نن په اټاليا کې د جي۷، هېوادونو په روانه ناستې کې ښايي دا پرېکړه ترسره شي چې، د روسيې کنګل شوې شتمنۍ يوه برخه اوکراين ته ورکړي.
د امريکا او لويدیځو مهمو رسنيو تاييد کړې چې د دغو هېوادونو مشرانو زياتې برخې لا دمخه د اجندا دغې موضوع منلو ته سر ښورولی دی.
د جون پر ۱۱ د امريکا د امنيت شورا وياند جان کربي، هم تاييد کړه چې دوی يوي نوي پریکړه اخيستلو سره د روسيې غير متحرکو زېرمو او دارايي ارزښت څخه بنديز لرې کوي څو، په اکراين کې د روسيې له خوا رامنځته شوي ويجاړي بيا رغاونه کې ورڅخه ګټه واخيستل شي.
دغه راز بلومبرګ خپرونې هم د امريکا او اروپا له خوا د “روسيې زېرمو احتمالي بخشش اوکراين ته”؛ موضوع باندې ليکنه کړې ده.
که چېرې جي۷، هېوادونه په سرکې امريکا نن يا سبا ناسته کې، دغه پرېکړه وکړي نو په نړيوال مالي او بانکي سيستم به د هېوادونو باور له منځه لاړ شي او د نړۍ اقتصادي نظام لپاره به ډېرې بدې پايلې ولري.
روسيه په لويديځو بانکونو کې د ۲۸۰ مليارده ډالرو په ارزښت زېرمې او دارايي لري چې، د دغې دارايي او زېرمو زياته برخه جرمني، فرانسې او بلجيم هېوادونو پانکونو کې نغده او تضمين په توګه پرتې دې.
د ۲۰۲۲ کال کې د اکراين جګړې پېل کېدا سره امريکا او لويدېځ هېوادونو د روسيې زېرمې او دارايي کنګل کړې څو روسيه ورڅخه ګته پورته نشي کړای.
جي۷، هېوادونه د اټاليا په اوسنی ناسته کې ښايي پرېکړه وکړي چې د روسيې کنګل شويو پيسو او زېرمو څخه ۵۰ مليارده اوکراين د بيا رغاونې لګښت په توګه پور، ورکړي.
اوکراين به د روسيې زېرمو او دارايي څخه چې اروپايي بانکونو کې پرتې دي د ګتې او سود پيسو څخه، دغه ۵۰ مليارده پور، بېرته خلاصوي.
په اروپايي بانکونو کې د روسيې پيسو کلنۍ ګټه يا سود هر کال۲،۵ تر ۳،۷مليارده امریکايي ډالرو ته رسېږي.
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د جون پر ۸ مه يوې وينا کې د دغې پلان په اړه دمخه خبرې کړې وې او دغه پور يې، اوکراين لپاره د اروپايانو، د “پيوستون بسته” ياد کړې وه.
د پلان اصلي محرک امريکا ده او تر شا يې څو لويې ستراتيژيکې او ګنې وړې موخې پرتې دي.
اوله، موخه يې د روسانو او اروپايانو ترمنځ د واټن څو چنده نور زياتوالی او نورو شخړو رامنځ ته کول دي.
دويمه، موخه دا ده چې، د دغه پور تاييد سره به د اوکراين تش په نوم بيا رغاونې او مالي لګښت له بار څخه ځان او دغه راز اروپا خلاصه کړي.
درېيمه موخه داده، چې روسيه به د کنګل شويو شتمنيو څو مليارده کلنۍ ګټې او سود څخه محرومه کړي.
څلورمه موخه ښايي دا وي چې، دغه پلان د يوې فشار وسېلې په توګه د روسيې پر وړاندې وکاروي څو يې خبرو مېز، اوربند ته را مات کړي.
لويديځو رسنيو او شننو کې دغه موضوع د څو مياتشو راهيسې تر بحث لاندې وه چې يو شمېر بحثونو يې د روسيې غبرګون هم را پارولی دی.
څو هفتې د مخه د روسيې ولسمشر د يو فرمان په لاسليک کولو اجازه ورکړه چې، روسيه کولای د کسات او ځوابي اقدام په توګه، په روسيه کې تثبيت شوې ۲۹۰ مليارده امريکايي او اروپايي شتمني ضبط کړي.
د روسيې غبرګونونو په دوام کې د بهرنيو چارو وياندې ماريا زخرووا يوه رسنيز کنفرانس کې دا ګوت څندنه هم وکړه چې، که امريکا او اروپا د دوی شتمني، اوکراين يا بلځای کې وکاروي نو روسيه به يې پروړاندې نړيوالو فورمونو کې قانوني دعوا وکړي.
که چېرې اټاليا ناسته کې، دغه پرېکړه تاييد شي نو روسيه به د ولسمشر وروستي فرمان له مخې ځوابي اقدام کې اروپايي او امريکايي کمپنيو شتمني او جايدادونه ضبط کړي چې دغه ډول اقدامات به نړيوال مالي بازار او کاروبار له ګڼو نويو ننګونو سره مخ کړي.
فايننشل ټايمز ورځپانې تېر کال يوشمېر څېړنو کې ښودلې وه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې، د امرېکا او لوېدېځې نړۍ بنديزونو له امله ډېرو هېوادونو د خپلو سرو زرو ۵۰ سلنه ريزرف بېرته خپلو هېوادونو ته راوړې. د اوکراين جګړې او د روسيې پانګو کنګل کولو وروسته په ۲۰۲۳ کې ٦۸ سلنه د سرو زرو ريزرف بېرته هېوادونو ته انتقال شوي دی.
دغه اقدام، ښايي ډېرو هېوادونو سره دا وېره پيدا کړي چې، د روسيې وروسته د دوی نوبت هم راتلای شي.
د جي۷، هېوادونو سږ کال ناسته کې شامل يو شمېر مشران په خپلو هېوادونو کې له سختو نيوکو لاندې دي او يو شمېر يې تازه د اروپا په پارلمان کې خپل اغېز او رايې بايللي دي.
ايټاليا کې، سږ کال ناستې ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي رابلل او د امريکا او اروپا له لورې ورته د روسيې شتمنیو ويش به دنياوالو باور تر هر، بل وخت په نړيوال مالي سيستم له منځه يوسي او ډېر هېوادونو به فکر کولو او لارو بدلولو ته مجبور کړي.
Views: 41