تاسو به په دې وروستیو کې یو امریکايي مسلمان بوکسر مایک ټایسن لوبه لیدلی وي چې ٥٨ کلنۍ کې يې د بوکس سیالي وکړه.
خو ولې د مایک ټایسن ژوند ډیر جالب او جنجالي دی؟
هغه د نړۍ یو له خورا مشهورو دروند وزن بوکسرانو څخه دی چې په خپل وخت کې یې د بوکسینګ ډګر ته داسې ځلا راوړه چې د نړۍ پام یې ځان ته واړوه.
هغه نه یوازې په خپلو جګړو کې میلیونونه ډالر وګټل، بلکې یو جنجالي او بېپروا ژوند یې هم وکړ.
د بریالیتوب لوړ پوړونه
مایک ټایسن په 20 کلنۍ کې د نړۍ تر ټولو ځوان دروند وزن اتل شو، هره لاس ته راوړنه يې بې سارې وه، په 1985 کال د هغه شتمني 2000 دالر وه.
په 1986 کې ټایسن د یوې لوبې له بریا وروسته 1.2 میلونه امریکايي ډالر وګټل.
په 1988 کې یې د بوکس له سیالیو 11 میلونه امریکايي ډالر وګټل
په 1990 کې یې د سیالیو له لارې 32 ملیونه امریکايي ډالر وګټل.
په 1996 کال یې خپله شتمني 267 مليونه ډالره ته ورسوله او د مایک تایسن ټوله شتمني 500 میلونه امریکايي ډالر ته ورسېده.
په 2002 کې یې په یوې سیالۍ یې 105 مليونه امریکايي ډالر هم وګټل.
هغه نورې هم مشهورې سیالۍ کړې دي چې هغه ته یې مليونونه ډالر ګټلي دي.
خو جالبه یې بیا دا ده چې په 2003 کې د مایک تایسن ټوله شتمني صفر ته راښکته شوه.
سره له دې چې ټایسن یو ځلېدونکی ژوند درلود، هغه ډېر ژر د مالي ستونزو ښکار شو.
مایک ټایسن حتا په یوه میاشت کې 23 میلونه ډالره هم بایللي دي.
تاسو ته ممکن پوښتنه وي چې اخیر دې ټایسن څه کول؟
څو علتونه دي چې له ټایسن یې شتمني واخیسته.
۱- لوکس ژوند: ټایسن په لوکس کورونو، قیمتي ګاڼو، ځانګړو موټرونو او حتی ځنګلي حیواناتو (لکه پړانګانو) باندې پیسې ولګولې.
۲- قانوني ستونزې: په هغه د جنسي تېري تور پورې شوی او د يادې قضیې له امله هغه درې کاله زندان تیر کړاو محکمې په لوړه کچه جریمه کړ.
۳- ناسمه مشوره: ټایسن ناسمو سلاکارانو ته خپلې پیسې وسپارلې، چې د ضعیف مدیریت له امله یې زیات زیان ولید.
۴- د هغه بیکاره ملګري چې ټایسن یې غلطو لارو ته هڅاوه او بې ځایه لږښتونه یې پرې کول.
خو مایک ټایسن له خپلو تېروتنو زده کړه وکړه او د خپل ژوند بیا تنظیم ته یې مخه کړه.
نن ورځ، د هغه شتمني شاوخوا $10 میلیون ډالر اټکل شوې ده.
هغه ځینې سوداګریزې پروژې پیل کړې او د نړۍ له مشهورو د بوکس کلبونو سره یې په لوړ معاش د استاد دنده پیل کړه.
خو مایک ټایسن یو جنجالي او له ژوند سره د مبارزې په برخه کې یو پیاوړي انسان یادېږې، دا چې نوموړي ډیرې پیسې بایللې وې،خو د پیسو ته بیرته لاس ته راوړلو لپاره د معیوبینو له څوکۍ را پورته شو او د ځوانۍ د مستۍ جوش یې په رګونو کې انګازې خپرې کړې.
او په داسې حال کې یې بیرته د بوکس میدان ته د راتګ اراده وکړه چې د ځوانۍ پیر یې تیر شوی وو او عمر یې 58 ته رسیدلی وو.
په 2024 کال مایک تایسن د جګ پاول سره چلنجي سیالۍ لپاره د تمرین لړۍ بیل پیل کړه او د 20 کلن ځنډ وروسته د نړۍ افسانوي لوبغاړی مایک ټایسن یو ځل بیا د بوکس په میدان کې ګورو.
مایک ټایسن کله به چې پخوا د لوبې لپاره را وته،له هرې خوا به د ټایسن نارې وې، خو دا چې ټایسن زور او شتمني بایللې،غمجنه څهره یې د یو تریخ داستان کیسه کوي،خو د ټایسن اراده او زړورتیا د هغه زمري سره پرتله کېږې،چې په یوې لرې صحرا کې یې لاره ورکه کړې وې او د خپل مسیر د موندو په تکل را وتلی وي.
د ټایسن حریف ځوان 27 کلن دی، تمه ده وه چې ټایسن به ډير ژر دغه سیالي وبایلې، خو داسې ونه شوه ټایسن ٨ راونډه له جګ پاول سره مبارزه وکړه،خلک بیخي حیران و چې یو بوډا ټایسن څنګه د جګ پاول له ګذارونه دفاع کوي، په داسې حال کې چې ټایسن په لاره نه شو تللی د معیوبینو له څوکۍ را پورته شوي وو.
که څه هم ټایسن په امتیاز کې ماتې وخوړه خو د هغه مهارت او زړورتیا د مليونونه خلکو لخوا وستایل شوه.
جېګ پاول په دې سیالۍ کې لویه لاس ته راوړنه ځان مشهور ول وو چې په دې بریالی شو او له يادې سیالۍ یې 40 میلونه ډالر هم وګټل.
له بلې خوا مایک ټایسن چې پیسو ته یې اړتیا هم درلوده له يادې سیالۍ 20 مليون امریکايي ډالر تر لاسه کړل همدا رنګه د تجارتي شرکتونو لخوا هم ورته پیسې ورکړل شوې.
د مایک ټایسن له مبارزې زده کړه؟
مایک ټایسن د بوکس نړۍ یو له افسانوي شخصیتونو څخه دی چې د هغه ژوند د ستونزو، بریاوو او د نه تسلیمېدو د یو ښکلي درس بیلګه ده.
د هغه ژوند موږ ته ښوونه کوي چې څنګه له سختو حالاتو څخه راپورته شو، له تېروتنو زده کړه وکړو او د بریا لپاره خپله مبارزه جاري وساتو.
که څه هم مایک ټایسن د عمر او فزیکي ځواک له پلوه کمزوری شوی و، خو د خپلې ارادې په وسیله یې د بوکس میدان ته بیا داخل شو.
هغه نړۍ ته وښوده چې هیڅکله د مبارزې لپاره ناوخته نه دی.
دا له ژونده یوه مهمه زده کړه ده چې ستونزې یوازې د زړورتیا او قوي عزم په وسیله ماتېدای شي.
ټایسن د خپلو تېروتنو له امله لوی مالي زیانونه ولیدل، خو د خپل ژوند بیا تنظیمولو لپاره یې هڅې وکړې. هغه خپله شتمني له لاسه ورکړه، خو د دې پر ځای چې د ژوند ستونزو ته تسلیم شي، هغه د خپلو تېروتنو څخه عبرت واخیست او د راتلونکې لپاره یې قوي پلان جوړ کړ.
مایک ټایسن د معیوبیت له حالته پورته شو او خپل وړتیاوې یې ثابته کړې.
هغه نړۍ ته ښکاره کړه چې د ستونزو او خنډونو پر وړاندې تسلیمېدل د ماتې اصلي لامل دی.
ژوند موږ ته د تل مبارزې کولو اړتیا یادوي او د پرمختګ لپاره موږ هڅوي.
د ټایسن د شان داره ژوند زیانونو یوه ښکاره بیلګه ده. هغه بېځایه لګښتونه وکړل چې د هغه مالي سقوط لامل شول.
موږ ته دا راښایې چې د ژوند په هره برخه کې اعتدال وساتو، خپلې مالي سرچینې ښه مدیریت کړو او له بېځایه لګښتونو ډډه وکړو.
مایک ټایسن د ناسمو ملګرو او سلاکارانو له امله زیانونه ولیدل.
دا هم موږ ته لوی درس دی چې په ژوند کې د سم ملاتړ لرل څومره مهم دي.
د باور وړ ملګري او مشاورین د ژوند د بریا لپاره کلیدي رول لوبوي.
ټایسن خپله وروستۍ مبارزه یوازې د پیسو لپاره ونه کړه، بلکې هغه د نړۍ میلیونونو خلکو ته الهام ورکړ. هغه نړۍ ته وښوده چې عمر او فزیکي محدودیتونه هېڅکله د پرمختګ خنډ نه دي.
او بیلا،خیره مایک ټایسن موږ ته دا درس هم راکړ چې عمر یوازې یو شمېر دی که چیرې یو څوک پوره عزم او زړهورتیا ولري، نو د هیڅ ننګونې یا ستونزې یې مخه نشي نیولی.
د بوکس افسانه مایک تایسن: د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: “ځواني غنمت وګڼئ. ۲۰۰۵ کال کې چې ما کوم فایټ کاوه اوس هغه قوت او زور راکې نه شته خو یو شی چې ماته یې ګټه کړې ده هغه د شرابو او الکولو پرېښودل دي. هېڅ وخت به یې بېرته ونه څښم او یو ناچیزه شی دی. زه هره ورځ د سهار په ۴ بجو منډه وهم، ځکه زه پوهېږم چې زما سیال لا تر اوسه ویده دی. دا ماته زما په حريف برتري راکوي. ”
دا د مایک ټایسن ځواب و، کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا هغه هره ورځ د سهار وختي روزنه او تمرين کوي.
ټایسن وویل: “که زه خبر شم چې زما یو سیال په ۴ بجو منډه وهي، نو زه به په ۲ بجو منډه پیل کړم او که څوک په ۲ بجو تمرين کوي، نو زه به خوب ته پوره شا کړم او تمرینات به جاري وساتم.”
پایله
مایک ټایسن د ژوند یوه ژوندۍ بیلګه ده چې موږ ته د ستونزو پر وړاندې د زړورتیا، د تېروتنو څخه د زده کړې او د بیا پیل لپاره د زړورتیا درس راکوي. د هغه ژوند موږ ته الهام راکوي چې د ستونزو او ناکامیو په وړاندې تسلیم نه شو او تل د بریا لپاره خپله مبارزه جاري وساتو. د ټایسن مبارزه د ژوند د بریا لپاره د ارادې او زړورتیا یوه نه هېریدونکې کیسه ده.
Views: 27