل دغه کتاب د یهودي زرسالارو د اغېزمنۍ کورنۍ یو مشر – بارون اېدموند روتشیلد ته ځانګړی کړی و. د کتاب موخه د یهودانو لپاره د ېوه ملي ټاټوبي رامنځته کول و. له دې کتاب څخه یو کال وروسته د هېرڅل په هڅه د سویس په بازل ښار کې د نړېوال صهیونیستي سازمان لومړنۍ کنګره جوړه شوه چې د یهودي دولت جوړېدو ته یې منظمه او سازماني بڼه ورکړه. هېرڅل په ۴۴ کلنۍ کې او د صهیونیستي دولت له اعلامېدو ۴۴ کاله مخکې په اتریش کې مړ شو، خو هډوکي یې د یهودي دولت له جوړېدو یو کال وروسته بیت المقدس ته یوړل او هلته د هېرڅل د غونډۍ له پاسه خاورو ته وسپارل شول.
د صهیونیستانو ارمان پر ۱۹۴۷ کال د فلسطین پر خاوره د اسراییلو دولت په جوړېدو سره پوره شو، خو په میلیونونو فلسطینیان څه کم اتیا کاله کېږي چې د خپل هېواد او دولت د درلودو له حق څخه بې برخې دي. د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د اسراییلو او فلسطینیانو شخړه چې زړی یې بریتانیا او د بلفور اعلامیې کرلی و، د انسانوژنې او خونړيتوب نوي پړاو ته ننوته. د فلسطین په غزه کې روان بشري ناورین د امریکا تر مشرۍ لاندې د ایډیالوژیک لوېديځ له دوه مخیتوبه پرده پورته کړه. د غزې ناتار د نړېوالو روایتونو په جګړه کې د مهم بدلون سبب شو:
۱ – د اسراییلو د معصومیت او مظلومیت څخه زړېدونکی روایت وننګول شو. په غزه کې د ملکي او بې ګناه فلسطینیانو په وژلو سره اوس اسراییل د ظالم او تېري کوونکي په دریځ کې او د امریکا تر مشرۍ لاندې لوېدیځ هم د ظالم ترشا ولاړ دی.
۲ – په منځني ختیځ کې ېوازینی «دیموکراتیک» دولت، په فلسطین او په تېره غزه کې د بشري حقوقو د ډله ییز نقض، ښځو او ماشومانو د وژنې او د دغه ښار پر دوه میلیونه وګړو باندې د اوبو، درملو، برېښنا او بشري مرستو په بندولو سره د «دیموکراتیک والي» او «لیبرالیزم» له ټولو بنسټیزو اصولو څخه ښکاره سرغړونه کوي.
۳ – د بشر د حقوقو په برخه کې د نړۍ تر ټولو مهمو لوېدیځوالو سازمانونو – د بخښنې نړېوال سازمان، د بشري حقوقو د څار سازمان او د «بتسیلم» په نامه د بشري حقوقو یوه یهودي سازمان په فلسطین او غزه کې د اسراییلو د رژیم چلند رسما اپارتاید او جنګي جنایت وباله.
د غزې په وړاندې جګړې د لوېديځ په تر ډېره اسراییل پلوه عامه افکارو کې ژور بدلون رامنځته کړ. په تېرو څو اونیو کې د نړې په بېلابېلو ښارونو کې په میلیونونو غیر مسلمانان او ان په لسګونو زره یهودان واټونو ته راووتل او د غزې پر بې ګناه خلکو یې د اسراییلو خونړي بریدونه وغندل. د شخړې نوې کچې په اسلامي هېوادونو کې هم مسلمانان راوپارول.
د اسراییلو په ګاونډ کې اردن او مصر هغه دوه لوېديځ پلوه دولتونه دي چې د جګړې اور او د فلسطین غمیزه یې تر بل هر اسلامي هېواده ډېر اغېزمنولی شي. د متحده عربي اماراتو، بحرین او سعودي عربستان مشرانو ته به هم ستونزمنه شي چې تر دې وروسته له اسراییلو سره د اړیکو دعادي کېدنې اتڼ ته نڅا وکړي. هندي چارواکو چې د غزې په جګړه کې یې له اسراییلو ښکاره ملاتړ اعلام کړ، د خپل هېواد د سلکونو میلیونو مسلمانانو احساسات ژوبل کړل. په سیمه او نړۍ کې روان انقطاب ته په کتو سره د هند، سعودي عربستان او امریکا ترمشرۍ لاندې د نوي اقتصادي دهلېز د طرحې ښادي هم ښایي تر نامالومه وخته وځنډیږي. په ټوله کې هندي مشرتابه ته ښایي ګرانه شي چې په فلسطین کې له جنګي جنایاتو وروسته بیا هم په اسلامي زړونو کې ځای ومومي.
د نړېوال انقطاب په نوي سطرنج کې چې د غزې جګړه یې ښايي لوبغاړي لاپسې منسجم کړي، د روسیې، چین او ایران رول ان د اسلامي همکارۍ سازمان تر دریځه هم فلسطین پلوه دی. تر دې دمه د اسلامي مهمو هېوادونو – تورکیې او سعودي عربستان د مشرتابه دریځونه تر ډېره ځایه د رسمي اعلامیو او احساساتي ګواښونو بڼه لري او د «کورني لګښت» لپاره برېښي.
د غزې د روانې غمیزې یوه بېړنۍ پاېله دا ده چې په نړۍ کې یې ېو ځل بیا یهودي ضد افکار او احساسات راوپارول. دا پاېله له هغه څه سره چې د یهودي دولت د جوړېدو لپاره مهم دلیل ګڼل کېده، ژور تناقض لري. د غزې جګړې د فلسطین د خلکو د برخلیک موضوع خورا حساس تاریخي پړاو ته رسولې ده. د دې برخلیک ټاکل ېوازې یوه لاره لري او هغه د ېوه خپلواک او ملي واکمنۍ درلودونکي فلسطیني دولت جوړېدل دي. راتلونکې اونۍ او مېاشتې … به روښانه کړي چې د فلسطینیانو برخلیک به د عجمانو په لاس انځور شي او که عربان به هم په کې رول ولوبوي؟
آخځ:
۱ – بریتانیکا دایرة المعارف ۲ – د نړېوالې لومړۍ جګړې نړېوال دایرة المعارف ۳ – لنډ یهودي دایرة المعارف ۴ – د ملګرو ملتونو سازمان ویبپاڼه ۵ – شهبازی، عبدالله: زرسالاری یهودی و پارسی، استعمار بریتانیا و ایران (در ۵ جلد)، موسسه مطالعات و پژوهشهای سیاسی، تهران، ۱۳۷۷.
دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، وصال ټلوېزیون یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.
Views: 128