فکر نه کوم چې د نړۍ په کوم سالم نظام کې دې رهبرانو خپل ملت سپک کړی وي. د هر دولت اساسي دنده دا ده چې د خپل ولس عزت، کرامت او ملي وقار وساتي. متأسفانه په افغانستان کې د اوسنۍ ادارې د ځینو چارواکو له خولو داسې څرګندونې اورېدل کېږي چې یا په کې د ملي عزت پروا نه لیدل کېږي او یا د خپلو خبرو د ټولنیزو، سیاسي او اخلاقي اغېزو په اړه لازم درک نه لري.

کله چې ویل کېږي: (ماشومان مکتبونو ته مه لېږئ، مدرسو ته یې کړئ، ځکه مکتبونه یې له دینه لېرې کوي)؛ یا (پوهنتونونه د فحشا مرکزونه وو)؛ او یا (پخوانی تعلیمي نصاب کفري و)، دا ډول عمومي، بې سنده او بې توپیره تورونه دی، نه علمي بنسټ لري او نه اخلاقي توجیه.

لاندې څو ټکو ته دقت او پام په کار دی:

لومړی: دیني او ساینسي پوهنه د یو بهیر تکمیلونکې برخې دي، نه متضاد بهیرونه. که ټولنه یوازې مدرسوي تعلیم ته محدوده شي، د طب، انجینرۍ، اقتصاد، مدیریت، ټکنالوژۍ او نورو تخصصي برخو اړتیاوې به څوک پوره کوي؟

د کار، عاید، تولید، دفاع او خدمتونو لارې به څنګه پرانېستل کېږي؟ له بلې خوا که دیني مدارس کمزوري یا بند شي، د دیني لارښوونې، قضاء، افتاء او معنوي روزنې چارې به څوک سمبالوي؟ نو سالمه ټولنه هغه ده چې دواړه برخې (عصري او دیني تعلیم) په توازن او همغږۍ کې پر مخ ولاړ شي.

دویم: په هره اداره، پوهنتون، مدرسه او ټولنیز جوړښت کې کېدای شي د ګوتو په شمېر کسان تېروتنه، اخلاقي کمزوري یا جرم وکړي. د مشرانو دنده تشهیر نه دی، بلکې سترکول، اصلاح او تربیه ده. د څو افرادو خطا د ټول سیسټم، ټول نسل یا ټول قشر په غاړه اچول نه عدل دی، نه منطق او نه شرعي انصاف.

دا ډول عمومي کول د سیاسي عقدو، شخصي اجنډاوو او یا ناخبرۍ ښکارندويي کوي او پایله یې د ټول ملت سپکاوی او د ټولنیز اعتماد له منځه وړل دي.

درېیم: د اسلام مبارک دین د بهتان/ تهمت، بدګمانۍ او بې سنده تور لګولو په اړه سخت دریځ لري. قرآن کریم امر کوي چې که یو فاسق خبر راوړي، تحقیق وکړئ، هسې نه په ناپوهۍ کې یوه ډله زیانمنه کړئ او بیا پښېمانه شئ (الحجرات: ۶). همدارنګه پر مؤمنانو او مؤمناتو د بې سنده تور لګول لویه ګناه بلل شوې ده (النور: ۴). دغه تورلګونکی پر درو وهلو له شاهدۍ او ځینو مدني حقوقو څخه محرومېدای شي، نو د یوه نسل، یوې طبقې یا د ټول تعلیمي نظام په اړه بې تفکیکه تورونه نه یوازې اخلاقي زیان لري، بلکې شرعي مسؤلیت هم رامنځته کوي.

همدارنګه قرآن کریم په ښکاره ډول مؤمنانو ته وایي چې له بدګمانۍ ځان وساتي (الحجرات: ۱۲) او بل ځای فرمایي چې په شک کې د حقیقت کومه برخه نه شته. (يونس: ۳۶). یعنې یوازې د شک او ګمان پر بنسټ خبرې، قضاوتونه او پرېکړې کول نه د دین غوښتنه ده او نه د عدالت.

څلورم: د نورو هېوادونو بېلګو ته وګورئ: د ایران رژیم هم نږدې دا نیمه پېړۍ د دیني عالمانو له خوا رهبري کېږي، خو له ایت الله خمیني څخه نیولې تر یوه کوچني مامور پورې، هر یو خپل ملت ته د ستاینې او لوړو صفتونو الفاظ کاروي: (ملت باشهامت ایران، ملت نجیب ایران …) همداسې د امریکا هر ولسمشر خپل ملت د ستر او عظیم په صفتونو یادوي او د هرې وینا په پاس کې وایي چې خدای دې پر امریکا او امریکایانو رحم وکړي. روسي ولسمشران چې د خپل ملت نوم یادوي نو ورته (د روسیې ځواکمن ملت) وایي او سعودي چارواکي خپل ولس د (سعودي وفادار ملت) په القابو یادوي.

په حقیقت کې دا دود د نړۍ د هر مشر او حتی عادي مامور په کلتوري او سیاسي خبرو کې رواج دی. په افغانستان کې حد اقل د اعلیحضرت محمدظاهر شاه له وخته ټول مشران وایي (افغان نجیب ملت! د دې نجیب ملت د نجابت خپرول او ساتل په کار دی، نه یې د سپکاوي، تذلیل او توهین.

چارواکي باید پوه شي چې واک دوی ته د تکبر جواز نه ورکوي. ملت تر ځان ټیټ ګڼل، سپکول او بدنامول د مشرتابه نښه نه ده؛ بلکې، د بې مسؤولیتۍ، غرور، تکبر او سیاسي ناپوخوالي څرګندونه کوي. د رهبرۍ اصل د خلکو خدمت، د هغوی د عزت ساتنه او د ټولنې د یووالي پیاوړتیا ده.

په همدې ډول، هغه عکس العملي ځوانان چې د مدرسو او د هغو د زده کوونکو سپکاوی کوي، هم د تایید وړ نه دي او باید دا ډول عمومي افتراوې او تهمتونه ونه تړي.

البته د عامو هېوادوالو او چارواکو د ویناوو او اعمالو تر منځ ډېر تفاوت دی، د چارواکو د خبرو اغیز او د مسؤولیت سطحه د دولت او هېواد په سطحه او د افرادو هغه فردي ده.

تاریخ ښيي چې هر څوک چې خپل ولس سپک کړی، بالاخره په خپله سپکېږي. که په هر دریځ او موقف کې یاست، کبر مه کوئ او ملت مه سپکوئ.

د مشرتابه مسؤولیت دروند امانت دی؛ دا امانت د ملت د سر، مال او ناموس د ساتنې لپاره دی، نه د توهین او سپکولو لپاره.

دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، وصال ټلوېزیون یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.

 

 

 

 

 

Views: 17

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi