په داسې حال کې چې روسیه د اوکراین په جګړه کې برلاسې او ګټونکې ښکاري، خو په منځني ختیځ کې له سختې درنې ماتې سره مخامخ شوی. په سوریه کې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د څلور پوځي اډو څخه د وتلو په درشل کې دي. په دې توګه د ماسکو جرړې له منخني ختیځ څخه وځي او په توره بحیره کې یې واک بیرته خپلو پولو ته ورګرځي.
د تحریر الشام د ځواکونو له پرلپسې بریاوو او د حمص ښار له بشپړ نیولو وروسته په سوریه کې د روسیې د مختلفو اډو ترمنځ ځمکنۍ اړیکې پرې شوي او د روسیې له لویې بندري اډي سره د سوریې د پلازمینې او بشار اسد ځمکنی لار د مخالفینو لاسته ورغلې. سره له دې چې روسي هوايي ځواکونه د اسد په ملاتړ بې رحمه بمبار روان ساتلی، خو د سوریې په لویدیځ کې د لاذاقیه ښار ته څیرمه له Hmeimim Air Base بندري هوايي اډې خپل نظامي وسایل لرې لیږدولي. د تحریر ځواکونه د دغې اډې په څو کیلومترۍ کې میشت دي.
د بلې خوا د راپورونو له مخې، د بشارالاسد د حکومت وسلهوال مخالفین د سوریې پلازمېنې دمشق ته ننوتلي او بشارالاسد په یوه چورلکه کې له دمشق څخه نامعلوم لوري ته تللی دی.
داسې بریښي چې په منځني ختیځ کې د روسیې شل کلنه پانګونه د ایران په څیر د له منځه تلو په حال کې ده. روسیه په دې توګه په ټول منځني ختیځ کې خپل متحدین او اډې له لاسه ورکوي او که سوریه کې د اسد رژیم پرځول کیږي د روسیې پښې به هم له دغې سیمې خیژي. له تیر یوه کال راهیسې د ماسکو کلک ملاتړي ایران په پرلپسې توګه په عربي نړۍ کې خپلې مهرې او نیابتي ډلې له لاسه ورکوي، او کیدی شي راتلونکی هدف په یمن کې حوثیان وي چې ډېرو ته یې سرخوږی جوړ کړی. ددمشق د اسد له لاسه وتلو سره له لبنان سره د ایران اړیکې په بشپړه توګه پرې شوې او هلته هم لوبه د حزب الله په زیان تمامیږي. دغه ډله له اسراییلو سره په وروستۍ جګړه کې سخته ځپل شوې او که د سوریې عقبه یې له لاسه ووځي نو دغه ډله کیدی شي په لبنان کې له منځه تلو سره مخامخ شي چې په وروستیو کلونو کې د لبنان د واکمن دولت پرتله پیاوړې وه.
ایران په سوریه کې د بشار اسد حکومت ته ۳۰ میلیارد ډالره پور ورکړی او وارخطا دی چې د اسد په له منځه تلو سره به دغه لسګونه میلیارد ډالره هم پو پناه شي. د تحریرالشام چارواکي په خپله هره وینا کې د ایران پرضد ویناوې کوي او ښکاري چې په سیمه کې د ایران ټوله پانګونه په سوریې، لبنان او ان عراق کې له لاسه وتونکې ده. ډیر فکر کوي چې د اسد په پرځیدو سره په منځني ختیځ کې د ایران پر ۲لسیزې پانګونې پر تابوت وروستی میخ دی چې ممکن ایران ورسره مات شي.
د سوریې راتلونکی نا معلوم دی. یو خوا د تحریر الشام په اډانه کې یودرجن حکومت مخالفو ایتلاف کړی او ښکاره نده چې د اسد له را پرځیدو وروسته به دوی په خپلو کې سره جوړ شي که نه، بلخوا د سوریې ختیځ لویه برخه د کردي پیشمرګه ځواکونو په کنټرول کې ده چې امریکا یې کلک ملاتړ کوي او د پنټاګون یوه لویه اډه هم پهکې میشته ده. ترکیه د کردانو مخالفه ده او کیدی شي هڅه وکړي چې د تحریر پرمټ د کردي ځواکونو له راتلونکې اندیښنې هم ځان بیغمه او دوی تضعیف کړي، خو دغه سناریو د سوریې پر تاریخي خاوره له خونړیو جګړو پرته ناشونې بریښي.
بلخوا ایران وارخطا دی چې نه یوازې خپل کلک متعهد اسد په بده ورځ ککړ ویني، بلکې په منځني ختیځ کې یې د ۲ لسیزو پانګونه د سترګو پر وړاندې تباه کیږي او ویره یې داده چې د سوریې بل شوی اور به د دغه هیواد د شمالي اذربایجان ترپولو ور وغځیږي چې لا دمخه په اصلي اذربایجان کې د اسراییلو یوه هوايي مرستندویه اډه فعاله ده.
لوبه په ټول منځني ختیځ کې پیچلې ښکاري، خو بایلونکي یې ښکاره دي او هغه د سوریې خپل ولس چې د اور په لمبو کې سوځي، د اسد رژیم، روسیه او ایران دي او ګټونکي یې د اسد مخالفین، ترکیه، اذربایجان، امریکا د اسد مخالف عرب شیخان دي.
سوریه چې یو وخت د قصرونو هیواد بلل کیده، اوس له کورنۍ جګړې او ټوټه کیدو سره مخامخ ښکاري. په لویه ختیځه برخه کې یې کردیان پیاوړی ځواک بلل کیږي چې په درېیو هیوادونو، ترکیې، عراق او ایران کې میشت دي. د دوی نیمه خودمختاره سیمه په عراق کې تر واک لاندي لري او د جګړې لپاره یې عقبه پیاوړې ده. خو هم په ترکیې، هم په ایران او هم په عراق کې مرکزي حکومتونه د کردیانو د ځواک کمیدو لیواله دي خو کردیان د امریکا پر ملاتړ ډاډه دي.
Views: 16