د ګیله من تاریخي ګیله

هارون حکیمي
جولای 12, 2024

د پښتون ژغورني په غورځنګ کي د حضرت نعیم وزیر یا ګیله من پښتین د مبارزې بارز رنګ، د هغه په وړاندي د مستبد رژیم غبرګونونه او بالاخره یې ځوانیمرګي زموږ د تاریخ یوه لویه حادثه ده. د ګیله من د بېلتانه ویر د نړۍ په کچه د افغانانو لویه تراژیدي ده او درنه جنازه یې، زموږ په تاریخ کي بې سارې ده.

په ډېره تنکۍ ځوانۍ کي د یوه فصیح شاعر، زړه ور مبارز او شعوري رهبر شهادت لویه ضایعه ده. د هغه د کورنۍ، د ارواښاد د ولس، ارمانونو، د غورځنګ د ملګرو او مینه والو لپاره نه ډکېدونکې تشه ده او یو داسي درد دی چي د درمان تصور یې نه شي کېدلای. لوی خدای دي یې ابدي سفر ښکلی کړي.

خو په بې سارې توګه د ګیله من د محبوبیت، د هغه سره د خواخوږۍ، د ارمانونو سره یې د خواخوږو د ملاتړ زیاتېدل او د غم پر ټغر یې د لر او بر تر دې کچي سره نږدې کېدل چي د ډیورنډ کرښي نښي یې هم محوه کړیدي او دغه راز، پر جسد یې د درې رنګه افغان ملي بیرغ غوړول هغه ویاړونه دي چي د نوموړي اروا به یې بې حده خوشحاله کړې وي.

که د نقیب الله مسعود شهادت د پښتون ژغورني د غورځنګ غوړېدو ته لاره پرانسته، د ګیله من شهادت به یې منزل ته په رسېدو کي تر هغې حادثې هم مهمه ونډه ولري. له بله اړخه، د پښتون ژغورني غورځنګ بیا هم ثباته کړه چي د هغه ولس، چي پخوا به یې زرګونه انسانان قتلېدل او یا ژوندي ورکېدل خو چا به یې پوښتنه هم نه سوه کولای، وینه اوس یوه بیه او د پور پوښتونکي لري او د اواز د پورته کولو د یوه یوه تن لپاره یې میلیونونه اوازونه پورته کېږي. چي دا د غورځنګ د لا پراخېدو هیله پیاوړې کوي.

زموږ د حقونو لپاره د مبارزې د دغي حادثې او غمیزي لاملونه، چاپیریال او د راتلونکي لپاره پایلي ګڼ موارد لري چي هیله من یم په ځیر به وڅېړل شي او د منزل په ټاکلو او مزل په روښانولو کي به کار ځني واخیستل شي. دلته غواړم یواځي پر یوه ټکي تمرکز وکړم چي هغه د ارواښاد حضرت نعیم د تخلص ټاکنه ده؛ چي ځان یې ګیله من احساس کړی وو او همداسي ګیله من په ابدي سفر روان شو.

د پښتنو په قتل عام خاموش ملک او ملا

له تاسو دومره ګیله من یمه چي حد نه لري

(ګیله من پښتین)

د ګیله من په شاعري کي بیا بیا په یوه او بله بڼه د ګیلو روحیه احساسېږي او څنګه چي ګیله له خپلو کېږي، د ګیله من اشارې هم تر ډېره خپلو خلکو ته دي او د نورو په وړاندي یې نسبتاً د سپینو او مخامخ یادونو څخه کار اخیستی دی. هغه پوهېده چي تر نورو وړاندي یې د خپلو خلکو پوهاوی او خپلمنځی یووالی مهم دی ځکه د ګواښ لومړنۍ کرښه یې د خپلو خلکو ترمنځ پورې ور رسېدلې وه.

په بل غشني په ټوپک ویشتلی نه یم

که ویشتلی یم خو بیا په خپل ټوپک یم (خوشحال بابا)

همدا خپل پښتانه یې پسي ورغلل او د ګل ځوانۍ او غوټیو هیلو سره یې ارمانجن تر دنیا تېر کړ. حتی مرګ یې هم یوه ستره خو خاموشه ګیله شوه؛ هغه ګیله چي د ده په خاموشۍ میلیونونو انسانانو بدرګه کړه.

د پېښې د خبر د اورېدو راهیسي تر اوسه فکر کوم چي د ګیله من د شاعرۍ روحیه، د تخلص ټاکنه او د بېلتانه غمیزه زموږ د زرکلن مستند تاریخ ګیله مجسموي.

-هغه ګیله چي د هند پښتانه واکمن جلال الدین غلجي به د خپل ګران وراره علاء الدین غلجي څخه درلوده چي د واک لپاره یې وواژه،

-هغه ګیله چي ابراهیم لودي د خپل اکا علم خان لودي او نږدې دوست دولت خان لودي څخه درلوده چي د بابر سره یې د ده په پرځولو، وژلو او د پښتنو د واک په ختمولو کې مرسته وکړه،

-هغه ګیله چي خوشحال خان د ټولو پښتو، په ځانګړي ډول خپل زوی بهرام څخه چي د ده په وړاندي د مغولو سره ودرېد، درلوده،

-هغه ګیله چي میرویس نیکه به د خپل ورور عبدالعزیز څخه درلوده چي د ده په وژنه کي یې لاس وو،

-هغه ګیله چي د اصفهان فاتح شاه محمود هوتک به د خپل اکا(تره) د زوی شاه اشرف هوتک څخه درلوده چي د ده په قتل یې ښکېل وو،

-هغه ګیله چي شاه اشرف هوتک به د شاه حسین هوتک څخه درلوده چي د نادر افشار په وړاندې د ملاتړ او یا د تېښتي پر مهال یې د پناه ورکولو پر ځای وژلو ته خلک ورلېږلي ول،

-هغه ګیله چي احمد شاه بابا د خپلو نږدې دوستانو څخه درلوده چي د هند د جګړو پر مهال یې په خپل کور کندهار کي ښورښ ورته وکړ،

-هغه ګیله چي سدوزیو واکمنو به یوه بل ته د سترګو په ایستلو او واک بایللو پر وخت درلوده،

-هغه ګیله چي غازي ایوب خان، غازي محمد جان خان او ملامشک عالم به له عبدالرحمان خان څخه لرله،

-هغه ګیله چي غازي امان الله خان به د محمد نادر خان څخه د واک د انحصار له امله درلوده،

-هغه ګیله چي محمد ظاهر شاه د محمد داوود څخه د کودتا او شاهي د ختمولو له امله درلوده،

-هغه ګیله چي نور محمد تره کي د خپل شاګرد حفیظ الله امین څخه درلوده،

-هغه ګیله چي ډاکټر نجیب د خپل وطندار شهنواز تڼي څخه درلوده،

او هغه ګیله چي په یوه نه بله بڼه یا زموږ تاریخ جوړوي او یا ناویلي حقایق پر بنا دي خو موږ پېړۍ پېړۍ کېږي چي پام نه دی ور ته کړی.

دا ګیله زموږ له منځه پر موږ برید دی. دا ګیله په خپله د افغان په وسیله د افغان خپنه ده. انګېزه که یې حسادت، د واک لوږه، ناپوهي او بله هره پلمه وي خو زیان یې موږ ته رسېږي او ګټه یې نورو ته. هیڅ داسي ملت نشته چي بهرنی دښمن ونلري خو یوه ملت ته خطر هغه وخت جدي وي چي بهرنی دښمن یې په دننه کي نفوذ وکړي؛ چي له بده مرغه دغه نفوذ تر بل هر چا په پښتنو کي اسانه دی او د خوشحال بابا په خبره سر پورته کوونکي په کي وهل کېږي.

پښتانه واړه بد خوی

کور په کور کوي غورځی

چي یو سر کي په کي پورته

بل یې ووهي مغزی (خوشحال بابا)

 

د نورو لاملونو ترڅنګ د همدغي ګیلي په نظر کي نه نیول دي چي زموږ د ملت جوړوني او دولت جوړوني د بهیرونو مسیر نه دی پالل شوی او د واکمنیو په نږدې زرکلن تاریخ کي نن هم سره له دې چې د وګړو شمېر مو نږدې سلو میلیونو ته اټکل کېږي خو موږ نه یو توانېدلي چي یا سره یوځای شو او د خپلي ټولي خاوري واک خپل کړو او یا دننه د افغانستان په اوسنۍ نقشه کي یو پایېدونکي دولت جوړ کړو.

د ارواښاد ګیله من لنډ خو مُثمر ژوند او د هغه د مبارزې، شاعرۍ او شهادت لوی درس موږ ته د دغي ګیلې د درک درس راکوي او را یادوي چي که موږ په خپل منځ کي د یووالي لپاره زغم ونلرو او د ځانغوښتني او واک لپاره د پردیو موخي تعقیبوو، موږ به په ملت جوړونه او دولت جوړونه بیاهم ونه توانېږو.

 

 

Views: 79

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi