د نړي په اوږده او د لوړو او ژورو ډک تاریخ کې؛ چې کله یي د انسانې کرامت له جوهر سره څنگ پر څنگ حرکت درلودلې او کله هم د انسانیت د ارزښتونو او متعال موقف پر ضد یي یون لرلې دی، نو؛ د دغو دواړو سپین او تورو واقعیتونو مجموعه د انساني ژوند تاریخ جوړوی، چې د زنځیر د کړیو په څیر له پیړیو موږ ته رسیدلې او تر هغو چې بشری ټولنه ژوندې وی؛ دا زنځیر به خوزیږی او هره کړې به یې انسانی اعمال او حوادث ثبتوي .

 د دغه اوږده او پیچیلې زنځیر یوه کړي شلمه پیړي ده، چې د انساني ژوندانه ډېرې ترخې او خوږې خاطرۍ یي ساتلې دي. شلمه پیړی چې انسان په هغه کې په زرگونه مثبت او له ویاړه ډک لاستنه راوړنې لری، خو دهغه تر څنگ داسې ناوړه او د شرم وړ پیښې هم په خپله لمنه کې لري، چې حتی د انسان د تیرو زمانو ناوړه کړنو ته یې سپیناوی ورکړی دی.

د شلمې پیړي په پیښو او وقایعو کې چې په طبیعي ډول د زمان او مکان په قید کې پیښ شوې دي، مختلفو کرکترونو او‌شخصیتونو ونډه درلودلې ده. د دغو ټولو وقایعو لنډیز فرانسویۍ لیکوالې هېلېن تېیون (Héléne Teillon) په یوه قاموس کې چې د د شلمې پېړۍ هسپانوي او جیوپولیټیکي قاموس

 (dictionnaire hispanique et géopolitique du20 siècle) عنوان یې ورته غوره کړی، په فرانسوی الفبا یي ترتیب او تدوین کړي ده چې په هغه کې د شلمۍ پیړي (۱۹۰۱–۲۰۰۰م) تاریخي، جغرافیایي او سیاسي پیښي په کامله توگه په کې رانغښنې دي.

  د دي قاموس په لاسته راوړلو مي وپتیله چې دغه قاموس په پښتو ژبه د تخلیص سره درنو لوستونکو ته وړاندي کړم.

  هیله ده دا قاموس چې «د شلمۍ پیړي تاریخي -جیوپولتیکې قاموس» نوم مې ورته غوره کړی، د درنو لوستونکو د پام او استفادې وړ وی . د یادونې وړ ده چې د دې قاموس ځینې برخې پرله‌پسې د وصال ټلوېزیون په پښتو وېبپاڼه کې خپرېږي، چې ستاسو پام ورته را اړوو.

                                  په همدې هیله

                                نصرالله ستانکزی

                            ستراسبورگ – فرانسه

                      د ۲۰۲۵ کال د سپتامبر درېیمه نیټه

‏د(A) توری:

‏   – ABANE Ramdane / عبان رمضان (۱۹۲۰ -۱۹۵۷):

  د الجزایر د ازادۍ د لارې مبارز چې په کال ۱۹۲۰ کې زیږیدلې او په ۱۹۵۷ زیږدیز کې په مراکش ترور شو .

  نوموړی د الجزایر د ازادۍ غوښتونکې جبهۍ له موسسینو څخه و، د هغه ونډې له امله یې چې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره یې د فرانسوی استعمار په وړاندې لوبولې دی، د الجزایر د انقلاب د معمار لقب ورکړ شوی دی.

هغه اوس د الجزایر د خلکو لخوا د یوه ملی اتل په توگه پېژندل کېږی او له همدي امله د هغه کور د الجزایر آزوار په ښار کې د انقلاب د موزیم په توگه پیژندل کېږی.

– ABBAS Ferhat /عباس فرحات (۱۸۹۹ – ۱۹۸۵):

  د الجزایر سیاستوال، ملت پال اصلاح غوښتونکې شخصیت و چې د خپل هېواد د خپلواکۍ څخه وروسته د دی هېواد لومړنې د دولت موقت ریس و، (کال ۱۹۵۸ ).

د هغه لوی سیاسي فعالیتونه دا دي:

  په کال ۱۹۴۳ کې یې د الجزایر د خلکو منشور خپور کړ چې په هغه کې د استعمار پای، د خلکو تر منځ د توپیر له منځه وړل، سیاسي خودمختاری او ‌د عربی ژبۍ په رسمیت پیژندل مسجل شوي و. هغه په الجزایر کې د دوو گوندونو‌ د الجزایر د خلکو اتحادیه او د الجزایر د منشور دموکراتیکه اتحادیه موسس هم گڼل کیږی، همداشان هغه د الجزایر د ازادې غوښتونکې جبهې له فعالو غړو څخه شمیرل کېږي.

 نوموړې په کال ۱۹۶۲ کې د الجزایر د لویۍ جرگۍ (د موسسانو مجلس) ریس هم و.

  فرحات د هغو سیاسي اختلافاتو له امله چې د الجزایر د ازادې غوښتونکو په جبهه کې رامنځ ته شو؛ له سیاست څخه لاس په سر او په کور کې نظر بند شو.

‏ – ABDEL Aziz Ibn Saoud / عبدالعزیز بن سعود (۱۸۷۶- ۱۹۵۳):

 عبدالعزیز بن عبدالرحمن آل سعود، چې د معاصر سعودی عربستان موسس او لومړنې پاچا و؛ په کال ۱۸۷۶ کې په ریاض کې وزیږید او‌په کال ۱۹۳۲ زیږدیز کې یي د سعودی عربستان د پاچاهې دولت اساس کیښود او د دغه هېواد لومړنې پاچا شو.

   هغه د آل سعود د شاهی کورنۍ بنسټ په خپل هېواد کې کیښود او اند د عربستان له نامه سره يې آل سعود ور زیات کړ.  نوموړې سربېره پردي چې د معاصر عربستان په ټوله خاوره کې خپل حاکمیت خپور کړ د دې هېواد د نړیوالو اړیکو بنسټ ایښودنکی هم دی، هغه له غربی نړی په تیره بیا له امریکا سره خپلۍ اړیکې پرانیستې چې لا تر اوسه هم د هغه اخلاف د خپل لومړنۍ مشر په لار روان دي. عبدالعزیز ال سعود په کال ۱۹۵۳ زیږدیز کې ومړ.

‏  –  ABDUH  Muhammad/ عبده محمد (۱۸۴۹- ۱۹۰۵) :

  محد عبده بن حسن خیر الله، په نولسمه پیړې کې په مصر د یوه اسلامی اصلاح غوښتونکې او مبارز په توگه مطرح شخصیت و، چې د سید جمال الدین افغان تر افکارو او نظریاتو لاندې د اسلام د مدرنیزم کولو  لپاره یي مبارزه کوله، هغه په الازهر پوهنتون کې زده کرۍ کړۍ وی او د دغو مبارزات په پایله کې جلا وطنه ( تبعید ) هم شو ؛ په ۱۹۰۵ کې د مصر ستر مفتی وټاکل شو.

 د هغه تر ټولو مشهور اثر رسالة التوحید؛ د عقایدو په علم کې دی او همداشان د هغه گڼ مقالات له سید جمال الدین افغان سره په عروة الوثقی جریده کې هم خپاره شوي دي.

‏   -ABORIGÈNES (Australie) / د استرالیا بومي اوسیدونکي:

  د استرالیا د وچۍ اصلي اوسیدونکو ته ویل کیږی چې زرگونو کاله تاریخي او فرهنگي شتون یي ثابت دی او دغه وچۍ ته د اروپایي وگړو ورتگ څخه د مخه پنځوس زره پخوایې تاریخي ریښې یي ثابتۍ دی ؛ چې ځانته یې شاوخوا ۲۵۰ ژبۍ یي هم درلودې.

   په اتلسمه پیړې کې د استعماری ځواکونو له ورتگ سره هغوی له لویو توپیرونو او نورو ټولنیزو ستونزو سره مخامخ شول او په دی توگه یي د خپل فرهنگ لویه برخه له لاسه ورکړه .

‏ ABYSSINE (guerre d’)/ د ایتوپیا جگړه :

د دې منظور د ایتالیا او حبشۍ یا اتوپیا هغه جگړه ده چې په ۱۹۳۵ او ۱۹۳۶ کالونو کې، د ایتالیا د دیکتاتور مو‌سولینی پر حبشې برید وروسته پیښ شو او له یوه خونړې جگړی وروسته یي د ایتوپیا خاوره اشغال او هغه هېواد یي د خپلۍ امپراطورې برخه اعلان کړه  خو د حبشۍ د خلکو مبارزو دوام وکړ او په ۱۹۴۱ کال کې یي بیرته خپله خپلواکۍ تر لاسه کړه .

‏    – ACCORDS Israélo – Arabes / د اسراییلو او عربانو توافقات:

 دا هغو توافقاتو ته ویل کیږی چې په ۱۹۷۸ کې د اسراییلو او مصر ترمنځ او په وروستیو کالونو کې د اسراییلو او متحده عرب اماراتو، مراکش، اردن، بحرین او سودان ترمنځ لاسلیک شوي دي .

‏  – ACP یا Afrique, Carabins, Pacifique / د آفریقا، کارابین او آرام سمندر د هېوادونو ډله:

 دا یو نړیوال سازمان دی چې د ۷۹ هېوادونو په غړیتوب په کال ۱۹۷۵ کې د لومه کنوانسیون ( Lomé  Convention )  په اساس چې د اروپا د اقتصادی ټولنۍ (اوسنۍ اروپایي اتحادیه) او د ودې په حال هېوادونوتر منځ  لاسلیک شوه رامنځ ته شوه. ترکیب یي په دا ډول دی: ۴۸ هېوادونه له افریقا څخه، ۱۶ هېوادونه د کارابین څخه او ۱۵ هېوادونه د آرام سمندر څخه .

‏ Adams Gerry / ادام گری (۱۹۴۸) :

نوموړی چې د شمالي ایرلند له پیژندل شویو جمهوری غوښتونکو څیرو څخه دی په کال ۱۹۴۸ کې زیږیدلي او په خپل هېواد کې د سولۍ د راوستو له مخکښانو څخه شمیرل کېږی، هغه د Good Friday Agreement چې په کال ۱۹۹۸ د ایرلندیانو تر منځ یي سوله ټینگه کړه، له اصلې غړو څخه شمیرل کېږی.

   ( نور بیا )

Views: 9

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi