زما دوې اناګانې وې؛ يوه مو “لو انا” بلله او بله “کوچنۍ انا”. د دواړو اصلي نومونه مې زده دي؛ ځکه يې نه ليکم چې پلار او ترونه مې خپه نه شي. هو؛ الحمدالله! دا وېره نشته چې سبا به مې نيکه له غوسې سور او شين کېږي او “ناموسي مسايلو” ته د بې احترامۍ په خاطر به مې د فېسبوک اکونټ ريپورټ کړي چې يوه مياشت به له لايک، تبصرې او پوسټ کولو بند يم؛ دوی درې واړه درې لسيزې وړاندې وفات شوي دي او اوس به يې هډونه هم خاورې وي. الله ج دې يې ستاسو له مړو سره وبښي.
دېرش کاله وړاندې نه تلويزون وو او نه موبايل چې د ماشومانو سات ورته تېر شي او مشران له غیبته پرې خلاص وي. د ژمې په دې شپو ورځو کې به مو له “لو انا” سره د حسنه اړيکو جوړولو هڅې راچټکې کړې او سل سلنه به “أَطِيعُوا لو انا” وو چې دا بيا د شپې د سيپل ملوک، ګونګي پير، ادمخور ملا او نورو نکلونه را واچوي.
نن مازديګر لمر لوړ ولاړ وو چې د “لو انا” ټول راسپارل شوي کارونه تر سره شول؛ غواوو ته مو شومه [= خوراکه] غوجلې ته راوړه، څاروي اوبه شول، د جومات څراغ مو له تېلو ډک جومات ته ورساوو. د ماخستن له ډوډۍ روسته پر “لو انا” راتاوو شوو چې نن کوم نکل را اچوې او ژر کوه. البته از قيد قلم نماند چې خدای بښلي نيکه ته به دا زموږ مزاحمت او د خپلې منکوحې فراق څومره د غم او زغم وړ وو هغه هم د ژمي په سړو شپو کې؛ خدای ښه پوهېږي!
څه سر به مو خوږوم؛ “لو انا” نکل راپيل کړ:
- هلکانو! پوهېږئ چې پينځه شپږ پېړۍ وړاندې د اروپا د خلګو ژوند او ژواک، دیني باورونه او کليسا، ښوونځی او پوهنتون، کلی او ښار، سياست او پاچاهي څنګه وه؟
- يا، “لو انا”.
- ښه بچو، تر نکل مخکې کې به د اروپا د هغه وخت مالومات درکړم.
- ښا خو لنډ.
- ښه.
دا مهال مسيحيت پر درستې اروپا راج چلاوو؛ ټول ځواک او واک له کاتولیکې کليسا سره وو او يا هم واکمن د کليسا تر توغ لاندې وو. دوی د خپلو ګټو پر وړاندې وړوکی مخالفت نه شوای زغملای؛ هر اعتراض کوونکی يا د دوی ناخوښه کس به يې پر ککرۍ د دین پر ګورز واهه.
کوم وخت چې رومي بُت لمانځونکي په زور کې ول؛ مسيحيان به يې له پوسته کول او بيا چې کله مسيحيان د واک پر ګډۍ کېناستل؛ نور خلګ به يې د الحاد/کفر په نوم ژوندي سوزول. که په لوېديځ کې کارل مارکس مسيحیت (دين) د خلکو لپاره ترياک نه وای بللی، مارټين لوثر ټول دوزخ په قباله نه وای پېرلی او نېچه د لوېديځوالو د خدای فاتحه نه وای اخيستې؛ تر دې ډېرې وحشتناکې صحنې به د اروپا له سټېجه نندارې ته وړاندې شوې وای.
له دويمې پېړۍ را په دې خوا عيسويان د بتلېموس پر خره سپاره شول چې ګواکې ځمکه د پېنۍ [= کايناتو] منځۍ ده. دوی په دې باور ول چې ټول ستوري د ځمکې پر شاوخوا راڅرخي. کله چې کوپرنيکس (Copernicus)، ګاليلیو (Galelio Galilee) او جيواردانو برونو (Giordano Bruno) د تجربو په مټ زباده کړه چې داسې نه ده؛ نو دا خبره کليساوالو پر کونه بده ولګوله او دوی يې په ستره ګستاخۍ تورن کړل. برونو يې يوه نیمه لسيزه له هېواده وشاړه، بيا یې اته کاله د تورو تمبو شا ته واچاوو، بله ورځ يې پر ژبه مېخونه ورټکوهل او په پای کې يې ژوندی په اور کباب کړ. هو، د برونو ملګري؛ کوپرنيس، ګاليلیو او نور د مرګ له وېرې له خپلو خبرو واوښتل __ توبه يې وکښه او ځينو يې لکه زموږ ټاميانو؛ د اروپا په کېمپو او ځنګلو کې ځانونه پټ کړل.
د ژوندي سوزولو او پر ژبه د مېخ ټکولو خبره چې “لو انا” ياده کړه؛ په دې وخت کې مو د تره د زوی؛ محمد اصغر باد پرې شو او ټوله کوټه يې لکه د افغانستان اوسني اوضاع بدبويه کړه. اصغر ملامت نه وو؛ ډاډه يم هر چا ته چې د موچي په تار د حلالو، په هشتادو دوو د ويشتلو، ژوندي سوزولو، پر ژبه د مېخ ټکوهلو منظره وړاندې شي؛ تر دې د بد حالت تمه ورڅخه کېدای شي که يې نه منئ؛ تاسو بیا د خپلو کړوسيانو يا د هغوی د زامنو پرتوګونه وګورئ!
د شپاړسمې پېړۍ روستۍ نيمايي په ټوله اروپا په ځانګړې توګه ايټاليا کې د فکري اوښتون او بياتاندون دور را دبره شو. د نړۍ ستر پوهان او اندیالي؛ لکه جرونيمو کارډانو، برنارډينو ټلسيو، ګاليلو، کامپانلا، او برونو وزېږېدل او د کليسا د نادودو او خپرې ناپوهۍ پر وړاندې ښه په نره ودرېدل او وجنګېدل. تر دې چې د اروپا په خوسا و خوړين تن کې يې د زغم، پوهې، کار، او ژمنتيا سا پوه کړه.
“لو انا” وړاندې وايي:
وو نه وو؛ يو سړی وو. نوم يې جيوواني برونو (Giovanni Bruno) وو. د ځوانۍ خوږ عمر يې د ايټاليا په ناپليس کې په عسکرۍ تورې خاورې کړ. شل کاله روسته د کمپنيا (Campania) په ولايت کې پلرني ټاټوبي نولا (Nola) ته راستون شو ــ هغه هم سپېره مجرد.
لږه موده لا مجرد وګرځېد. بس د قلم واهه او د بنده ورته کاته دي؛ په ١٥٤٦ږ کال کې خدای فروليزا سولينو (Fraulissa Savolino) ورباندې ړنده او کڼه کړه او واده يې ورسره وکړ. کال دوه پس يې لمنه زرغونه شوه؛ خدای زوی ورکړ او ادې يې د فيليپ په نوم تر اوبو ويوست. په دې شپو کې نولا پېړۍ پېړۍ د ښکلی او فرهنګوال ښار وو.
هلک د مور و پلار يکي او يو نازولی زوی وو. د سهار و ماښام يې فرق وي؛ داسې غټېږي لکه خټه چې وراچوې. فيليپ غټ او ښوونځي/کليسا ته د تګ شو. په ليک او لوست يې ذهن خلاص شو؛ د يوه کتاب پای وي د بل سر. د نولا ټول کتابونه يې يو په بل پسې ولوستل. چې ماټ يې را تور شول؛ پلار يې د زدکړو لپاره ناپليس ته يوې کليسا ته ولېږه __ هلته يې ادبيات او فلسفه ولوسته او لږ و ډېر يې له ریاضيکي فرمولو سره هم ګوتې ماتې کړې. دا نو هغه شپې ورځې وې چې فيليپ ځان د «لمر او ځمکې زوی» باله چې بیا روسته د کليسا مشر ملا ورباندې د جيوردانو برونو (Giordano Bruno) کېښود. برونو تر دودويزو پوهنو روسته؛ سکولاستيزم يا Scholasticism [= هغه فلسفه ده چې بېخ او بنسټ يې پر الهياتو او ديني آرونو ولاړ دی او په مسيحت کې په منځنيو پېړيو کې رامنځ ته شوه] لاس واچاوو او ډېر ژر يې سر خلاص شو چې دا فلسفه نه بلکې تش ډول دی او بيا يې د دې ډول غربولو ته مټې او بډې راونغښتې چې په دې کار يې د کليساوالو چورتونه ور خټه کړل.
برونو په کليسا کې يې په یوه ګونډه ديارلس کاله تېر کړل. د نړۍ د لويو پوهانو لکه افلوټین، پېساګوراس او نورو له اندونو سره ښه بلد شو خو د هرمسي ليکنو ژور اغېز ورباندې وکړ. له برونو څخه ستر دينپوه، ستورپوه، ټولنپوه، سياستپوه او فيلسوف جوړ شو.
برونو له تاندې ځوانۍ د راهبانو او کشيشانو پر ناسمو کارونو نیوکې کولې او د هغوی په چارو پسې به يې خندل. همداراز، برونو د ځانګړې فلسفي ګروهې یانې د وحدت الوجود او نوې-افلاطونګرۍ په يوځای کولو سره د کليسا د سترګو اغزی وګرځېد.
مايکل وايټ بيا بل څه وايي: برونو ته پوهنې خپرول او د مسيحي خرافاتو ځپل لومړيتوب نه وو بلکې د وينا او فکر ازادي يې سرې کرښې ګڼلې او همدارنګه له ډګماټيزمه يې لکه له لانده سپي داسې بد کېدل.
برونو په اتلس کلنۍ کې د مسيحيت د لوی اصل؛ تثليث په اړه شکمن شو او په همدې کال يې د کوپرنيک پر پله پل کېښود او د ژوند تر پايه يې همدا لاره پرېنښوه. برونو د اروپا د بياتاندون د پېر تر ټول بې پروا مفکر وو خو په ناپل کې د مسيحي دينپالو، د ابن رشد و ارسطو فکرپالو او د نو-افلاطونيانو فکري ټکرونو ګنګس او ګيج کړ او ښه يې وګڼله چې د ډومنيکو صومعې ته پنا يوسي چې هلته يې د لوی مسيحي ملا، رياضيپوه او فيلسوف؛ رامون لول (Ramon Lull) کتابونه ولوستل چې د «تثليث» پر نظريې بې باوره کړ او په دیني خرافاتو پسې يې کرۍ ورځ خوله خلاصه کړه. د برونو سختې نيوکې؛ کليساوالو د خپل دين او ځان سپکه وګڼله. نو؛ يې سخت وګواښه او په کلکه يې ورته وويل چې که دا ځل لږ هم تر خولې تېر شوې؛ ژوندی دې سوزوو.
هغه چېري؟! د برونو د بريکونو خښتې مکملې سولېدلې وې او پر کليساوالو يې هيڅ بريک نه نیو. خبره لويه او سخته شوه؛ په ۱۵۷۶ږ کال کې د کليسا ګروهپلټونکو پر برونو څه باندې ۱۳۰ د اوښتنې [= ارتداد] تورونه پورې کړل او تر ټولو غټ تور يې دا وو چې ګواکې تا د اراسموس کتاب لوستی دی. له دې تورونو سره سم يې د شپې چاپه ورباندې واچوله __ له ښهمرغه برونو د خپلو کړنو په هېنداره کې وار له مخې ځان کتلي وو او جينوا ته وتښتېد. هلته يې خپل لومړی کتاب؛ د زمان نښه (De segni de tempi) هم خپور کړ. ورسته ټولوز ته ولاړ او پينځه شپږ کاله پاته شو. هو، کرار نه کېناست؛ په الهياتو کې يې ډاکټري واخيسته. له هغه ځي څخه پاریس ته را وشړل شو او هلته يې ډمبارۍ ډمبارۍ؛ تر ۳۰ ډېرې رسالې خپرې کړې چې دې کار يې د فرانسې پاچا ته خوند ورنکړ. پر پاچا راتاوو پوهانو پر برونو تور پورې کړ چې دی کوډګري خپروي. ده؛ پاچا وپوهاوو چې دا کوډې نه دي او …
کال دوه ورسته کاتوليکانو او پروتيستانتانو په پاريس کې له يوه و بل سره خټه پر ښکر واخيسته چې دې شخې شولانګې په پاريس کې د برونو د کونې اېښونې ځای ورک کړ نو اکسفورډ ته ولاړ چې هلته يې د ارسطو فلسفې پر ډانډس کولو پیل وکړ چې په دې سره يې د پوهنتون له مشر سره سترګه وخوړه او ښه يې له يو بل سره پر مخونو تو کړل او لندن ته ورڅخه ولاړ چې هلته يې له ملکې اليزابت سره د شناخت تارونه وغځول؛ ان چې هغې په خپل لګښت د برونو څو کتاب ورچاپ کړل چې په دې کې «[1]د برلاسي دېب شړنه» کتاب هم وو. څه سر مو ګرځوم؛ يو خوا د برونو د خولې لاشتيک شکېدلی وو او بله خوا ټوله اروپا له مسيحي دينپالو ډکه وه؛ هر ځای به يې برونو ته ستونزې او ربړې راولاړولې. د ۱۵۸۶ په دوبي کې اړ شو چې جرمني ته ولاړ شي؛ هلته يې هم له ارسطويانو او کاتولیکانو سره راواخېسته. یوه ورځ يې د کوپرنيکوس پر سر له پوهنتونيانو سره ښه تر ګرېوانو ونيول. په پای کې پر خپل سر ووېرېد او پراګ ته وتښتېد.
په ۱۵۹۲ کې د موچنیگو په نوم وینزي شتمن ځوان چې د برونو کتابونو يې لوستي او د هغه مينوال وو؛ برونو ته وويل چې وينز ته راشه __ هلته به زما لارښود او استاد شې. تښتېدلي برونو داسې ګومان وکړ چې ګوندې اوس به يې د هېواد ګروهپلټونکي نرم شوي وي ځکه اتم کليمنټ؛ پاپ شوی دی. همدارنګه پينځلس کلنې مساپرۍ يې زړه نری کړی وو.
برونو د موچنیگو په کور کې واړول او هغه ته يې ښوونه ورپیل کړه. ورسته موچنیگو په دې تور چې ګواکې ته اوښتی [= مرتد] يې؛ د لُو راهبانو ته د ۱۵۹۲م د مې مياشتې پر ۲۲مه لاس تړلی وسپاره او هغوی په روم کې د سينټ اينجلو کلا ته بنديوال ولېږه . دا کلا د کاتوليک مسيحيانو وېرونکی ځورونځی وو چې د کلا د زندانيانو چيغې به په درسته سيمه کې اورېدل کېدې.
که خبره د ګروهې [= عقيدې] شي؛ برونو پر يوه خدای ګروهمن وو؛ ويل يې خدای (ج) د پنځ جوهر دی او تر ټولو ښه پرښتنه [= عبادت] يې د پنځ د قوانينو پېژندل او ورڅخه سم کار اخېستل دي، روح او ماده هيڅکله له منځه نه ځي، زمان بې پایه دی، او …
خو له دې سره سره؛ کليسا پر برونو ګڼ تورونه ولګول چې؛ د پنځ فلسفه، مذهب ستېزي، پر تاريخ نيوکې، او تر ټوله ستره ګوناه يې د «د برلاسي دېب شړنه» کتاب ليکل ول. دوی ويل چې برونو:
- عيسی او د هغه ملګري په درواغجنو معجزو تورونوي.
- له ټولو دينونو سره وران دی.
- راهبان د ريا او شر سمبولونه ګڼي.
- وايي چې فلسفه بايد د مذهب ځایناستې شي.
- برونو ځمکه د پېنۍ [= کايناتو] منځۍ يا مرکز نه ګڼي؛ وايي چې د لمر پر شاوخوا راڅرخي. ورسته خپلو چټياتو ته زور ورکوي؛ ان تر دې چې د خپل لارښود؛ کوپرنيک خبره چې وايي لمر د پېنۍ مرکز دی؛ نه ردوي او زياتوي چې پېنۍ ډېره ويړه او پراخه او بې شمېره نړۍ په کې پرتې دي. هرګوره؛ بتلېموس او د مسيحيانو کتابونه وايي چې ځمکه ولاړه او نور ستوري يې پر شاوخوا راګرځي.
- برونو د مادې د شتون پر قانون کار کړی دی؛ وايي چې ماده په هيڅ توګه له منځه نه ځي بلکې خپله بڼه بدلوي.
په دې وخت کې د “لو انا” ستونی وچ شو؛ غرېو ونيوله خو نکل ته يې دوام ورکړ چي:
د کليسا په منځ کې؛ په پراخ او مفشن هال کې د پاپ ښي او چپ ته څلور څلور کارډينالان ناست ول. د ټولو ورېښمينې چپنې پر اوږو وې او په جواهراتو پوښلي لاسونه يې د لويو څوکيو پر زرينو مټو ايښي ول.
کارډينال سورينا د پاپ له ښې اړخه را ولاړ شو او په ډېر غرور يې له برونو څخه وپوښتل چې «کفر دې پرېږده او پر خپل بدعت توبه وکاږه».
برونو د پاپ او کارډينالانو شاته دېوال ته سترګې نيولې دي او چوپ دی. کارډينال بلارمين؛ کارډينال سورينا تر لاس راکش کړ او ويې ويل: «عاليجناب! تشريف وفرماياست __ کېنئ؛ هغه خدای بې لارې کړی په لار نه شو …».
لږ شېبه په هال کې چوپتيا خپره شوه. سورينا بېرته په څوکۍ کې لږ راجګ شو او ويې ويل:
جلالتماب اتم کليمنټ پاپ!
دا کافر تر اوسه پر خپل خره سپور دی؛ په خپلو چټياتو شخوند وهي، او توبه نه کاږي. نو، د روم حاکم ته لیکم چې پر دار يې کړي.
پاپ او ټولو کارډينالانو پر حکم لاسليکونه وکړل. حکم يې د روم (اجرایوي) حاکم ولېږه او برونو يې بېرته د زندان خپلې کوټې ته چې پراختيا يې شاوخوا درې ګزه وه؛ بام يې راڅاڅي او موږکان پبه کې ګرځي؛ ولېږه او هلته يې پښه په غولې پسې ور مېخ کړه.
اته ورځې روسته د روم حاکم د ښار د ګلانو په ميدان (Campo dei Fiori)کې زرګونه کسان راټول کړل. يوې ډلې کليساوالو؛ لوڅ لغړ برونو چې لاسونه يې تر شا تړل شوي ول، ژبه يې په مېخونو سورۍ سورۍ او خوله د اوسپني پر مزي ګنډل شوې وه؛ د هغو اوسپنيزو پايې خوا ته روان کړ چې لاندې ترې د بوټو او لرګو دلۍ پرتې وې.
برونو د پايې بېخ ته ودرېد او پر کليساوالو يې غږ وکړ: «د دې حکم په صادرولو کې دومره وحشت پروت دی چې زما د منلو وېره يې وخوړه.».
دا د برونو ورستۍ خبره وه؛ کليساوالو برونو سر په څېړۍ د اور له پاسه راځوړند کړ.
کله چې د اور لمبو د برونو بدن ايره کړ؛ د نندارچيانو له منځه یو پر ملا کړوپ کوشنی سپين ږيری راووت او په خورا عاجزي او لوېدلي غږ يې وويل چې که د سپېڅلي کارډينال بلارمين او د روم د لوی حاکم اجازه وي؛ زه به مې د سوزېدلي زوی ايرې راټولي او له ځان سره به یې يوسم!
بلارمن ورته وويل؛ موږ د دې ګمراه او مرتد بدن او کتابونه وسوزول، له خدايه مو وغوښتل چې په روح يې جنت مردار نه کړي، او نه غواړم چې ځمکه يې په ايرو پليته شي. نو، ايرې يې = سيند ته غورځوو. همداسې يې وکړل.
د اروپا نوي نسل د خوشال خټک دا خبره رښتيا کړه؛
د خوشال قدر که اوس په هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډېر عالم
واټيکان پېړۍ پېړۍ د برونو پر وژنه شرمينده وو. هو، پر خپل کړي وحشت يې خوله ګنډلې وه. په ۱۹۴۲ کې کارډينال جيوواني مرکاتي [= په رومن کاتولیک کليسا کې تر پاپ کښته رتبه یا څوکۍ ده چې د پاپ له مړينې ورسته نوی پاپ غوره کوي.] د برونو د پېښې ډېر لاسوندونه تر لاسه کړل خو بيا يې هم د کليسا د دريځ ملاتړ وکړ. په ۲۰۰۰ کال کې کارډينال اينجيلو سوډانو د برونو وژنه يوه وريرجنه پېښه وګڼله او کليسا يې هم سپينه چرګه وبلله.
ګڼو ليکوالو پر برونو باندې کتابونه؛ ناولونه او فلیمونه ولیکل. په ۱۹۳۹ کې د برونو د «مخالفانو ټکر» پر نظريې باندې د جېمز جويس ناول ډېر خوله پر خوله شو.
دمګړۍ په نړۍ کې د جيوردانو برونو بنسټ شته چې پوهنې ته کار کوي او همدارنګه د برونو نړېواله جايزه هم د کار خلګو ته ورکول کېږي.
يوې کمېټې چې ويکټور هوګو، رانسټ رنان او هنريک اېبسن يې هم غړي ول؛ په ۱۸۸۹ کې د روم ښار په هغه ځي کې چې برونو سوزول شوی وو؛ د هغه له پږۍ [= مجسمې] څخه پرده پورته کړه او پرانيسته. دا خبره مې بايد هېره نه شي چې لوېديځوال جيوردانو برونو ته د «پوهنې شيهد» وايي. همدا ډول په هنګانګ کې هم د جيورډانو اینټرنېشنل په نوم کمپنۍ له ۱۹۸۱ږ کاله را په دې خوا کار کوي او زرګونه کارمندان لري.
د برونو ویناوې:
خدای (ج) د پنځ جوهر دی او تر ټولو ښه پرښتنه [= عبادت] يې د پنځ د قوانينو پېژندل او ورڅخه سم کار اخېستل دي.
شعر د ډېرو فلسفي او مذهبي رښتينوليو د الهام سرچينه ده.
د رښتيني فيلسوف لپاره د ځمکې هره ټوټه؛ د ده هېواد دی.
برونو کليساوالو ته ويل چې اسمان له لکونو ان له ميليونو ستورو او لمرونو ډک دی. پر ډېری لمرونو باندې زموږ د ځمکې په شان ستوري راتاوېږي او کېدای شي په ځينو کې هوښيار ژوندي سري هم وي. نو، ايا عيسی (ع) د هغوی لپاره هم ځان قرباني کړی دی؟
برونو ولاړی اور ته؛ زه راغلمه خپل کور ته!
[1] په ديني، پوهنيزو، ادبي، فلسفي مسايلو کې د خرافاتو په اړه د برونو ليکل شوی کتاب دی.
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، وصال ټلوېزیون يې مسووليت نه اخلي.
Views: 41