د جمهوریت سقوط او د ولسمشرغني حاکمیت کې خنډونه

غیرت بهیر
فبروري 6, 2024

د تېر شل کلن جمهوریت د سقوط بحث کې تل ګوته د هېواد لومړي کس یعنې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته نیول کېږي چې ولې یی باعزته سوله بریا ته ونه رسوله، جمهوریت یی له سقوط ونه شو ژغورلای او نړیوالو ته يی قناعت ورنه شو کړلای او یا يی داخل کې د هېواد سیاسیونو سره ملي اجماع رامنځ ته نه کړه. دغه لنډه لیکنه کې همدغو مسایلو ته لنډه کتنه شوې ده.

جنګسالاران، زورواکان او پخواني سیاسیون:

د ۲۰۱۴ د بون له توافق وروسته او بیا کابل کې نوې اداره رامنځ ته شوه چې ګڼې هغه ډلې چې کلونه کلونه سره جنګېدلې وې په کې راټاله شوې او نړیوالې ټولنې او یا  حامد کرزي ونه غوښتل یا نه شوای کولای چې د بشري حقونو ناقضین، جنګي جنایتکاران او مشهور قاتلین نه یوازې دا چې محاکمه نه شول بلکې د نړیوالو قراردادونو په ترلاسه کولو او سیاسي واک ترلاسه کولو نور هم ځواکمن شول. د نوې ادارې له تشکیل وروسته سره له دې چې د وخت موقتې ادارې مشر حامد کرزي ته متنفذینو مشوره ورکړه ترڅو دهېواد لوی ښارونه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه داسې ځواک په عاجله توګه وروزل شي او د مشخصو لویو ښارونو واک ورته ورکول شي ترڅو د مشخصو جنګي جنایتکارانو د قانون د سرغړونو مخه ونیول شي او په دې توګه ټول اداري واحدونه له ملي ادارې لاندې راشي خو متاسفانه حامدکرزی په دې ونه توانېدو او یا يي نه غوښتل خپل سیاسي قدرت ته يي خطر رامنځ ته شي.

د ۲۰۰۴ میلادي کال د ولسمشرۍ ټاکنو له لارې په عملي توګه جنګي جنایتکاران کاندیدان شول او انتخاباتو کې يې ګډون وکړ او نور په عملي توګه په قومي دلالانو تبدیل شول چې نور نو د دوی کنټرول ممکن نه وه.

د ۲۰۱۴ میلادي  کال ټاکنو کې ډاکتر محمداشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله مخکښ او مطرح کاندیدان وو او ټاکنې سره له دې چې دویم پړاو ته ولاړې او د دویم پړاو ټاکنې چې د نړیوالو مفتشیینو تر سرپرستې لاندې وپلټل شوې او هره رایه ۵ ځله تفتیش شوه چې په پایله کې یی ولسمشر غني نږدې ۵۵٪ سلنه او ډاکتر عبدالله عبدالله ۴۵ سلنه رایی ترلاسه کړې خو بیا هم ډاکتر عبدالله او په لویه کې جمعیت اسلامي ډلې لکه څنګه یی چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کلونو نتایج ونه منل دا ځل یی داهم ونه منل خو دې انتخاباتو کې  تفاوت دومره وه چې تیرو ټاکنو ، په ۲۰۰۴ کال کې استاد رباني د حامد کرزي سره ولاړ وو او  ۲۰۰۹ کال کې زورور جنګسالار قسیم فهیم  د ریاست جمهوري لومړی معاون وه؛ نو ځکه جمعیت او نورو جنګسالاران مجبور وو، چی نتایج د امتیازاتو په بدل کې ومني او بله دا چې حامدکرزی چې هم کاندید و او هم رییس جمهور و؛ نو ځکه په انتخاباتی کمیسیونونو او دولت یی حاکمیت درلود او د نتایجو د نه منلو کوم جدي تشویش نه وه.

خو ۲۰۱۴ کال کې حالات بالکل متفاوت وو، له یوه پلوه د بون له توافق را وروسته معمولاً د ولسمشر لومړی مرستیالي  د جمعیت د ډلې وه خو ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې له یوې خوا ډاکتر عبدالله عبدالله کاندید و له بلې خوا د حامدکرزي د خوښې کاندید ډاکتر زلمی رسول و، احمدضیامسعود چې د استاد رباني زوم او د احمدشاه مسعود ورور و، نو هغه یی لومړی معاون وه او هم د رییس جمهور حامدکرزي ملاتړ ورسره وه خو د لومړي پړاو په ټاکنو کې یی زلمي رسول  ونه شو کولای چې دویم پړاو ته لاره پیداکړي.

د ډاکترمحمداشرف غني په ټیم کې لومړی معاون يی جنګسالار جنرال دوستم او بل معاون یی سرور دانش و، خو دلته یوه تشه موجوده وه چې د جمعیت اسلامي چې په عملي شکل یی ځان د تاجکانو استازې ډله ښودله چې د بون له توافق راوروسته یی سیاسي قدرت کې مهم امنیتي او ډيپلوماتیک او د امریکایانو سره د پروژو قراردادونه درلودل او معمولن د ولسمشرۍ لومړی معاونیت بست له دې ډلې سره وه خو د ولسمشرغني په ټیم کې داتشه محسوسېدله.

لکه څرنګه د مخه یادونه وشوه چې دویم پړاو ټاکنې ترسره شوې او ولسمشر غني ټاکنې وګټلې خو د جمعیت اسلامي کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله  د ټاکنو نتایج ونه منل. دلته ولسمشر غني سره ملاتړی اکثره عام ولس و او رییس جمهور حامدکرزي ونه شو کولای چې د سیاسي واک د انتقال معضله حل کړي او نه یی وشو کولای چې د جمعیت اسلامي له خوښې پرته د انتخاباتو نتایج اعلان کړي او له بلې خوا د دده شا او خوا کسانو هڅه داوه ترڅو سیاسي فضا مختل کړي ترڅو خپل حاکمیت ته دوام ورکړي؛  نو هماغه وه چې د سیاسي بن بست د پایته رسېدو په خاطر د ملي وحدت د حکومت په نوم د دوو ډلو حکومت رامنځ ته شو. دا نوی حکومت یوه نوی ناکامه تجربه وه تر دې چې ډاکتر عبدالله عبدالله او ډلې يي د حکومت په ټوله دوره کې تر حده وغوښتل خپل شته سیاسي قدرت حفظ کړي؛ نو ځکه یی د هرې مقررۍ او هر دولتي ریفورم مخکې خنډونه اچول.

۲۰۱۹د  میلادي ټاکنې سره له دې چې امریکایان یی مخالف وو، ترسره شوې چې بیا هم د معمول سره سم ډاکترعبدالله عبدالله نتایج ونه منل او د ټولو شته قوانینو خلاف يي د ولسمشرۍ  موازي تحلیف مراسم ترسره کړل چې د جمهوریت او انتخاباتي پروسو په مشروعیت او عملي پروسې يي دبطلان کرښه راښکله.

په پای کې بیا امریکایانو مداخله وکړه ترڅو ولسمشرغني مجبور کړي چې ډاکتر عبدالله ته د ۲۰۱۴ میلادي کال انتخاباتو په شان اجراييوي صلاحیت ورکړي خو دا ځل ولسمشرغني مقابل ټیم ته اجراییوي صلاحیت ورکول ونه منله خو حکومت کې یی نیمه ونډه ورکړه.

۲۰۱۴ میلادي کال وروسته جنګسالارانو، زورواکانو او په ځانګړي توګه پخواني رییس جمهورحامدکرزی د واک نه تر څنګ ته کېدو وروسته  په ارام ناست نه وه بلکه د ولسمشرغني د اکثره دولتي ریفورمونو او سیاستونو مخه يي نیوله او د سیاسیونو د ملي انسجام مخه يي د خپلو سیاسي منافعو په چوکاټ کې کتله. زورواکان او جنګسالاران چې اکثره د پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په وینا غټې دوسییې درلودې خو حامدکرزي نه غوښتل چې د فساد مخه ونیسي نو په دې توګه اکثره زورواکانو او جنګسالارانو د ولسمشر غني په نسبت چې له دوی سره سخت ګیره وو ؛نودوی  پخواني ولسمشر حامدکرزي سره د راحتۍ او خوشالۍ ساه اخیستله نو ځکه دوی به چې کله د ولسمشرغني ناراضه شول، یا به د قانون کړۍ ورباندې راتنګه شوه او یا به یی منافع په خطر کې شوې نو د پخواني رییس جمهور غېږه او سیاسي ډله ورته خلاصه وه چې په حقیقت کې حامدکرزي د ولسمشرغني د حکومت په مخ کې یوه مرموز مخالف مرکز و او داخل د حکومت کې ډاکتر عبدالله عبدالله یو مخالف مرکز و.

په  ۲۰۱۲ میلادي کال کې د اوباما له حکومت سره د افغانستان-امریکا سټراټيژیک تړون لاسلیک شو خو د همدغه تړون امنیتي برخه حامد کرزي د خپلو سیاسي منافعو په خاطر برمته ونیوله او په ځانګړي توګه سره حامدکرزي وغوښتل ترڅو په ۲۰۱۴ ټاکنو کې یا خپل حاکمیت تمدید کړي، یا  خپل ورور قیوم کرزی یا هم کوم بل نږدې ملګری ډاکتر زلمی رسول یا محمدعمر داودزی واک ته ورسوي. د امنیتي تړون د نه موافقت له امله افغان امنیتي قواوو روزنه، تمویل، تجهیز او اکمال په خپل وخت ترسره نه شول.

حامدکرزي غوښتل یو ځل بیا واک ته ځان ورسوي او په همدې موخه يې د طالبانو مقابل کې د جګړې روحیه وځپله هغه حامدکرزی چې په ۲۰۰۱ میلادي کال په اروزګان کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو منځ کې راڅرګند شو او دطالبانو مقابل کې وجنګېده او د خپل حاکمیت په ۱۴ کلونو کې دده ترمشرۍ لاندې د طالبانو پر ضد جګړې وشوې خو چې له واک لرې شو بېرته يي  موقف کې بشپړ تغیر راغی تر دې چې په ښکاره یی بیان ورکړو چې که طالبان کوم ولایت ونیسي نو ودې نیسې ځکه افغانان دي او حق لري چې وې نیسي .

حامدکرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال جنګسالاران او زورواکان نور هم قوي کړل تر دې چې په جنوبي ولایتونو کې چې اکثره د طالبانو اصلي مرکزونه وو،  هلته یی د طالبانو  او د هغوي ملاتړو ولسونو مقابل کې ناسم چلند وکړو او هغه زورواکان یی هلته حاکم کړل کوم چې د طالبانو له خوا شړل شوي لکه ملاشیرمحمد اخوندزاده، جان محمدخان  او د کرزي وروڼه يي په ترتیب سره هلمند، اروزګان او کندهار کې د جمهوریت ترسقوط پورې ټول په سیاسي واک کې وساتل چې ملا شیرمحمد او جان محمدخان د کرزي له کورنۍ سره فامیلي اړیکې درلودې. کرزي ونه غوښتل  یا یی ونه شوای کولای چې د جنوب ولایتونو کې ریفورم راولي او کله چې ولسمشرغني واک ته ورسېدو؛ نو ده وغوښتل چې د کندهار،هلمند او اروزګان محلي ادارو کې ریفورم او بدلون راولي کوم چې د کرزي  او کورنۍ له مخالفتونو سره مخامخ شول.

ولسمشر غني وکولای شوای چې عطامحمدنور وروسته له ۱۶ کلونو د بلخ ولایت څخه لرې کړي او محلي زوروکان او جنګسالاران يي کمزوري او بي حیثیته کړل او ورو ورو يي منزوي کړل.

افغان  ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه:

د جمهوریت له جوړېدو سره سم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تشکیل، تجهیز، روزلو او اکمالاتو ته په هغه شکل چې لازمه وه کار ونه شو او ۲۰۰۹ کال وروسته پخواني رییس جمهور کرزي د خپلو سیاسي غوښتنو او میراثي سیاست د رامنځ ته کېدو لپاره له امریکایانو سره او نورې نړیوالې ټولنې سره په غیرعملي تقابلي سیاست کې دخېل شو خو ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرغني له راتګ وروسته له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شو چې موخه يي د افعان امنیتي قواوو روزنه، تجهیز،اکمالاتو چټکتیا رامنځ ته شوه، هوايي قول اردو، د ځانګړو ځواکونو(کمانډو)، په شمال ختيځ کې د پامیر په نوم قول اردو  چې په مجموع کې ۹ قول اردوګانې جوړې شوې.

په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په ټول هېواد کې ۱۰ ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې وې خو امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې په ۲۰۱۷،۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې اکثره ولسوالي بېرته له طالبانو ونیولې  او د امنیتي قواوو رهبري او مدیریت ځوانو کادرونو ته وسپارل شوه.

د لومړي ځل لپاره د تقاعد پروسه په امنیتي ځواکونو کې عملي شوه چې ۱۸۰۰ ډګروالان او نږدې ۷۰۰ جنرالان چې اکثره ییی عمر خوړلي او یا سیاسي روابطو او تنظیمي تمایلاتو له کبله جنرالان شوي وه تقاعد ته سوق کړل.

د افغان امنیتي قواوې د دې لپاره چې سیاسي او ګوندي فعالیت کې دخالت ونه لري په اړه يې ولسمشر غني فرمان صادر کړو او امنیتي ځواکونه يي له هر ډول سیاسي فعالیتونو او ګوندونو غړیتوب منعه کړل چې دا کار د ځواکونو د انسجام، د صفونو د وحدت او تنظیم لپاره اړین وه.

د امنیتي قواوو د ولسي ملاتړ او انګېزې لوړولو لپاره ولسمشر غني د حوت(کب) نهمه ورځ( هغه ورځ دی چې غازي امان الله خان د انګریزي ښکېلاک پرضد توره پورته کړه)د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ورځ وټاکله او ورسره سم يي د ملي ارزښتونو د ملاتړ او ملي یو والي د پرمختیا په موخه د بیرغ ملي ورځ وټاکله چې هر کال لمانځل کېده.

افغان ځانګړي ځواکونه د سیمې په کچه د روزلو او تجهیز له نظره یو فوق العاده غوره حالت ته ورسېدل.

امریکا  او ناټو:

د یوکراین پېښو ثابته کړه، امریکا غوښتل چې له افغانستان ووځي او دلته له اوږدو جګړو ستړې وه او ځان يي له طالبانو سره جوړجاړي ته رسول؛ غوښتل چې پایله يي د دوحې توافق وشو، امریکا سره له دې چې له افغانستان سره يي تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې دوه اړخیز امنیتي تړون درلود خو له  افغانستان سره يي دغه ژمنه ترسره نه کړه او افغانستان ته یی د یوه سټراټیژیک ملګري په حیث ونه کتل او په نامسوله توګه یې دوحه توافق نهايي کړو، افغانستان اسلامي جمهوریت يي څنګ ته کړو او هغه جګړه چې دوی د القاعدې سره د جګړې په موخه پیل کړی وه او په ټس کې یی د طالبانو د وخت حاکمیت له منځه یوړلو نو بیرته یی ورسره توافق وکړو او بېرته طالبان واک ته ورسول.

پاکستان:

پاکستان د ۱۹۸۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د تنظیمونو له لارې مستقیم نفود درلود چې د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته يي د جهادي ډلو پر مټ د ډاکتر نجیب الله حکومت رانسکور کړ او جهادي تنظیمونه یی سره بې اتفاقه کړل او بیا يي کابل ته واستول تر دې چې کلونو جکړو وروسته یی هېواد په کنډوالو بدل کړو او ورپسې يې د طالبانو ډله راپورته کړه ترڅو د طالبانو په حاکمیت کې دوی وکولای شي چې هم افغانستان له کنترول لاندې راولي او هم وکولای شي چې مرکزي اسیا ته په ارزانه او اسانه توګه د تجارت یوه لاره خلاصه کړي.

د پاکستان بله غوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د پښتون ملتپالنې مخه ونیسي او افغانستان کې د افغانانو ملي وحدت رامنځ ته نه شي ترڅو افغانستان د ډیورڼد په فرضي کرښې ادعا تحقق پیدا نه کړي او د تل لپاره افغانستان  د دوی یو تحت الحمایه هېواد پاتې شي .

اکثره افغانان بیا په ځانګړي توګه سره پښتانه د لر او بر داعیه یوه ملي داعیه بولي او په دې اند دي چې باید د ډیورنډ فرضي کرښه له منځه لاړه شي ترڅو لر اوبر افغان وطن سره یوشي، خو دا ادعا په داسې حال کې کوي چې نه خپل وحدت سره لري، نه نړیوال حمایت لري او نه هم ملي زعامت باندې سره را ټول دي یعنې د شرایطو عیني واقعیتونو ته نه ګوري. لکه څنګه چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې په پاکستان کې سیاسي واک او ځواک تل د پوځ په لاس کې دی نو د ولسمشر غني له راتلو سره سم نوموړي هڅه وکړه ترڅو پاکستان وهڅوي چې په خپل څنګ  کې باثباته افغانستان ومني او په مقابل کې يي طالبان وهڅوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره سوله وکړي. ولسمشر د همدې موخې لپاره د پاکستان د پوځ مرکز( جي ایچ کیو) ته ولاړو چې د ګڼو افغانانو له خوا پر ولسمشر انتقاد وشو خو د ولسمشر ځمکني واقعیت سره سم اقدام وکړو او موخه يي دا وه ترڅو د پاکستان پوځ ته د یوه باثباته افغانستان ته د دښمن په سترګه نه بلکې د دوست په سترګه وګوري او باید دې کار لپاره پاکستان سره بحثونه ترسره شي.

ولسمشر غني بیا بیا هڅه  وکړه ترڅو پاکستان دېته وهڅوي چې پاکستان د افغانستان په ارتباط د سیاسي منافعو محوره سیاست څخه اقتصاد محوره سیاست ته  او په سیمه ایزو لویو پروژو کې را دخېل کړي تر دې چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې يي د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې پاکستان ته مشخص د اقتصاد، ټرانزیټ،انرژي او لویو پروژو کې د مشارکت وړاندیز وکړو خو په دې شرط چې پاکستان د سولې پروسې کې طالبان د افغانستان اسلامي جمهوریت سره خبرو ته کینوي او د ولسمشر د باعزته سولې پروسه بریالۍ شي. خو پاکستان دې نتیجې ته رسېدلی و چې ناټو او امریکایان له افغانستان ووځي او طالبان د دوی د یوې نیابتي ډلې په حیث کابل ته داخل شي. د جمهوریت له سقوط څو میاشتې مخکې پاکستاني استخباراتو د خپلو چېنلونو له لارې هڅه وکړي ترڅو په افغانستان کې د دوی تر تاثیر لاندې ځینې ډلې او شخصیتونه د طالبان سره جوړجاړي ته وهڅوي او اسلام اباد کې یی سره راټول کړي ترڅو د یوه مشارکتي دولت په شکل د امریکایانو له تللو وروسته کابل کې حاکمان شي خو دغه بحث په تاشکند کې د ولسمشرغني له خوا پر پاکستان د سختو نیوکو له لارې ټکنی شو او ولسمشر ونه غوښتل چې داسې یوه جوړجاړی ته غاړه کیږدي.

د پاکستان لویه غوښتنه د یوه بې کمزوري، کاواکه، منزوي او تحت الحمایه افغانستان شتون دی چې متاسفانه افغانستان اوس همداسې یوه حالت کې واقع دی.

د ولسشمرغني د سولې پلان، د دورې لاسته راوړنې او ستونزې:

 ولسمشرغني د لومړي ځل لپاره د طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې لپاره واضح طرحه ترتیب کړه چې حزب اسلامي ډلې مشر حکمتیار يي وهڅولو او کابل ته راغی او د سولې پروسې سره یو ځای شي او  ۲۰۱۹کال ټاکنو کې انتخاباتو ته کاندید شو او ډلې يي  دولت کی مشاورین درلودل.

د طالبانو سره د ملي روغې جوړې لپاره يي واضحه تګلاره رامنځ ته کړه او بې قید او شرط يي طالبانو سره د خبرو پیل ته تیار شو چې تر دې د مخه دا حالت نه وه. ولسمشر طالبانو ته د ملي ثبات د اصلي عامل په سترګه کتل خو متآسفانه طالبانو غوښتل مطلقه قدرت ترلاسه کړي او هیڅکله يي ونه غوښتل چې د جمهوریت د سولې طرحې او پروسې ته مثبت ځواب ووايی.

طالبانو د ۱۹۹۲ میلادي کال په شان چې ایران او پاکستان کې مېشتو مجاهدینو د ډاکترنجیب الله د ملي روغې جوړې پروسې ته سره یو ځای نه شول او ملي بنسټونه یی ړنګ کړل نو په ورته ډول طالبانو هم مطلقه واک ترلاسه کول غوښت خو د مجاهدینو سره يي توپیر دومره وه چی طالبان واحده قومانده لري خو پخواني مجاهدین بیا زیات سره وېشلي وه.

ولسمشرغني د باعزته سولې طرحه په دغه لینک کې ذکر شوې دی چې لنډیز يي په یوه پاڼه کې لیکل شوی دی

 

https://www.youtube.com/watch?v=J-f6GQ_aJfo

د دغې طرحې په ترڅ کې يي په اوږدمهال کې د یوه باثباته ملي دولت طرحه وه او په اصلي شکل په افغانستان کې د سیاسي واک معضلې د حل یوه ملي تګلاره یی تشرېح کوله خو دغه طرحې باندې د جمهوریت داخل کې سیاسیونو توافق نه درلود خو مقابل کې  خپله جمهوریت کې ښکېلو سیاسیونو هم کومه مشخص طرحه نه درلوده بلکې اکثره پخواني جنګسالاران او قومي ډلو مشرانو، طالبانو، امریکایانو او جمهوریت داخل کې د سیاسيونو  ټولو مشترک ټکی داوه چې ولسمشر غني باید استعفا وکړي خو داستعفا د بدیل طرحه يي نه درلوده که ولسمشر استعفا وکړي نو ایا داسې کوم عملي میکانیزم شتون لري چې د هېواد ټول سیاسیون ورباندې  ملي او سیاسي اجماع  ولري ترڅو د موقت دولت تشکیل رامنځ ته شي خو برعکس د خلیلزاد یوازې داخل کې سیاسیونو ته بې له حاکم ټیم څخه واک کې د ساتلو تمه ورکړې وه چې یوازې شفاهي خبرې وې او عمل کې يي کوم تضمین نه درلود. د جمهوریت داخل کې د اکثرو سیاسیونو چې تر ډیره د ولسمشرغني مخالفین وه او خلیلزاد هڅه دا وه ترڅو ولسمشرغني له واک څخه څنګ ته کړي.

د ولسمشرغني په دوره کې د ده عمده ستونزه داوه چې وې نه شوکولای خپل متحد ټیم رامنځ ته کړي او هم يی د ډلو ټپلو مشرانو پرځای ځوان تحصیل یافته نسل او کادرونو ته مخه کړه چې همدا خپله ولسمشر ته سرخوږی شو او مقابل کې يي میراثي کورنۍ، جهادي/تنظیمي ډلو مشرانو او نورو هغو افرادو او دلو چې د ګاونډیو هېوادونو سره يي نږدې اړیکي درلودي تر ډېره حده يي د ولسمشرغني حکومت دوره تخریب کړه. د ولسمشر غني د حکومت مقابل کې د بهرنیو فشارونو سره څنګ کې د هېواد په داخل کې ګڼې ستونزې د ډاکتر عبدالله، پخواني جمهور رییس کرزي، محلي زورواکانو، جنګسالارانو او تفرقه اچونکو افرادو ډلو او د دوی پلویانو له خوا رامینځ ته شوی وې، چې د دوی د مشروعیت داغداره کېدل، د تالیبانو پرضد د رواني جګړې ناکامۍ  او سیاسي ملي اجماع مخه يې  ونیوله.

همدغه ډلې او افرادا اوس هم هڅه کوي، چې د ۲۰۲۱-۲۰۰۱ پورې  ټولې پېښې په ځانګړي توګه سره د جمهوریت د سقوط له کبله د ټولو شل کلنو پېښو پړه او ملامتي  پر تاریخ کې پر ولسمشرغني، د ده په نږدې ټیم او پلویانو واچوي.

د جمهوریت پرمهال او د جمهوریت له سقوط وروسته د رسنیو، سیاسي مخالفین له اړخه ولسمشرغني، د ده په نږدې ټیم او پلویانو اړوند ځینې ناسم معلومات د تبلیغاتو/پراوپاګند په شکل نشرکېږی کوم چې په تاریخي توګه په لوی لاس همدغه مغرض کسان اوسیاسیون غواړی چې دا د ولسمشرغني، د ده په نږدې ټیم او پلویانو پرضد وکاروي.

د دفاع وزارت د پخواني معین تمیم عاصي په قول چې د اګست په څوارلسم ۲۰۲۱ میلادي کال د پاکستان لوی درستیز جنرال قمرباجوه  د سولې په چارو کې د جمهوریت استازي ډاکتر عبدالله عبدالله او پخواني جمهور رییس حامد کرزی ته زنګونه وهلي وه او د سقوط پروخت يي د دوی د هر ډول امنیت ساتلو اطمینان ورکړی وه خو برعکس ولسمشر غني د برحال رییس جمهور په حیث ولې ونه غوښتل چې کابل کې پاتې شي، ځکه ده نه غوښتل چې په جبر مجبورشي او جبري توګه جمهوریت وسپاري او نه هم داسې کوم ډاډمن نړیوال تضمین شتون درلود چې د جمهورتی ځینې اساسي غوښتنې او لاسته راوړنې لکه د بیان ازادي، د مېرمنو تحصیل او حقونو او دسیاسي فعالیت … ته به طالبان غاړه کېږدي او یا به هم طالبان د یوه واحد سیاست له لارې له پاکستان لرې شي او نړۍ سره به تفاهم او روابط جوړ کړي نو ځکه له هېواد وتلو ته يی ترجېح ورکړه. حال دا چې طالبانوته تر ټولوسره زیان له هره اړخه ډاکترعبد الله، د جمعیت ډلې او کرزي حاکمیت کې رسېدلی وه تر دې چې عبدالله او کرزی د امریکا په مستقیم ملاتړ راغلل تر دې چې د کرزي باډیګارډان تر ډېره وخته پورې امریکایان وه.

د ولسمشر غني مقابل کې داخل د جمهوریت کې د سیاسي انسجام مخه ولې نیول کېده، د دې شاته د چا لاسونه وه،داخل کې مطرح سیاسیون لکه ډاکتر عبدالله عبدالله، حامدکرزي، استاد سیاف… او که د سیمې هېوادونو نه غوښتل چې دلته واحد جمهوري صف رامنځ ته شي چې حاکم ټیم يي په انسجام کې بریالی نه وه.

ولې د افغان سیاسیونو ترمينځ د ولسمشرغني د حکومت پرمهال سیاسي اجماع تر اخره رامینځ ته نه شوه؟خنډونه چا رامینځ ته کول؟ فردي سیاسیونو رول څه وه؟ ایا سیاسیونو د نه اجماع لپاره خپل منافع د شرطونو په حیث وړاندې کول؟ که علت یی دا وه چې پخوا کوم مالي فساد او بهرني مالي امکانات وه چې سیاسیونو او زورواکانو ته په کې برخه نه رسېدله او د ولسمشرغني په راتګ سره هغه ورباندې بند شول، نو ځکه یی د ولسمشرغني د حکومت پرضد ناسمو تبلیغاتو او تخریب ته ملا وتړله؟

د ولسمشرغني د حاکمیت پرمهال ترټولو جنجالي موضوع د ډیورنډ پر کرښه د اغزن سیم تېرېدل وه چې د پاکستان غټه موخه دا وه چې په دې توګه د ولسمشرغني حاکمیت تر فشار لاندې راولي او افغانستان کې د ډیورنډ کرښې بحث راپورته کړي او داسې وښیی چې د پاکستان سره کوم توافق شتون لري، نو که حکومت یی غبرګون ښودلی نو د اخل کې ځینو سیاسیونو او ډلو په لوی لاس غوښتل چې دا مسله راپورته شي او له بل پلوه نړیوال ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا او بریتانیه په فعال حضور  او اتکا په حالت کې چې افغانستان کې يي شتون درلود کومو چې د ډیورنډ فرضي کرښه د نړیوال سرحد په حیث پېژني او افغان امنیتي دفاعي ځواکونو سره یی مرستې کولې نو که جګړې ته تللی نو ناټو دلته خپلې مرستې بندولې او افغانستان هم له ناټو سره مخامخ کېدلو او هم داخل کې د جمهوریت صف وېشل کېدو. له بله پلوه طالبانو ځینو مبلغین همدغه موضوع اړوند انتقادونه کوي حال داچې د پاکستان ځواکونو سره څنګ په څنګ د ډیورنډ پورې غاړې به طالب ملیشو هم د افغان ملي ځواکونو پرضد ډزونه کول او د طالبانو هغه وخت د اغزن تار په مخالف کې هیڅ اعلامیه او غبرګون څرګند نه کړ. نو د ولسمشرغني موقف ولس ته پرېښود چې اکثرو سیمو لکه ځاځیو او سپین بولدک ساحو کې ولسونو دغه اغزن تار پرې کړو او د تېرېدو اجازه يي ورنه کړه.

ولې له ۲۰۱۴ کال را وروسته د ولسشمر غني د حکومت مقابل کې قومي، لساني، سمتي مسایلو ته په لوی لاس لمن ووهل شوې، ایا عامل د ملي وحدت دوه سری حکومت وه؟ ایا داسې مسایلو کې د د اخلي سیاسیونو او بهرنیو کړیو لاسونه وه؟ ایا داسې کارونه د مدیریت وړ نه وه؟ د دښمنانواو یا که سیاسیونو له خوا  او څه یی غوښتل؟

ایا د جمهوریت د سقوط مخنیوی کیدلای شو؟ ولې د ولسمشرغني حکومت او په مجموع کې شل کلن جمهوریت ونه توانېد چې امریکا ته قناعت ورکړي او د طالبانو د حاکمیت مخه ونیول شي؟ د ولسمشرغني د باعزته سولې پلان ولې بریالی نه شو؟ ولې ولسمشرغني ونه توانیدو چې زورواکان، سیاسیون … قانع کړي چې جمهوریت يي په ګټه دی؟

ایا امریکا  افغانستان ته د څه په موخه راغلې وه ، ولې افغانانو ورڅخه د ملي ګټو لپاره اعظمي ګټه وانه خیسته؟

ټول افغانان باید له ځان څخه پوښتنه وکړو چې ولې زموږ نظامونه تل رانسکورېږي، لاملونه یی کوم دي؟

ایا واقعیت کې موږ دینې ستونزې لرو، سیاسي واک د مشارکت او عادلانه وېش تاریخي معضله لرو؟

د نظامونو د چپه کېدو داخلی او بهرني کوم لاملونه شتون لري چې وکولای شو په سوله ایزه توګه یی حل کړو؟

ایا موږه افغانان د یوه سیال او سوله ایز ملت په حیث په خپله جغرافیه کې له نورو سره ولسونو سره په ګډه د باعزته اوسېدلو وړتیا لرو؟

پای

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، وصال ټلوېزیون يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 150

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi