ښکاري چې د افریقا لویه وچه په چټکۍ سره د غرب له منګولو په وتو او د روسیې غیږې ته په لویدو ده.
په وروستیو څو میاشتو کې په افریقا کې درې هېوادونه د کودتاوو له لارې د فرانسې له اغیزو ځان خلاص او له روسیې سره یې بیسارې دوستې اعلان کړه.
په دې ډله کې نایجر وروستی هېواد شو چې نظامیانو په کې ولسمشر محمد بازو له واکه لیرې او د فرانسوي سرتیرو د وتلو امر یې وکړ. سره له دې چې نایجر ۶ لسیزې وړاندې له فرانسې ازادي ترلاسه کړې وه خو په دغه هېواد کې پوځیانو ادعا وکړه چې فرانسې یې هېواد او ولس د لسیزو لپاره په بې وزلۍ او ناامنۍ کې ساتلی او د دوی منابع یې لوټل. دغلته د کودتا پلوي خلکو د فرانسې بیرغونه راکښته کړي او د روسیې هغه یې پورته کړي دي او پوتین ته اوږد عمر غواړي.
تردې وړاندې د نایجیر دوو لویدیځو ګاونډیانو مالي او بورکینا فاسو کې نظامیانو کودتاوې وکړي او د خپلو هېوادونو واک یې ترلاسه کړ. دواړو هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې غواړي په نایچیر کې پوځیان بیرته واک پخواني ولسمشر ته وسپاري.
د راپورونو پراساس د روسیې مشهور شخصي ځواک واګنر قومندانان مالي ته رسیدلي او غواړي چې د نایجر د کودتاچیانو ملاتړ ته ور ودانګي. واکنر لا د مخه په یو شمېر افریقايي هېوادونو کې له ورته چارواکو سره د امنیتي چارو په برخه کې همکاري درلوده. په دغو اسلامي هېوادونو کې پخواني حکومتونه د لویدیځ له ملاتړه برخمن وو چې اوس په کې ماسکو پلوو نظامیانو واک ترلاسه کړی او ښکاري چې د لویدیځ او روسیې ترمنځ به د اوکراین سیالي دغلته د لویدیځې افریقا په هېوادونو کې سره وغځوي.
ها خوا په شمال ختیځه افریقا سوډان کې هم نظامیان په خپلو کې سره ښکیل دي او هېواد یې په بشپړ ډول سره کورنۍ جګړې ته ور دننه کړی دی.
اوس داسې ښکاري چې د امریکا په لویه برخه کې نا امني په پراخیدو ده او د نړۍ ځواکمن هېوادونه د خپلو وسلو لپاره د نویو مارکیټونو پراخېدو ته خوښ دی.
سره له دې چې د نایجر په ګډون ډېر هېوادونه د لویدیځوالو په بشري، سیاسي او نظامي مرستو پاییدلي، خو د کودتاوو له لارې نوي واک ته رسیدلي نظامیان یې ماسکو ته د لویدیځ د مرستو د بدیل په سترګه کوي.
په دغو هېوادونو کې تجربو ښوولې چې د نظامیانو لخوا د اداره کیدونکو واکمنیو په دوران کې اقتصاد له ودې غورځیدلی او بهرنیو جګړه یزو لاسوهنو ته لار هواره شوی ده.
د نایجرپه وروستۍ کودتا عملا د نړۍ هېوادونه په دوو ډلو ویشل شوی دي. یوه ډله یې د نایجر د پخوانۍ حکومت د بیرته احیا کولو ګواښونه کوي او دروسیې په ګډون یوه ډله اوسنۍ کودتاوې ولسي ګڼي او ددفاع لپاره یې ټټر وهي. په دې ډله کې د بورکینافارسو ځوان نظامي واکمن خورا ترخه ژبه کارولې او د هر ډول لویدیځوالې مداخلې پر وړاندې له نایجري کودتاچیانو سره د یوځای کېدو ګواښ یې کړی دی.
تحلیلونه داسې دي چې روسیه هڅه کوي په افریقا کې لویدیځ ته نوی سرخوږی پیدا او له خپلو پولو جګړه لرې کړي. په اوکراین کې د جګړې له اوږدیدو څخه داسې انګیرنه کېږي چې دغه جګړه به بلاخره یوازې اوکراینیانو ته ورپاته او لویدیځ به زیلنسکي د افغانستان په څیر په میدان یوازې پرېږدي.
روسیه خوښه ده چې د لوبې په نړیوال ډګر یې ځواکمنو سیالانو لکه امریکا، فرانسې، برتانیې ته نوې ننګونې را برسېره کېږي او له اوکراین ته یې پام په کمېدو دی او په دې توګه غواړي چې لویدیځوال په داسې ځایونو کې وننګوي چې له لسیزو راهیسې یې د لویدیځ د ځواک او واک تله درنه ساتلې وه.
خو په لویه کې داسې بریښي چې روسیه د شوروي اتحاد په څیر یوځل بیا په نړېوال ډګر کې د لویدیځ پرضد راپورته شوې او نړۍ یوځل بیا د بې ثباتۍ پرلور روانه شوی ده.
که روسیې همدا ډول په څو نورو هېوادونو کې د لویدیځ ګټې وننګوي نو عملا به د شرق او غرب ترمنځ تقابل ته لاره هواره او قربانیان به یې خواره واره ملتونه وي چې واکمن یې د نورو د پلانونو په عملي کېدو کې ورښکیل شوی دي.
دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، وصال ټلوېزیون یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.
Views: 144