په هېواد کې د جمهوریت د سقوط سره سم افغانان په ځانګړې توګه لوستې طبقه د خپل سر او مال د خوندیتوب په پار د هېواد پرېښودلو او په پردیو ملکونو کې د مهاجر او مسافر په توګه مېشت کېدلو ته مجبورل شول، ځینې یې پاکستان او ایران ته ولاړل، ځینو یې په بحر او ځنګلونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او له ځینو سره چانس یاري وکړه چې تر امریکا، کاناډا او اروپایي هېوادونو ورسېدل، ځینو یې له کورنیو سره یو ځای او ځینو بیا له کورنیو پرته د مسافرۍ ژوند پیل کړ.
دوی د ژوند له لومړۍ مرحلې څخه په دې باوري وو چې سر او مال یې خوندي دي، ولې یواځې د سر او مال خوندیتوب د خوشحالۍ او سوکاله ژوند سبب نشي کېدلای، ځکه چې دوی په هېواد کې کورنۍ، ملګري، دوستان، ګاونډیان او هېوادوال لري چې هغوی د ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په غربي ټولنه کې هر مېشت افغان ورځ له هېواد څخه د راغلو پیغامونو په اورېدلو سره پیلېوي چې په هر پیغام کې د ستونزو، بې وسیو او مایوسیو رودونه پراته وي او د هر یوه اورېدل د غره په اندازه حوصله او زړه غواړي.
زه چې د ټولنیزو رسنیو له لارې کوم پیغامونه تر لاسه کوم، ډېری یې کاناډا او امریکا ته د راتګ په اړونده پوښتنو باندې څرخي، هغوی پوښتنې کوي چې زه کاناډا ته په کوم شکل ورسېدم او څرنګه کولای شم چې د هغوی سره د راتګ په برخه کې مرسته وکړم.
زه چې کله هغوی ته د هغو سختیو په اړه قصې کوم چې د سفر پر مهال ور سره مخ شوی وم او هغوی هڅوم چې په هېواد د ننه د خپل ژوند د جوړولو او د ځان تر څنګ څو نورو بېوزولو ته د کار او یوې ګولې ډوډۍ د برابرولو په برخه کې هلې ځلې وکړي، داسې انګېری چې زه ور سره شخصي دښمني لرم او یا هم د هغوی په مقابل کې د کم نېتي څخه کار اخلم.
زه چې کله د هغوی عکس العمل وینم دې پایلې ته رسېږم چې په هېواد د ننه پاتې هر ځوان د دې ارمان لري چې غربي هیوادونو ته دې ورسېږي.
ما وړمه ورځ په غربي هېوادونو کې د ناوړه ژوند او دلته د مېشتو افغانانو د بې دینۍ او بې لاریتوب په اړه مطلب د داسې چا په وال هم ولید، چې میاشت وړاندې یې ما ته مکرر پیغامونه استولي وو چې که چېرته وکولای شم کاناډا ته د راتګ د ممکنې لارې په اړه لازمه مشوره ورته ورکړم او مرسته ور سره وکړم.
ملګرو، زه چې د چا سره هم خبرې کوم، هیڅکله نه غواړم د دې ځای د ژوند په اړه غلط معلومات ورکړم، زه په واضح ټکو وایم چې په دې هېوادونو کې ژوند له ډېرو مسؤلیتونو، ستړیو او ستومانیو ډک دی، دلته ارام او اسونده ژوند درلودل ډېرو زحمتونو ته اړتیا لري، دلته شپه او ورځ کار کول په کار دي تر څو د ژوند د پرمخ وړلو مصارف پوره کړې، دلته اړینه ده چې د مهاجرت په لومړیو کلونو کې ټولو سرګرمیو او خوندونو ته الودعاء ووایې.
له بل پلوه، دلته ژوند د ټولو ستونزو او ستومانیو باوجود ډېر ښکلي او مثبت اړخونه هم لري، دلته هر څوک کولای شي د خپل کلتور او دین په نظر کې نیولو سره بدون له کوم تبعیض او توپیره زدکړې وکړي، په برخلیک ټاکونکو پرېکړو کې برخه واخلي، خپله عقیده، خپل فکر او خپل کلتور وپالياو د ترویج لپاره یې هلې ځلې وکړي.
دلته هر څوک کولای شي په ډاډه زړه خپل نظر څرګند کړي او په سوله ییز ډول هر ډول ټولنیز فعالیت تر سره کړي.
زه د امریکا لویې وچې لویو ایالتونو لکه کلیفورنیا او نیویارک ته تللی یم او اوس د کاناډا په تر ټولو لوی ښار تورنتو کې اوسېږم. زه د کار او زدکړې په چاپيریال کې د افغانستان په شمول د اسیايي، اروپايي او امریکايي هېوادونو له وګړو سره چې د مختلفو دینونو او فرهنګونو پیروان دي،مخ شوی یم، د هغوی د ټولنیز او کلتوري ژوند په اړه مو خبرې کړې، زه د افغان، هند، پاکستان، ایران، اکراین او لاتینې امریکا د وګړو د ټولنیزو ټولنو سره په تماس کې یم چې هر یوه یې د خپل فرهنګ د ساتلو او ترویج او خپلو خلکو ته د ټولنیزو، فرهنګي او دیني خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي.
زه د جمعې د لمونځونو پر مهال له ډېرو کاناډايي ږیرې نه لرونکو مسلمانو سره مخ شوی یم چې په ډېر لوړه پیمانه ډالر یې په ترکیه کې د زلزله ځپلو او په اوکراین کې د جنګ ځپلو لپاره صدقه کړي دي.
ما په تورنتو کې د بامیان رسټورانټ نوم له کوم افغان څخه نه، بلکې له یوې کاناډایۍ مېرمنې څخه اورېدلی چې د معرفت پر مهال یې د افغاني خوراکونو بې حسابه توصیف کاوو، زه پوهېدم چې زمونږ وطني خواړه له روغتیايي پلوه په داسې حال کې نه دي چې د محلي، ترکي او ایټالیوي خوړو څخه دې غوره واوسي، بلکې هغې غوښتل ما ته حس راکړي چې افغانستان باوجود د ډېرو مشکلاتو، ښه فرهنګ لري او هغه ور باندې فخر کوي.
زه منم چې ډېری وختونه کله چې د تعلیم د مخنیوي، یا د افعانستان د جنګي سابقې په اړه بحث پورته شوی، هغوی د اسوېلیو په بدرګې سره د هغه غنده کړې، ځکه چې جنګ په دې متمدنه ټولنه کې د ویاړ معیار نه، بلکې د شرم عامل ګڼل کېږي، ځکه خو دا هیوادونه هیڅوک د جنګي قهرمان په توګه نه پېژني، بلکې د مضر عنصر په سترګه ورته ګوري.
ما په لومړي ځل د (Kite Runner) د کتاب او د هغه د لیکوال (خالد حسیني) نوم چې افغان دی، د اکسپورډ پوهنتون له یوه پروفیسور څخه واورېد چې له فونیکس څخه سن فرانسیسکو ته د پرواز پر مهال زما په څنګ ته کرسۍ باندې ناست وو؛ ما ډېری ځله د راشد نوم په ډېر ویاړ سره د افریقايي الاصله کاناډایانو له خولې اورېدلی چې په استعداد یې فخر کوي.
ما په څو میاشتو کې افغان، هندي، ایراني او پاکستاني وګړي او کورنۍ ولیدې چې په لسګونه کلونه یې دلته تېر کړي او حتا دلته زېږېدلي دي، ولې د حیاء، عزت او عقیدې د قوت بېلګې یې په کور د ننه ناشونې خبره ده، په دوی کې داسې حقیقي او عقیدتي مسلمانان موجود دي چې د نېکو کړنو له برکته یې د نورو دینونو ادیان د اسلام مبارک دین ته مخه کوي.
لکه څرنګه چې په هره ټولنه د ښو او بدو وګړو د مجموعې څخه تشکیل شوې وي، دلته هم په نامه افغانان او مسلمانان موجود دي چې د کلتور او عقیدې پالل ورته غیر مهم دي، ولې تعداد یې د هغو وګړو په نسبت ډېر کم دی چې خوشحاله او با فرهنګه ژوند لري. اوس که موږ نمونو ته ولاړ شو، نو په وطن د ننه هم داسې بدمرغه، نا خوښه او غیر انساني بېلګې لرو چې د دنیا تر ټولو بد کلتور هم د هغوی د زغملو او خپل ځان ته منصوبولو توان او حوصله نه لري.
بناً، په هېواد کې پاتې هېوادوالو ته مې پیغام مې دا دی: چې په دې ټول سره پوهېږو چې په کور د ننه ستاسو موجودیت انتخابي نه، بلکې مجبوریت دی، یا مو پاسپورت نه درلود، یا مو وېزه نه ده تر لاسه کړی او یا بېرون ته د را تللو امکانات نه ديدرته برابر شوي، په دې هم پوهېږو چې دلته د ښه ژوند کولو لپاره ډېرې ستړیاوې ګالل کېږي ولې په هیواد د ننه د ژوندي پاتې کېدلو لپاره ټولې هلې ځلې جریان لري.
زموږ او ستاسو دردونه مشترک دي، ټول په بدبختیو کې یو او د ټولو موخه دا ده چې هوسا ژوند ولرو، ولې د دې پایله دا نشي کېدلای چې تاسو دې خپل قهر او غوسه په مهاجر شوو وروڼو باندې وباسئ، تاسو دې په هغو خوېندو او مېندو باندې د بې لارۍ او بد لمنی ټاپې ولګوئ چې هره دقیقه یې د اسلام په چوپړ کې تېرېږياو خپل ټول ژوند د اسلامي د مقدساتو او افغاني فرهنګ په رڼا کې پر مخ وړي، نوبناً هیله مې دا ده چې، تاسو په کور د ننه د خپل ژوند د جوړولو لپاره لاس په کار شئ او هغه هیوادوال مو چې د مجبوریت له مخې یې خپل ګران او خوږ هېواد، کورنۍ، ملګرياو دوستان پرې ایښي او مهاجر شوي، وهڅوئ تر څو په اسلامي او افغاني روحیه سمبال ژوند ته ادامه ورکړي او دغه راز، تاسو ته هم دعاوې وکړي چې خدای مو له موجودو ستونزو او ناخوالو، بالخصوص اقتصادي مشکلاتو څخه وژغوري.
دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، وصال ټلوېزیون یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.
Views: 538