یادونه: د استاد عبدالرحمان پژواک د بختوري زوکړي د پرتمیني ورځي په ویاړ اودرناوي (۱۶ حوت ۱۲۹۸) یوسل اوپينځه کاله پخوا په همدې ورځ زموږ د وطن د علم، فرهنګ، ادب، تاریخ، ژورنالیزم، دپلماسی… د ویاړمن بخت ستوری راپه ځلېدو او خورېدو شو.

__________

د افغانستان د بهرني سیاست په معاصر تاریخ کې یعني د خپلواکی اخیستو راوروسته دورکې موږ د دوو یو په بل پسې نومیالیو او په هره مانا لایقو سفیرانو اود بهرني سیاست ماهرانو سره مخ کېږو، چې کله هم د دپلماسی او نړیوالو اړیکو په باب څېړنه او مطالعه کوو، نو د( ارواښاد استاد محمود طرزي) او (ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک) ویاړلي نومونه مو د تاریخي وطن د ویاړ اوقار په زرینو پاڼوکې منلي او ځلېدلي ښکاري، دا دوه ویاړمن اودرانه دپلماتیک کادرونه د خپلو زماني او سیاسي حالاتو د تفاوتونو د شتون باوجود، ځيني مشابهتونه او ګډ ټکي هم سره لري چې غواړم دلته يې لنډه اوضمني یادونه وکړم، ځکه د بحث اصلي محور د استاد پژواک د نېکمرغه زېږون د کلیزي یاد اودرناوي ته ځانګړی دی.

دوی دواړه (ارواښاد طرزي او ارواښاد پژواک) د هیواد په ډېري لرغوني او ویاړمني خاوري (غزني) کې دنیا ته راغلي دي، د عروس البلاد اوبالاحصار پر حکمتي لمني يې د خپل آزموني او ماناداره ژوند بامرامه سفر راپيل کړی دی، بله ګډه مشخصه يې داده چې دوی دواړه د یو دراک او روښانه هنري_ ادبي فکر خلک دي اوخپل هیواد اوخلکوته يې د چوپړ پیل هم د قلم اورڼاخپروني په وسیله کړی دی، د ژباړو، ټولنیزو لیکنو، مقالو او مطبوعاتو څخه يې را شروع کړې ده؛ یوه يې د (حی علی الفلاح) اوبل يې د (اصلاح) په لور اغیزمنه او ارزښتمنه بلنه کړې ده، د ټولنیزي بیداری اوملي تنویر موخیزه مبارزه د دوی دواړو لویو انسانانو مهمه هڅه او مشخصه ده.

بله سره ورته ځانګړنه يې د هیواد د بهرني سیاست فعال او اغیزناک مدیریت دی، د ارواښاد طرزي د دپلماتیک ماموریت عمده برخه د خپلواکی د ګټلو د کامیابو مذاکراتو څخه رانیولي بیا تر بهرنیوچارو وزارت اود مختلو بهرنیو سفرونو، مذاکرو او هیتونو ښه او کارنده مدیریت او مشرتوب خورا د پام وړ او عملي بابونه دي، همداشان د استاد پژواک، سوچه افغاني استازولي په مختلفو کنفرانسونو، غونډو، هیوادونو او موقفونوکې آن د ملګروملتونو تر نړیوال سټېج پوري ډېر مهم، فعال او د ویاړ وړ دپلماتیک ماموریت دی چې افغانستان به تر ابده پرې نازېږي.

د وطن دا دوه ویاړلي بچي د خپلو مثمرو کارونو اوفکرونو په برخه کې خورا زیاتي منحصر په فرد اوبېلي ځانګړني لري؛ د دوی فکر اوقلم د انسان اوپه خاص ډول د (افغان) د ويښولو، خوځولو او سیال کولو لپاره کارېدلی او خوځېدلی دی، دوی په ډېر لوړ مهارت او قوي زراکت په ملي مسایلوکې د منځلاریتوب، زغم او مدارا دريځ خپل کړی دی، او تل يې دا غوښتي دي چې د وطن لويي ملي ګټي اومصلحتونه په ښه فکر، تدبیر اوزغم خوندي او وپالل شي، دا هغه ملي مثبت سیاست دی چې د هر هیواد د کورني ثبات، اتحاد او ورورولی اساسات لاهم مضبوطوي او په بهرني سیاست کې يې موقف لوړوي.

زمونږ د وطن د بهرني سیاست دا متفکر اومدبر کدرونه په دوو پرله پسې پېړیوکې د هیواد د دپلوماسی د دستګاه مغز ګڼلای شو، دا په دې اساس وایم چې د هغه وخت افغانستان يې په بهرنیو مراوداتو او تعاملاتوکې په ښه او ګټوره توګه وځلاوه او د دې خاوري د بهرني مقام ډېره مناسبه او پرځای ساتنه اوپالنه يې کړې ده، د هیواد دا د ویاړ اودرناوي درانه ملي اونړیوال شخصیتونه هریو يې کتابونه کتابونه بحثونه او بابونه لري چې تمه کېږي لابه هم پرې څېړني اوشنني د یو رښتیني پرتلیز لیدلوري په اډانه کې ترسره کېږي.

د مرحوم طرزي یاد مي په دې نېک تصادف کې ځکه وکړچې نوموړی تل د افغانستان د بهرني سیاست په ځلانده تاريخ کې لکه د بل مشعل په څېر خپل شغلې اوجلوې خوروي او پرته دده له جلوه دار نامه څخه به زمونږ د وطن د دپلماتیک تاریخ سپړنه اوشننه غیرمنصفانه او نيمګړې وي.

اروښاد محمود طرزي ته په دعا او درناوي دا ګډ بحث نور راټولوم او غواړم چې د ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک د بهرني مدبر ماموریت او ویاړمني استازولی پر ځينو اړخونو لږ تم شم؛ استاد پژواک د خپل ګران وطن د بهرني چوپړ په لړ کې خپل کار د فکراو فرهنګ له دنیا څخه را پیلوي، په لندن کې کلتوري او ژورنالیستیک چوپړ د ده د وطن نه بهر دندي پیل دی، اما نوموړی په دې مهم فرصت کې د خپل دراک لیدلوري په اساس په اصل کې بهرنی نړی او د افغانستان په وړاندي يې دريځ اوچلند په خورا دقیق اوځېرمن ډول ترمطالعې اوارزوني لاندي نیسي او د دې موخیزي او کره مشاهدې اومطالعې په پایله کې استاد، یو متفاوت ملي او نړیوال تګلوری خپلوي، نوموړی د نړیوال نظام د ثبات او توازن په رامنځ ته کولوکې د ملي اوهیوادني ثبات او پرمختګ اړین اساسات لټوي، د نړیوال نظم او برابری په تحقق سره د ملي خودارادیت اوملي خپلواک سیاست طرحه وړاندي کوي، د ملتونو د ګټود تقرب مسله په مساویانه اوعادلانه چهارچوب کې وړاندیز کوي اوپه ټوله کې د( زور) په ځای د(حق) نهادینه کول مطرح کوي.

استاد پژواک د فرهنګي او ادبي دپلماتیک اړخ څخه د خپل وړتیا او لیوالتیا پربنیاد د سیاسي دپلوماسی خو متفاوت بهیر سفر پیلوي، متفاوت په دې معناچې استاد( د رښتیا اوحقیقت خوښوني) پر بنا دپلماتیک کار ته دوام ور کوي، دده د اغیزمن او متفاوت کار نوعیت د نړی سیاسي کارپوهانو او سیاستمدارانوته د پوره غور او پاملرني وړ ګرځي، چې په دې لړکې يې نړیوال سیاسي بهیر پر حقانیت اودرایت د منلو او غور کولو اعتراف کوي، او د (پژواک فرمول) او پژواکي طرحي اوبرنامې لانورهم د نړیوال ټیکاو اوثبات لپاره بحثونه او تحلیلونه را پورته کوي.

استاد که په هند، لندن، جرمني، واشنګټن… یا د نړی په هرګوټ کې د افغانستان د سفارتونو د یوې برخې په استازولی چوپړ کړی اوکه يې د لوی سفیر په حیث دنده ترسره کړې ده، هغه ددې وطن د نېکنامی، ویاړ اوعزت سبب ګرځېدلي ده، دده د غوره وینا په مصداق چې ویلي دي (د یو سفیر دنده د اړیکو پیوستون دی؛ نه پریکون)، دغه پيوستون يې د ملي ګټو د خوندیتابه او کمایی کولو په شتون کې په ډېر ښه شان لاټينګ او مستحکم کړی دی.

د استاد پژواک مرحوم د زرین کارنړیوال ماهیت هغه وخت لانور هم ښه څرګندېږي، چې کله د ملګروملتونو په مقرکې د خپل هیواد رښتینې استازولي خپلوي، دلته نو استاد د خپل وطن د صادقانه نماینده ګی ترڅنګ په اصل کې د ټول انسانیت د جمعي وجدان ماناداره استازولي کوي، دا مهم نړېوال سټېج د استاد پژواک د عدالت محوره هڅواوهاند یو رواښانه او اغېز ښندونکی بسترګرځي، استاد د نړی په کچ د (حق اوعدالت) د واقعي بسټېز کېدو تیوري اوعملي دريځ رامنځ ته کوي اود خپلي پخې دپلماتیکي تجربې پربنسټ د دنیاپه دپلماتیک تاریخ کې نوي بحثونه او نوي دوکتورین طرحه کوي.

استاد د نړیوالو کړکېچونو د مدیریت په برخه کې جهاني وجدان چلینجوي او هڅه يې داده چې د مادیاتو پرځای د معنویاتو رول ته لازم فرصت مساعد کړي، جمعي سیاسي اخلاق پر یو مناسب اومنظم مسیر ور سوق کوي او انساني حقونه د انسانيت پر اساساتو طرحه کوي، استاد په دې برخه کې نړیوال سیاسي نظام ته د سمون او اغیزمنتیا نقدونه او وړاندیزونه په ګوته کوي او د یو سوله ایزژوند جهاني تخنیکونه اومیکانیزمونه رامنځته کوي.

سره د دې چې د ملل متحد وجودي فلسفه د بشري سولې اوعدالت د تامین او خوندیتابه پر توصیه اي، تیوریکي اونظارتي محور ورټوله ده، اما استاد يې د خپل قاطع اوعملي دريځ پر اساس د عمل او اغیز شتون تر پوښتني لاندي راولي، استاد یوازي په طرحو اوتیوریو بسنه نه کوي بلکه محسوس عمل اومثبت اغیز غواړي، او شته امکاناتوته په کتو آرماني نه بلکه عملي هڅه اومبارزه ترسره کوي.

د استاد د دپلماتیکو مهارتونو او صلاحیتونو د اوج ټکي همدا عملي بدلون اوسمون غوښتل اوراوستل دي.

استاد پژواک د خپل هیواد د ملي (اقتصادي اوسیاسي) قدرت په تناسب په ډېره لویه پيمانه د خپل معنویت اوعلمیت پر بنیاد په ډېر لوړ منطق او زرین کریر پر دې بین المللي سټېج ږغېدلی او لوبېدلی دی، استادپژواک د خپلي خواري خاوري داسي شانداره استازیتوب کړی دی چې د جهان د یو مقتدراوپياوړي ځواکمن هیواد استازي هم تر اوسه دومره په مثبت غرور او معنوي وقار داسي نماینده ګي نه ده کړې، د استاد دغه ویاړلی دريځ څوارلس کاله د ملل متحد د سټېج له منځه د نړی په دپلماتیک اوسیاسي بهیرکې خپلي آغیزمني اوپرتميني انګازې او هنګامې وږغولې او د جهان مظلوم اکثریت يې په ټول توان هرکلی او بدرګه وکړه.

د مرحوم استاد پژواک دروني معنوي خوی ته په پام کله چې له رسمې دندي ګوښه او مستعفي کېږي نو بیاهم د خپل وطن د رسمي استازولی پر ځای د ولسي استازولی ویاړمني چاري ته دوام ورکوي، (استاد پژواک په پېښورکې) یو ډېر مهم ملي چوپړ ترسره کوي، دی د خپلوخلکو خواري ورځي ته په زار زار، قلمي او شاعرانه غبرګون ښیي، د ولس د اصلي حالت رښتینی نړیوال انعکاس راپورته کوي اود ملت د ملي یوالي راز دملي ارادې او ملي باور په وجود کې محفوظ اومصون ګڼي، او ټولو لوروته يې په ډېر ټینګار، غوڅ او روښانه توګه بلني او سپارښتني کوي.

پایله اولنډيز:

ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک، د افغانستان د بهرني سیاست په تاریخ کې یو ځانګړی نوم او یادګار دی، خپل د وطن د ویاړ او وقار عزتمن اوارزښتمن استازی او خدمتګار دی، د وطن د سیال کېدو اوبسیاکېدو په پار يې ارزښتمن کار اوزیار ترسره کړی دی، هرګام او اقدام يې د خلکو او خاوري د خیر اوخوندیتابه په موخه ترسره کړی دی، انسان ته يې د خیر او سعادت هیله اوعمل درلودلی دی، نوځکه موږ په ویاړ سره د نوموړي په اړه دا معنوي لقب غوره کوو چې(سیال سفیر). سیال سفیر د تاریخي وطن د ویاړ اوخیال سفیر دی، یوسل اوپينځه کاله مخکي په همدې ورځ افغانستان ته خدای تعالی(ج) یو دغسي رښتینی زوی ور پېرزو کړ، چې تر نن ورځي او اوسمهاله دا وطن پرې دروند اوعزتمن دی او لنډه داچې نوموړی به همداسي معنوي ماندګار وي او د نه شتون آرمان به يې په ملي اوبین المللي کچه همداسي تلپاته او دوامدار وي.

هیلي او وړاندیزونه:

د استاد عبدالرحمان پژواک د(بهرني دپلماتیک) ژوند سپړنه اوڅېړنه موږ اوسني نسل ته د غور اوپند ډېر مهم موضوعات او روایات لري، موږ کولای شو چې د وطن د دې پردېس بچي د جلاوطنی او بهرني ماموریت په اړوند لاشنني او پلټني وکړو او د دې مهم تفحص په رڼا کې د افغانستان د هغه مهال په دباندي وضعیت ځانونه لاښه اوشعوري پوه کړو، آن موږ د یو واقعبین پرتلیز تحقیق په پایله کې دا مهم مورد تحلیل کولای شو چې د استاد پژواک د زرین اداري او سیاسي کریر اغیزمنتوب اوموثریت په کور دننه څرنګه و او د وطن د باندي څرنګه دی، که نوموړی احیاناً په وطن کې دننه په داخلي چارو مامور وای د کار پایله به يې په کوم کیف اوکان کې وای او اوس يې چې په بهر کې د وطن لپاره چوپړ ترسره کړی دی څه ډول ارزول کېږي؟

د استاد پژواک د قلمي قوت پایلي او د آثارو د تخلیق محصول او موخه ځان ته جلا سپړنه او ارزونه غواړي، د نظم دنیايې ځان ته او د نثر نړی يې ځان ته بېل بېل شنل طلبوي. (استادپژواک په پېښورکې) د ژوند دا پړاويې د لانورو سپړنواوګرويږنو موضوعي او تحقیقي زمینې لري، د استاد د غنیمت او موخیز ژوند په ژوروکې موږ اوس هم ډېرنوي فکرونه اوبحثونه ترلاسه کولای شو او د نوموړي د لوړ نړی لید په دقیق درک سره د ژوند اصیلي اوجوهري ماناوي کشف کولای شو.

زما هیله او وړاندیز دا دی چې موږ د قلم، لیک او تفحص خلک په لویه کې د خپل وخت، امکاناتو او شرایطو په تناسب د یو لوی څېړنیز_پرتلیز کار اوزیار په نتیجه کې په کور دننه اوبهر د (پژواک پېژندني) په موخه تر خپل وسه هڅه اوهاند وکړو، ترڅو د وطن د دغسي خدمتګارو روحونو خوښي او درناوی کمایي کړو.

څومره عالم ولاړ سي آرمانونه ناتمام

ځيني خلک پايي پردې دهر په دوام

 

پر روح يې نور اوخوښي.

په دعااودرناوي.

Views: 56

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi