د افغانستان د سیاسي تاریخ یوه مهمه دوره، د مشروطه غوښتونکو نهضت دی، چې د شلمې پېړۍ په پیل کې د هیواد د روښنفکرانو له خوا پیل شو. دا غورځنګ د سیاسي اصلاحاتو، قانونمندۍ، او د بیان آزادۍ غوښتنه کوله. د دغه نهضت بنسټ د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال، شاوخوا ۱۹۰۶ میلادي کال کې ایښودل شو، چې د حبیبیې ښوونځي له استادانو، زده کوونکو او مدبرانو څخه جوړ شوی و.
د مشروطهخواهانو په دې سیاسي او فکري نهضت کې د کاکړو قوم هم فعاله ونډه لرله. له دې ډلې څخه، یو له درنو شخصیتونو څخه مولانا غلام نقشبند کاکړ و، چې نه یوازې د دغه غورځنګ غړی و، بلکې د هېواد له مخکښو لیکوالانو او ژورنالیستانو څخه هم شمېرل کېده.
مولانا غلام نقشبند کاکړ په «سراج الاخبار» جریده کې د ترکي ژبې ژباړن او مبصر و، چې دا جریده د وخت د ملي بیدارۍ غږ بلل کېده. نوموړی د فکري، سیاسي او فرهنګي شعور د خپراوي له لارې د مشروطهخواهانو پیغام خلکو ته رساوه.
د حاجي باشي لقب او د ملتخدمت:
مستند تاریخي روایات کوم چې د افغانستان ملي آرشیف کې شتون لري او همدا شان د شفاهي تاریخي روایاتو په بنسټ چې د انجنیر احمد الله فرید په حواله ما تر لاسه کړي، مولانا غلام نقشبند کاکړ د مرحوم قاري غلام سرور کاکړ او مرحوم مدیر عبدالله کاکړ نېکه وو چې د هغه زوي استاد غلام حیدر خان نومېده. مرحوم غلام حیدر خان کاکړ د پلار په شان د علم او پوهې خاوند وو چې په هاغه وخت او زمانه کې د کابل حبیبې ښوونځي کې ښوونکی او مدرس وو.
غلام حیدر کاکړ په ځوانې عمر کې کله چې د حبیبې مکتب ښوونکی وو ځوانیمرک شو او درۍ زامن او یوه لور ترې په کم عمر پاتي شول.
مدیر رحمت الله کاکړ، غلام سرور کاکړ، مدیر عبدالله کاکړ او د هغوي خور چې د مرحوم مدیر عبدالقیوم کاکړ په نکاح کې وه، د خپلې مور بي بي چې د مرحوم ولي محمد خان کاکړ لور او د مرحوم محمد ابراهیم خان کاکړ خور وه، د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ څخه د کابل ولایت د قره باغ ولسوالي ته ولاړل او هلته میشت شول.
د شفاهي او مستند روایاتو او د کاکړو مشرانو په حواله مولانا غلام نقشبند کاکړ چې د لومړۍ مشروطه خواهانو ګوند غریټوب یې درلوده په هاغه وخت کې د افغاني حاجیانو مشرۍ یې په غاړه درلوده چې هر کال به یې د بخارا، ترکیې او فلسطین له لارې افغاني حاجیان سعودي عربستان ته لېږدول د همدي امله یې د «باشي» ترلاسه کړ چې د نوم سره یې په ملي آرشیف کې ثبت دی. دا لقب له یوې خوا دیني خدمت و، او له بلې خوا د هغه د اجتماعي نفوذ ښکارندوی و.
د یادونې وړ ده چې مولانا غلام نقشبند خان کاکړ د آمر محمد رفیق مسرور کاکړ د نېکه صوفي جلال الدین کاکړ سکه تره او د انجنیر احمد الله «فرید » کاکړ او د کابل پولی تخنیک پخواني رئیس او استاد مهندس محمد سعید کاکړ د مور له اړخه نېکه دی.
د اروا پوهانو او طبي څېړونکو د معلوماتو له مخي چې د پلار او نېکه ارثي زکاوت او پوهه د هغه راتلونکي نسل ته انتقالېږي، د همدي امله لکه څرنګه چې مولانا غلام نقشبند خان د افغانستان د دویمې ملي او رسمي جریدي «سراج الاخبار» کې د ترکې ژبې مترجم، مبصر او لیکوال وو نو د مولانا غلام نقشبند کورنۍ کې کې هم د علم، ادب او رسنیزو خدمتونو دوام موجود و. د هغه لمسیان، لوڼې او کورنۍ غړي، د ښوونې، شاعرۍ، ژورنالیزم، او فرهنګي برخو کې فعاله رول درلود او په ځانګړي ډول د مرحوم مدیر رحمت الله خان زامنو په رسنیو کې رسنېز فعالیت او دندې درلودي.
ډګروال محب الله کاکړ د مرحوم مدیر عبدالله زوي د افغانستان د دفاع وزارت اردو مجلي کې دنده او همدا شان زموږ معززې خویندې هر یو ملیحه کاکړ د مرحوم قاري غلام سرور کاکړ لور چې ښه با استعداده شاعره او لیکواله ده او د دې تر ځنګ آغلۍ وږمه کاکړ چې د مرحوم عبدالقیوم خان کاکړ لور او د مور بي بي له اړخه د مولانا غلام نقشنبد لمسۍ ده په «بي بي سي » پښتو برخه کې دنده او فعالیت یې درلوده.
د دې تاریخي لیکنې او څېړنې موخه دا ده چې د افغانستان ځوانان د خپلو سل کاله وړاندې خپل پوهان، ادیبان او لیکوالان وپيژني او د تکنالوژۍ په اوسني معاصر عصر خپل ځانونه په علم، پوهه او معاصرو مهارتونو سمبال کړي.
انځور: ښې اړخه ته مولانا غلام نقشبند کاکړ او کین اړخه ته مستوفي الممالک جنرال محمد حسین خان صافي د استاد خلیل الله پلار
ماخذونه:
– «افغانستان از صدارت حبیب الله خان تا صدارت محمد هاشم خان»
– شفاهي روایات «انجنیر احمد الله فرید کاکړ»