افغانستان د شلمې پېړۍ په پیل کې په داسې ورځو کې خپلواکي واخیسته چې دوه امپریالیستي قدرتونه، یو یې په ګاونډ شمال کې او بل یې د هغه هېواد په جنوب کې د خپلو سیمو او واکونو پراخولو هڅه کوله.
د دواړو استعماري قوتونو پر وړاندې د امو سیند پورې غاړې او د برتانوي هند په نیمه وچه کې مېشتو خلکو خپلې مبارزې ته دوام ورکاوه.
په شمال کې د ۱۹۱۷ زېږدیز کال د اکتوبر د انقلاب په بریالیتوب سره، دغه مقاوت د بخارا په محوریت د تقدس اړخ او د مرکزي اسیا مبارزې، له خپلو دیني عقایدو سره جګړه کوله؛ خو انقلابي کمونستانو د هغوی ځپلو ته مخه کړې وه؛ د اسلامي عقایدو پر بنسټ د دغه مقاومت یوه پایله له پلرني ټاټوبي په خوندي توګه اسلامي خاورې ته کډوالي ده چې په هغه وخت کې افغانستان بلل کېده. دا کډوالۍ چې په زرګونو تاجکان، ترکان او فارسي ژبي یهودان په کې شامل وو، له ۱۹۲۰ کاله پیل او تر ۱۹۳۰ کال پورې یې دوام وکړ چې د بسمچیانو (د بخارا د ملي – اسلامي مقاومت جنګیالیو) د دایمي ماتې کلونه دي؛ د شوروي انقلابي ځواکونو له لوري یې دوام درلود.
د بخارا د کډوالو دغه شمېر د افغانستان په شمال کابل او د هغه په څنډو کې ځای پر ځای شول؛ په دغو مهاجرینو کې د بخارا وروستی پاچا امیر اسماعیل هم شامل و چې په کابل کې مېشت شو او په ۱۹۴۳ زېږدیز کال کې په کابل کې مړ او په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو.
هغه څه چې د دغه هېواد د حکومت په ګډون د افغانانو په اړیکو کې له دغو کډوالو سره د چلند په اړه لیدل کېږي، له کوم توپیر پرته په افغاني ټولنه کې د هغوی مدغمول وو؛ لکه څرنګه چې دغو کډوالو له بومي خلکو سره خپلوۍ پیل کړې؛ د دې ترڅنګ یې پر اقتصادي فعالیتونو هم لاس پورې کړ چې وروسته یې د افغانستان په اقتصاد کې ستر رول درلود. بل د پام وړ ټکی دا و چې بخارا د اسلامي تمدن د وروستي علمي مرکز په توګه د افغانستان د خلکو لپاره مقدس ځای و؛ له همدې امله کډوالو دا کلی مقدس ګاڼه او د همدې درناوي له امله د دوی ځینو مشرانو ورته لقب هم ورکړی و. (بي بي سي فارسي؛ د ۲۰۱۷ کال د نومبر ۵مه؛ د ساسیکس پوهنتون استاد مګنس مارزدن.)
د شوروي اتحاد له ړنګېدو او په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د دغه هېواد په خاوره کې د پنځلسو خپلواکو جمهوریتونو له جوړېدو وروسته، په هغه هېواد کې د تاجکستان د حکومت او اسلامپالو تر منځ کورنۍ جګړه پیل شوه؛ د دې جګړې په پایله کې د دغه هېواد څه باندې سلو زرو کسانو افغانستان ته پناه یوړه چې په بلخ، کندوز او تخار ولایتونو کې د کډوالو په کمپونو کې ځای پر ځای شول او هغه مهال د افغانستان اسلامي دولت او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا یې ملاتړ وشو؛ تر دې چې د افغانستان د اسلامي دولت د رییسبرهان الدین رباني او د هغه حکومت د دفاع د وزیر احمدشاه مسعود د هڅو په پایله کې په ۱۹۹۷ کال کې د تاجکستان د حکومت او مخالفینو ترمنځ سوله رامنځته شوه او د دغه هېواد د حکومت د مخالفو وسله والو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو. د دغو کډوالو بېرته ستنېدو بهیر پیل شو.
د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې د کډوالۍ بل مورد؛ دا د هندیانو کډوال کېدل وو؛ لکه څرنګه چې په ۱۸۵۷-۱۸۵۹ کلونو کې د بریتانوي استعمار پر ضد د هند د خلکو له پاڅون وروسته چې د هند نیمې وچې مسلمانانو ستر رول لوبولی و، د اسلامي علماوو له خوا د خلافت غورځنګ جوړ شو. یو له وړاندیزونو یې دا و چې اسلامي خاورې ته کډوال شي او د استعمار پر وړاندې جهاد وکړي.
په ۱۹۱۶ میلادي کال کې د هند د مهاجرینو لومړۍ ډله چې ازادي غوښتونکي وه، د امیر حبیبالله خان (۱۹۰۰-۱۹۱۹ زیږدیز کلونو) په دوره کې کابل ته راغلل او د دې ښار په بابر بڼ کې مېشت شول (د ا افغانستان پېښلیک، ۲۲۸ مخ.)
د هندي کډوالو دغه ډله کابل ته داخله شوه چې ځیني یې د شوروي اتحاد له لارې ترکیې ته ولاړل او د ۱۹۲۰ کال د سپټمبر په میاشت کې د مهاجرینو د چارو د تنظیم لپاره په کابل کې د کډوالو ټولنه جوړه شوه.
په اصل کې افغانستان ته د هندوانو کډوال کېدل د ۱۸۵۷-۱۸۵۹ کلونو په اوږدو کې د هند د خلکو له خپلواکۍ وروسته پیل شول او د دغو مهاجرتونو زیاته برخه په قبایلي سیمو، د هیواد په ختیځو او سوېلي سیمو او ان کابل ته غېدلې وه.
د اماني دورې یوه له مهمو پېښو په کابل کې د کډوالو د انجمن جوړېدل وو چې دنده یې د مهاجرینو د چارو تنظیم و.
باید وویل شي چې د دې دورې بله مهمه موضوع په کابل کې د هند د موقت حکومت جوړېدل و چې موخه یې له انګریزي استعماره د هند نیمې وچې خپلواکۍ اخیستل وو او د بریتانوي استعمار پر وړاندې د هند د خلکو مبارزه د دې دورې یو له مهمو ټکو بلل کېږي.
وروسته له هغه چې افغانستان په ۱۹۱۹ زېږدیز کال کې له انګلیستانه خپله بشپړه خپلواکي اعلان کړه، د هند مسلمانانو د کډوالۍ یوه نوې څپه پیل شوه؛ یوازې د هېواد د خپلواکۍ په لومړي کال کې ۱۲ زره کډوال افغانستان ته داخل شول.
له هغه وروسته د دغو کډوالو يو شمېر د افغانستان له لارې اروپايي او اسيايي هېوادونو ته ولاړل؛ ځیني یې په افغاني ټولنه کې مدغم شول او ځیني یې خپلو پلرونیو هېوادونو ته ستانه شول.
د امان الله خان د سلطنت دوران و چې په لومړي ځل په ۱۹۲۲ کال په ۳۲ مادو کې د کډوالو چارو لپاره د« نظامنامۀ مهاجرین» تر عنوان لاندې تقنیني سند جوړ او نافذ شو.
دغه نظامنامه چې اصلاً په هېواد کې د کډوالو په چارو کې لومړنی مدون مطبوع قانون ګڼل کېږي، چې دغه لاندني مطالب لري:
د دغه قانون له مخې، هر هغه بهرني وګړي چې افغانستان ته د کډوالو په نوم راتلل، هغه او کورنۍ یې د افغاني تابعیت او پېژنپاڼې په اخیستو مکلف وو او دوی خپلو وطنونو ته د بېرته تلو اجازه نه درلوده، دغه راز د دغې نظامنامې په ۵مه ماده کې صراحتاً راغلي وو چې د افغانستان دولت حق لري چې کډوال ومني یا یې خپلو وطنونو ته د وتلو حکم وکړي، د دغې نظمنامې په دویمه برخه کې مرکزي او سیمه ییزو ادارو، مرجعو او ارګانونو ته لارښوونه کېده، څو د کډوالو د منلو او د هغو د اوسېدو اړوند چارې د کورنیو چارو وزارت تر نظر لاندې سمبال کړي، دغه راز دغې نظامنامې لارښوونه کوله، څو د کډوالو د دایمي اوسېدو لپاره دې د هغوی د اعاشه او اباته دې اړوندې ادارې پر غاړه ولري.
د دغه تقنیني سند د احکامو له مخې، حکومت د بې وزلو کډوالو لپاره کرنیزې ځمکې په وړیا ډول ور وېشلې، په هغه صورت کې به متصرف شخص کولی شوای چې له دغې ځمکې له شلو کلونو ګټې اخیستنې وروسته، یادې ورکړل شوې ځمکې وپلوري هم.
۱۹۲۱ زېږدیز کال کې اماني دور کې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوستۍ او مودت تړون لاسلیک شو، د دغه تړون د اوومې مادې له مخې، د دواړو هېوادونو له خوا د مجرمینو استرداد تر سره کېده؛ خو سیاسي پناه غوښتونکي له دغه امره مستثنا ګڼل کېدل، دغه فصل کې داسې راغلي وو: «د دواړو متعهدو هېوادونو وګړي بل هېواد ته د کومې تېروتنې او تېښتې په صورت کې د دواړو هېوادونو مامورینو حق درلود چې د سیاسي لارې د هغو د اعادې او هېواد ته یې د ور بللو غوښتنه کوله او سیمه ییز حکومت له خوا به د مرستې له کولو ډډه نه کېدله خو سیاسي مقصرین له دې امره مستثنا وو.»
د افغانستان په لومړني جمهوریت کې د محمد داوود په وخت کې ( ۱۹۷۳ – ۱۹۷۸ زیږدیز کال) د کابل او اسلام اباد د خرابو اړیکو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ متقابل مهاجرتونه د دواړو هېوادونو د سیاسي علایقو او ارزښتونو پر بنسټ ترسره شول. هماغه شان چې د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت سیاسي مخالفینو ته پناه ورکړه (چې د شورویانو د تېري پر مهال یې په هېواد کې د میلیونو کډوالو اساس کېښود؛ اسلامپالو وکولی شول چې له خپلو موقفونو په استفادې پاکستان ته له کډوالۍ ګټه پورته کړي، له دې لړلۍ یې د پاکستان، خلیجي هېوادونو، امریکا او لوېدیځ هېوادونو ملاتړ وکړ) لکه څرنګه چې د کابل مسوولینو په زرګونو بلوڅانو چې کورنۍ، ښځې او ماشومانو په کې وو او لوی کندهار یې کوربه و، د خیریه موسسو له لارې په ځانګړي ډول د سرې میاشتې له خوا یې سرپرستي کېده، دغې لړلۍ تر ۱۹۷۷ زېږدیز کاله پورې دوام درلود، خو د کابل او اسلام اباد په نږدې کېدو سره دغه لړلۍ کمزورې شوه او ان بلوچو کډوالو ته خپل وطن ته د بېرته ورګرځېدو زمینه برابره شوه.
د داوود خان حکومت به کله کله په نړیوالو غونډو کې د پاکستان پر وړاندې د یوې حربې په وسیله د دغو کډوالو له شتونه استفاده کوله.
د افغانستان د ډیموکراټیک ګوند د واکمنۍ پر مهال، د پاکستاني بلوڅو کډوالو د شمېر له ډېرېدو پرته، د ګاونډي هېوادونو د مسکو چپي عناصرو، افغانستان یې د ځان لپاره یو امن ځای وموند، د ایران د اسلامي انقلاب ضد ډېرو مخالفینو چې ډېری یې د ایران د توده او مجاهد خلق ګوندونو سره تړاو درلود، د افغانستان په ډېرو مهمو ښارونو کې ځای پر ځای شول چې د هغه مهال حکومت یې ملاتړ وکړ.
د دې ترڅنګ چې ټولې مرستې د افغانستان د جمهوري ډیموکراټيک دولت له خوا کېدې، د ایراني کډوالو لپاره د افغانستان په پوهنتونونو، په ځانګړي ډول د کابل پوهنتون دولتي انسټیټیوټونو کې پوليتخنیک پوهنتون کې د تحصیل زمینه برابره شوې وه.
د پاکستاني او ایراني کډوالو ترڅنګ درېیمه ډله کډوال فلسطیني وو چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند له خوا یې معنوي او مادي ملاتړ کېده؛ ځکه چې فلسطیني ځوانانو د افغانستان په مرکزي پوهنتونو کې درس وایه.
مرتضی بوټو او ورور یې شهنواز بوټو هغه کډوال دي چې په پاکستان کې یې د ضیاءالحق له لوري یې د پلار ذوالفقار بوټو له اعدامېدو وروسته افغانستان ته پناه راوړه او په کابل کې اوسېدل، مرتضی بوټو له کابله پاکستان کې د ذالفقار بوټو ګوند رهبري کاوه، نوموړي یوې افغانې ډیپلوماتې فوزیې فصیح الدین سره واده وکړ چې وروسته دغه واده منحل شو او ثمره یې د فاطمې بوټو په نوم یوه نجلۍ چې د پاکستان د خلکو د ګوند په چوکاټ کې سیاسیي فعالیت کوي.
مرتضی بوټو چې کله په کابل کې اوسېده، د پاکستاني حکومت پر ضد یې فعالیتونه کول. څرنګه چې یې د ۱۹۸۱ کال د مارچ په ۲مه یوه طیاره له ۱۴۶ مسافرو سره د پېښور له هوایي ډګره وتښتوله او د کابل په هوایي ډګر کې یې کېنوله، د مسافران په منځ کې یو لوړپوړی پاکستانی افسر ووژل شو او د ذولفقار حزب یې مسوولیت پر غاړه واخیست او د پاکستاني له نظامي زمامدار څخه یې خپلې غوښتنې وغوښتي چې ظاهرا دا غوښتنې ومنل شوې او تښتول شوي مسافرین راخوشي شول.
کلونه وروسته یادې ډلې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول او سوریې ته ولاړه. (د بي بي سي راپور؛ اردو سرویس؛ لیکوال جعفر رضوي؛ د ۲۰۲۰ د دسمبر ۲۰مه)
د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ میلادي کلونو ترمنځ، د پاکستان له حکومت څخه یو ډله ناراضي بلوچان د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ څخه په ملاتړ په کابل، کندهار او نیمروز ښارونو کې اوسېدل چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم یې هېواد کې د نیول کېدو خبرونه له رسنیو خپاره شول؛ د مطبوعاتو له قوله، ۱۶ دغه کډوال د طالبانو له خوا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۵مه په خپلو کورونو په کوټه سنګي کې (دغه کډوال د UNHCR له خوا ملاتړ کېدل) ونيول شول.
پاتې دې نه وي؛ په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د بلوچستان له نیول کېدو وروسته د بلوچانو مهاجرت له هغه ځای پیل شو چې په بېلابېلو وختونو کې هغوی افغانستان ته راکډوال شول. (اخیستل شوي له: Balochistan :The Silant Plighat Baloch Refugees Oct16, 2015).
د ۲۰۱۴ میلادي کال د جون په ۱۵مه د پاکستان ځمکني او هوایي قواوو د ضرب عضب تر عنوان لاندې عملیات د پاکستان پر نورو سیمو سربېره په شمالي وزیرستان کې د ډیورند کرښي په اوږدو کې پیل کړل چې د یادو عملیاتو په پایله کې د وزیرستان دوه سوه زره خلک د ماشومانو او کورنیو په ګډون د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته کډوال شول. د افغانستان حکومت د کډوالو بېرته راستنیدونکو چارو وزارت له لوري له یادو کډوالو سره مرسته وکړه او د هغوی لپاره یې په خوست کې د ګلان کډوالو کمپ چې د یادو کډوالو تر ټولو لوی د اوسېدو ځای دی، ورکړل شو.
د رسمي چارواکو د څرګندونو پر اساس، یاد کمپ کې ۱۶۴۴۴ کسان او ۳۶ زره کسان په پکتیا ولایت کې او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر معلوماتو پر اساس، یوازې په خوست ولایت کې ۵۱ زره یاد کډوال له اوو کلونو راهیسې په درېیو کمپونو کې په نادرشاه کوټ، مندوزي او سپیره ولسوالیو کې اوسېږي.
ناویلي باید پاتې نه شي چې د ایراني کډوالو یو محدود تعداد چې د UNHCR تر ملاتړ لاندې دي هم په افغانستان کې اوسېږي.
دا ټکی هم د ویلو وړ دی چې د ۲۰۱۰ میلادي کال څخه وروسته، یو ډله بهرني جنګیالي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د دولت ضد ډلو تر څنګ جنګیدل، له خپلو کورنیو سره د افغانستان برخو ته په ځانګړې توګه ننګرهار او زابل ته لاړل چې یادې کورنۍ هیڅ وخت د افغانستان دولت او نړیوالو موسسو له لوري د کډوالو په توګه ونه پېژندل شوې، بلکه د دښمن د ځواک په ډول پیژندل کېدې؛ لکه څرنګه چې په ځینو مواردو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر شمېر کورنۍ چې د ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، روسیې، قزاقستان، هند، بنګله دېش او عربي هېوادونو وې؛ غړي یې د نظامي ځواکونو له لوري نیول کېدل او په ډېری برخو کې د هغه وخت افغان دولت د مشرانو له لوري د نړیوالې سرې میاشتې په مرسته خپل اصلي ځایونو ته لېږدول کېدل.
پایله:
له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته د کډوالۍ د یوې پېړۍ مختصره مطالعه دا ښیي چې افغانستان د هغوی لپاره ارام ځای و، په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو له یادو کډوالو په صمیمیت هرکلی کاوه او که تر ۴۰ کلونو ډېره جګړه په افغانستان کې نه وای؛ افغانستان به د سیمې د زرگونو کډوالو کوربه وای. باید وویل شي افغانستان ته د کډوالۍ انګېزه تقدسي او سیاسي اړخونه درلودل.
اخځلیکونه:
– حبیبی، عبدالحی، د افغانستان پېښلیک، بیهقی خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۵۳؛
-نظامنامه مهاجرین، مطبعه دایره تحریرات مجلس عالی وزرأ
-سواد معاهدهٔ دولتین افغانستان و ایران، اول سرطان ۱۳۰۰ هجری خورشیدی؛
– بی بی سی فارسی، مقاله مگنس مارزدن، استاد پوهنتون ساسکس، ۵ نوامبر ۲۰۱۷؛
– بی بی سی اردو ، مقاله جعفر رضوی ،۲۰ دسامبر ۲۰۲۰ ،
Balochastan: The Silant palight Baloch Refugees;oct.2015.
دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، وصال ټلوېزیون یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.
د لیکوال په اړه:
د حقوقو استاد پوهاند دوکتور نصرالله ستانکزی، د حقوقي مسایلو شنونکی؛ د کابل پوهنتون د حقوقو، شرعیاتو، ژورنالیزم، اقتصاد، ټولنیزو علومو او ښوونې او روزنې په پوهنځیو کې ۳۰ کلن تدریس مخینې لري چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د پولیسو اکاډمۍ د سترې محکمې قضايي کورس او دیپلوماسۍ انسټیټیوټ د قانون، سیاست او تاریخ په برخو کې اثار چاپ کړي دي.
Views: 65