ارسطو په خپل کتاب (سیاست) کې د سیاست بشپړ تعریف کړی. پېړۍ پخوا یې نه یوازې د سم سیاست انځور کښلی؛ بلکې د ننني سیاست وېروونکي اړخونه یې هم بیان کړي دي.
هغه وایي: سیاست د ټولنیز نظام د چلولو وسیله، د سوله ییز ژوند هیله او د اړو دوړ د مخنیوي لار ده. هغه زیاتوي چې سیاست د قانون حاکمیت، د انساني حقوقو ساتنه، د مشر او کشر ترمنځ د واک وېش او بلاخره د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کېدو لومړنۍ او متداوله هڅه ده. نوموړی کورنۍ او ټولنه د سیاست اساس بولي او کاږي چې هر سړی له آره سیاسي دی، یا لږ یا ډېر مګر تومنه په کې له پیدایښته پرته وي. دا چې ټولنه، غوښتنې، مجبوریتونه او رنګارنګ حالات یې خیالات، مزل او منزل بدلوي، دا بېله رواني قضیه ده.
د ارسطو د سیاست له فلسفې څخه په الهام اخیستو سړی داسې فکر کوي که هر انسان سیاسي وي، نو معنی دا چې د ټولنې ساتونکی او د انساني ارزښتونو پالونکی دی. زما په اند، کله چې د ناپېیلي سیاسي درک کمی رامنځته شي، نو په خپل سر د ځان پالنې دوزخي جوش په راپورته کېدو شي. دا وخت لا هم انسان سیاسي طبعیت لري، لیکن هدف او د کار طرز یې بدل شي. د نلسن منډیلا په قول: دا چې انسان له ذاته شرير نه وي، مګر بیا نو د اړتیا، حرص، عناد، حسد له امله شرارت پیل کړي. انسان بیا عداوت پیل کړي او سیاسي ټیکاو له خطر سره مخامخ کړي. کله دا ډول طغیانونه انفرادي او کله ډله ییز وي. کله دا ډول حرکتونه ملي سرمایه قبضوي، ملي ارزښتونه متاثره کوي، خو ټولنې ته یې خطرات په اوږد مهال کې متصور وي؛ مګر ډېر کله بیا دا ډول ځان غوښتنې مخ پر مخ د بې ګناه انسانانو په سرونو پښې ایښودل او منزل ته رسېدل وي. د بېلګې په توګه: که وګورو اوسمهال په نړۍ کې د جرمي اقتصاد چې د ناوړه سیاست یوه څانګه ده، ۱۰۲ ډوله جرایم ترسره کیږي. غصب، اداري – مالي- اخلاقي فساد، خپل پالنه او قوم پالنه، سیاسي قومیت (پاترونیج)، د قانون خلاف سیاسي معاملې، نیشه یي توکي او د انسانانو قاچاق یې څو ګوته په شمیر ډولونه دي. دا ډول غیر قانوني کړنې هغه وخت ټولنې ته سرایت کوي چې کله هم ملي سیاسي جوړښت یا د قانون د حاکمیت نه عاجز شي او یا د دې ډول قضیو سره جوړجاړی وشي. په دواړو حالاتو کې ټولنه د انارشۍ لور ته ځي او د سیاست اصول مسخه کېږي.
د سیاست بڼه، مفهوم اوعملي طرز له یوې ټولنې بلې ته او له یوه حالت نه بل ته توپیر کوي ،ځکه نو په جامد ډول یوې بڼې ته ښه او بلې ته بده نه شو ویلی مګر په ټوله کې د ښه سیاست پایله ټولنیز ټیکاو وي او همدا د ښه او بد سیاست ترمنځ د میزان اله ده. په ټوله معنی امریکایي ولس فدرالي دیموکراسي منلې. هر سړی په بشپړ ډول ازاد او په خپل طرز روان دی. دولت هم د خپل کار سره کار لري، ټکس ټولوي، کورني خدمتونه کوي، بهرني جنګونه کوي، قانون پلی کوي او ولس هم په دې پوهېږي چې له سرو کرښو به نه اوړي. سره له دې چې بعضې امریکایان د سپینې ماڼۍ د بهرنۍ پالیسۍ سره جوړ نه وي مګر په ټوله کې د دولت او ولس تر منځ د سیاست په میکانیزم هوکړه شوې. همدا راز دی چې د امریکا په کورني جوړښت کې سیاست د اصلي مهفوم سره سم تعریف او تطبیق کېږي. دا چې د امریکا سیاسي مانوري د نړیوالو څارونکو، پوهانو او منتقدینو لپاره څومره د منلو وړ دي، جلا بحث دی.
چین، روسیه، کیوبا، ایران او شمالي کوریا پوره او یا نیمه دیکتاتوري سیاسي جوړښتونه دي. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دفاع وزیر له دې امله غرغره کړ چې د هیواد د تاریخ په حساسو شیبو کې د ناستې (Meeting) په بهیر کې خوب وړی وو. سره له دې چې زه د سیاست د دې بڼې سره موافق نه یم، لیکن کیم جونګ اون او ولس یې دې ته ورته په یو لړ پرنسیپونو هوکړه کړې ځکه نو ولس خاموش او دولت ساتونکی او د قانون عملي کوونکی پاتې دی.
په یاد مو وي چې ډېر کله سیاستونه لکه زرع خپل جنس تولیدوي. هغه څنګه وایي؟ چې څه کرې هغه به ریبې. د لیبا خلکو خپل مشر قذافي وواژه، عراقیانو راڼه راڼه کتل او امریکایانو د صدام حسین ژوند واخیست، په ۱۹۸۹م کال کې د پاناما خلکو په خپل لاس مانول نوریګا امریکایانو ته ورکړ او ۱۷ کاله یې په امریکا کې زنداني کړ او د مصر مشر فتاح السیسي د محمد مرسي ژوند په دوزخ بدل کړ. دا چې ولې پورته او داسې نورې سلګونه سیاسي بیلګې یو له بل سره فرق لري، دا دهغه مانورو توپیر دی چې مختلفو سیاسیونو تمثیل کړی دی. کله کله سیاسیون په غلطۍ، کله له مستۍ او کله ناکله له مجبوریته سیاست مسخه کړی نو ځکه بیا یا ځاني او یاد حیثیت تاوان ورکوي. دا چې اوسنی نړیوال سیاست څومره د چل او هنر په لومو کې ګیر دی، ژر به خپل نظر له لوستونکو سره شریک کړم.
سیاست زرګرۍ ته ورته کسب دی دا هم فن دی، هم شوق دی او هم نیم لیونتوب. ځاني غوښتنې له ملي ارمانونو ځارول د منلي سیاست اساسي اصل دی مګر اسان کار نه دی. په دې لاره تلل هم زړه غواړي او هم سرښندنه، دا لار له کرکنډیو او خنډیو ډکه ده. په دې لار کې تاوانونه او خفګانونه ډیر او خوندونه لږ وي. سیاست سوداګري (تجارت) نه بلکې د هغه کارګر دندې ته ورته دی چې ډیر کله د سړک په غاړه ساعتونه ساعتونه انتظار وکړي، کار ونه مومي، کورته ته تش لاس راستون شي مګر سبا سهار وختي بیا د سړک په غاړه د کارفرما لار څاري. همدا ډول ملي سیاستوال هم خپل خلک لکه د هغوی سیوری څاري، پل یې تعقیبوي، په داسې حال کې چې تر ډیره وخته یې ولس په قدر نه پوهیږي.
کله کله ملي سیاستونه دعوه طلبه، بې مزده کار ته ورته وي مګر فرق یې دا وي چې په سیاسي خدمتونو کې کله کله نه یواځې څوک شاباش نه درکوي؛بلکې رټل کیږي. د دې ټول تحلیل پایله دا ده چې سیاست په اصل کې سوچه، مشروع او منلې دنده ده مګر؛
- جرئت،
- حوصله،
- ځیرکتیا، ظرافت، پوهه او
- د تمثیل توان یې څلور ستنې دي.
د نن ورځې ډېرې سیاسي بیلګې د سوچه سیاست مسخه شوی بڼه ده. په سیاست کې له ملي ګټو سره بې باکي د هیواد له نامه او ارزښتونو سره خطرناکې لوبې ته ورته عمل دی. غلط سیاست هغه قیمار دی چې هر کله بې له شرمه، زیانه او رسوایۍ بله پایله نه لري په داسې حال کې چې رغیدلی، ریښتونې او منطقي سیاست له چانه محمد ګل خان مومند، چانه جواهر لال نهرو، چانه لوتر کینګ او چانه ګاندې جوړ کړی. دا چې ۲۱ مه پېړۍ د ځوان کهول د نیک او ګټور سیاست دور دی ،مګر بدبختانه چې نړیوال حالات ترې دا هیله تروړي او خلک ورته سلګۍ، سلګۍ ګوري.
پای.
د انتظار خادم دا لیکنه د اواز کالم د لړۍ په سلسله کې خپروه شوه.
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، وصال ټلوېزیون يې مسووليت نه اخلي.
Views: 7