د میرویس عزیزي د پانګونې حلاجي

نصرالله صاحبزاده
جنوري 15, 2024

معلومه ده چې میرویس عزیزي ملي پانکوال، د بانک مالک او مجرب افغان سوداګر افغان دی؛‌ هېواد ته یې راتګ په نېک پال ګڼم. د هرات د خلکو لپاره یې شهرک جوړ کړ، هېوادوالو ته یې مثبت پیغامونه ورکړل او په ملي لویو پروژو کې یې د لس میلیارد ډالرو پانګونې اعلان وکړ.‌

لس میلیارد ډالر ډېر لوی رقم او د هېواد په ټول تاریخ کې یې ساری نشته. ښکاره داسې معلومېږي چې ګواکې عزیزي په دې ژمنه کې مبالغه کړې مګر باید ومنو چې په ننني عصر کې دا رقم دومره هم لوی نه دی چې زموږ ویښته دې ودروي؛‌ پانګه ډېره لویه مګر ممکنه ده.‌

دا چې تجارت، پانګه او هر سوداګریز کاروبار د منفعت لپاره کېږي، عزیزي به هم د ګټی په فکر کې وي مګر دا چې نوموړی د هېواد په داسې سختو حالاتو کې هېوادوالو ته لاس ورکوي، نو حتماً به (دا کاڼې لعلونه شي، دا خاوره به سره زر شي). ګټه د هر پانګوال حق دی، مګر داسې جسورانه قدم د هر سوداګر د توان خبره نه ده.‌

له دغه اعلان وروسته عجیب مباحث پیل شوي؛ څوک یې چالاک سوداګر، څوک یې کلاه‌بردار، څوک یې فاسد او د هېواد د ګټو خلاف، څوک یې د ملي ریرزف د تخریب استازی او څوک یې په داسې حالاتو کې اسماني فرښته ګڼي خو خبره دا ده چې که احساسات یوې خوا ته پرېږدو، په داسې حالاتو کې یوازې اعلان هم د ملي مورال لوړېدو او راتلونکي ته د هیلو پیدا کېدو سبب کېدای شي.‌

هېوادونه په کارونو، غوره ملي سیاسي درایت او لوړ ملي مورال جوړېدای شي؛ همدا دلایل وي چې پر راتلونکي د خلکو باور پیدا شي او ټول لاس په لاس مخ پر وړاندې حرکت وکړي، دا چې په دغه اعلان کې به د عزیزي څه راز نغښتی وي، هغه د عزیزي راز مګر زه په نېک پال نیسم.‌

عزیزي په عربي متحده اماراتو کې لږ تر لږه ۲۰۰ سوداګریزې ودانۍ چې تر ۱۲ میلیارد ډالرو پورې پانګونه پرې شوې، لري خو هیچا هم نوموړی چالاک سوداګر نه باله، بلکې د هېواد نامتو هستي یې بلله.‌

نوموړې پروژې اوس روانې دي، عربو پرې باور وکړ، هیچا پرې انتقاد ونه کړ او هر څه سم روان وو او روان دي، مګر کله چې یې په خپل هېواد کې تر هغې د کمې پانګونې اعلان وکړ، زخمونه تازه او شور و شر جوړ شو، ولې او څرنګه؟‌

عزیزي په لندن، امریکا او اروپا کې تر ټولو د لویو ساختمانونو او ودانیو جوړولو خبر ورکړی و مګر هغه مهال هیچا هم شک او تردید ښکاره نه کړ؛ په ټوله دنیا کې هیڅ داسې پانګوال نشته چې خپلې ټولې پیسې دي ولري او یا دې یې مصرف کړي؛ پانګوال نور پانګوال جذبوي، پیسې یې اخلي، مصرفوي یې، ودانۍ جوړوي او بیا ګټه د هغوی د سرمایې په تناسب ورسره شریکوي؛ دغه کار د هندوستان امباني، د افریقا  ډانګوټي، د امریکا ایلن ماسک، د سعودی خالد بن طلال، د دوبۍ ابن فطیم، د پاکستان ملک ریاض او داسې نور پانګوال هم کوي؛ کېدای شي عزیزي هم نور پانګوال ولري.‌

دغه راز بانکونه، په ځانګړې توګه تجارتي بانکونه همدې ته ناست دي چې خپلو مشتریانو ته قرض پیسی ورکړي او پیسې پرې وګټي.

په بانکي دنیا کې اوس ۱۰ روپۍ د ۱۰۰ او یا ۱۲۰ روپیو معنا لري؛ ‌د بانکي اصولو او قوانینو پر بنسټ، یو بانک کولی شي چې ۱۰ روپۍ ۱۰ کسانو ته قرض ورکړي، ‌اوس دنیا ډیجیټلي شوې، نغدې پیسې له منځه تللې او په دې چاره عزیزي تر، بل هر چا ښه پوهېږي چې څنګه په پیسو پیسې وګټي.‌

زه مطلق نه وایم چې دا پانګونه به هرومرو عملي کېږي؛ کېدای شي زماني، مکاني او نړۍوال وضعیت د دې پانګونې په عملې کېدو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړي، مګر اعلان په خپل ذات کې نېک قدم او د هېواد د ابادۍ پر لور د نورو کورنیو او نړېوالو پانګه‌والو د تشویق سبب کېدای شي.

معنا دا چې اوس دنیا بلې مرحلې ته تللې ده؛ لس میلیارد ډالر ډېر لوی رقم مګر ممکن رقم دی،‌ د دې لپاره چې اعلان عملي جنبه واخلي، لاندې وړاندیزونه کوم:‌

۱- حکومت دې له عزیزي سره ابتدایي مجلس وکړي او د نوموړي غوښتنې دې په غور واوري.‌

۲- حکومت دې د دې پانګې د تحقق په موخه یو بین‌الوزارتي کمېټه جوړه کړي چې کارونه به یې د عزیزي له تخنیکي ټیم سره په همغږۍ کې وي.‌

۳- تخنیکي ټیم باید د دې پروژې همغږۍ لپاره خپل کاري ستراتیژیک پلان (Strategic Action Plan) جوړ کړي چې دا پروژه له اولې ورځې بیا تر اخره څنګه تعقیب، ملاتړ او کامیابه شي.‌

۴- د عزیزي تخنیکي ټیم دې لومړی خپله ټوله پانګه او لرلید د مکمل پریزینټېشن په شکل کې د حکومت پلاوي ته وړاندې کړي او بیا دې مکمل تخنیکي او مالي پروپوزل (Technical and Financial Proposals)  ترتیب شي.

۵- د پروژو او پانګې د منظورۍ په صورت کې باید حکومت او د عزیزي تخنیکي ټیم موافقه وکړي چې د درېیو میاشتو په جریان کې به د پروژو ټوله تخنیکي طرحه او ضمایم (Technical Concepts and Annexes) حکومت ته سپاري او حکومت به ورته د مخکې تګ اجازه ورکوي.

۶- تخنیکي کمېټه دې خپل کاري پرمختګونه هرې څلور میاشتې وروسته د حکومت له مشرتابه او ملت سره شریکوي څو پر پانګونې باور رامنځته شي او ملت په ارام زړه د روښانه راتلونکې لپاره امیدونه ولري.

وروستی دا چې زه نه وایم دا پانګونه به حتماً عملي کېږي او نه هم پرې ډېر بې باوره یم؛ د پانګونې خبره په ښه فرصت کې وشوه، حکومت یې باید ملاتړ او ملت پرې باور وکړي. ملت او حکومت باید د دې پر ځای چې عزیزي پر خپل دغه اعلان پښېمانه او شا ته کړي، باید د نوموړي لپاره بستر جوړ کړي او بیا یې اړ کړي چې خپله ژمنه پوره کړي او هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.‌

شک د ایمان زیان دی؛ د شک پر ځای باید مسلکي برخورد وکړو؛ له عزیزي سره تفاهم وکړو، اړ یې کړو، ملاتړ یې وکړو او بالاخره یې دې ته اماده کړو، حتا که اماده هم نه وي چي پانګونه وکړي او هېواد د پرمختګ په لور روان کړي.‌

و ما علینا الاالبلاغ

نصرالله صاحبزاده، د اقتصادي چارو شنونکی دی

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، وصال ټلوېزیون يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 131

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi